لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خوست کې نښتر غزلیز ماښام اؤ مشاعره


د افغانستان په سویلي خوست ولایت کې دغزلیزماښام مشاعره جوړه شوه چې لسګونو شاعرانو ادیبانو لیکوالانو اوهنرمندانو په کې ګډون کړی ؤ اؤ امن سندرې اؤ نغمې یې ویلي دي.

خوست دپاکستان سره په پوله پروت دافغانستان هغه ولایت دی چې تر اوږدې مودې دجنګونو اؤ ناقرارۍ سره مخ پاتې شوی خو ددغه ولایت لیکوالان اؤ شاعران وایي اوس موقعې ګوري چې نور دجنګونو پځائ،د ژبې ،هنر اؤ کلتور د ودې دپاره کار وکړي.

د سیمې څخه د وائس اف امریکا ډیوه خبریال حقمل روان سادات وایي دغزلیز ماښام په نوم جوړه شوې دغه رنګینه شپه کې دموسیقۍ اؤ مشاعرې زړه پورې محفل دسیمې خلکو زیات خوښ کړی اؤ هېله یې کړې چې نور باید په ټول پښتون وطن کې د مینې اؤ ورورولۍ نغمې عام اؤ دجنګونو اؤ مرګونو مخه ونیول شي.

د غزلیز ماښام په دې مشاعره کې دشاعرانو او لیکوالانو لخوا داسې شعرونه او بیتونه وړاندې شول چې د ټولنې رښتنی انځورته په کې اشاره شوې وه.

بسمل بل په خپل شعر کې وویل:

د وجدان نصحیتونه په کې ورک دي ،دلته تنده دحوس سړي ته غاپي

خیانت او فساد پیژنم ګناه ده مګرڅه وکړم چې نس سړي ته غاپي

د مدني ټولو ګن شمیرفعالانو هم په دې غزلیزماښام کې برخه واخیسته او ځینو د غزلیز ماښام د مشاعرې ګډونوالو ته څو بیتونه ډالی کړل.

خوست کې غزلیزماښام مشاعره لسګونو شاعرانواو لیکوالانو برخه واخیسته.

ضیاء الله سبحاني په خپل بیت کې داسې وویل:

څه رانه جوړشول ژونده ځان ته اوس کتلی نه شم

څه وخت نامرده ،څه یاران او څه شوې ته نامرده.

شاعر او لیکوال رفیع سورانی دغزلیز ماښام ګډون والو ته په دې ډول غزل وړاندې کړو

ساده باده مئین یو په ساده مینه پوهیږو

ټګي برګي مو نه زده خو ټګمار کله پریږدو

د نښترغزلیزماښام بنډار په داسې حال کې ترسره شو چې تر دې وړاندې هرکال په خوست ولایت کې د چنار کلنۍ مشاعره ترسره کیده خو له تیرو شاوخوا دریو کلنو راهیسې دا مشاعره نه ترسره کیږي.

دغزلیزماښام شاعرانه بنډارته ګنوشاعرانو او لیکوالانو غزلې وړاندې کړې او په پائ کې دمحلي موسیقۍ او سندرو په ویلو سره شاعرانه غزلیز ماښام پائ ته ورسیدو

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG