لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمرداودزی: طالبان بايد له امریکا سره ژمنه وکړي چې د نورو ترهګرو ډلو دوستي به پرېږدي


د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر او د سیمه ییزې اجماع لپاره د ولسمشر اشرف غني ځانګړی استازی عمرداودزی وايي، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو موجودیت د څرنګوالي په تړاو دې له افغان حکومت سره خبرې وشي.

نوموړی وايي طالبان باید له امریکا سره ژمنه وکړي چې نور له ترهګرو ډلو سره دوستي نه کوي

عمرداودزي نن د نهې/ سه شنبې په ورځ د ښځو د نړیوالې ورځې د لمانځلو په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل امریکا نه شي کولی چې د طالبانو سره د خپلو ځواکونو د وتلو او یا د پاتې کیدو په تړاو هوکړې ته ورسیږي.

نوموړي زیاته کړه (د امریکا متحدو ایالتونو په مشرۍ د ناټو ځواکونو حضور په افغانستان کې د هغه امنیتي تړون په اساس دی چې په ۲۰۱۴ م کال کې له افغان حکومت سره لاس لیک شوی اوس چې امنیتي تړون له افغان دولت سره وي او د وتلو موافقه له د يوې ډلې سره کیږي دا خو سیاسي عقل نه مني).

داودزی وايي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د جضور دوام او د هغوی د وتلو مسله باید د افغانستان له دولت سره پرې بحث وشي کوم چې امریکا هم له دې مسلې بشپړه خبرتیا لري.

نوموړي زیاته کړه طالبان د افغانستان د خاورې په یوې برخې حاکمیت لري او نه شي کولی چې له امریکا سره د افغان خاوره د نورو هېوادونو پرضد د نه استعمالیدو په تړاو موافقه وکړي.

داودزي وویل (طالبان خو د دې خاورې یوه برخه په لاس کې لري څنګه د افغانستان د ټولې خاورې تضمین کولی شي، طالبان باید له امریکا سره ژمنه وکړي چې نور له ترهګرو ډلو سره دوستي نه کوي او سیمه ییز او نړیوالو ترهګرو ډلو ته په افغانستان کې پناه ورنه کړي).

د عمر داودزي دا څرګندونې په داسې حال دي چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي تراوسه په دې مذکراتو کې له افغانستان د امریکايی ځواکونو دوتلو په مهال ویش او همداراز د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پرضد نه استعمالیدو پرسره خبرو کې پرمختګ شوی.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د ترمنځ د سولې مذکرات د قطر په پلازمینې دوحه کې د تېرو اووه ورځو را په دیخوا نن هم روانې دي.

د سولې عالی شورا د دالانشا مشر عمر داودزی وايي روان میلادي کال د سولې او د مذاکراتو کال دی دولت اړ دی چې د سولې په اړه له ملت څخه مشوره ترلاسه کړي او په همدې هدف د سولې مشورتي لویه جرګه هم رابلل شوې ده.

نوموړي داهم وویل چې د سولې هدف ته د رسیدو لپاره له طالبانو سره د خبرو نه بغیر بله لاره نشته،د جګړې لاره تعقیب شوه خو سولې ته ونه رسیدو او افغان حکومت له لومړي سره د سولې د مذاکراتو غوښتنه درلوده.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG