لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:داسې سوله نه غواړو چې د وینو بوئ ترې راځي


دافغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هیله ښودلې ده چې نوی کال به افغانستان کې دسولې کال وي خو هغه وایي "داسې سوله نه غواړو چې د وینو بوئ ترې راځي"

ولسمشر غني دچهارشنبې په بلخ ولایت کې له یو شمیر جیګپوړیو چارواکو سره یو ځائ دنوروز یا نوي کال د نمانځلو په مراسمو کې په داسې حال کې برخه اخستې د پنجشنبې په سحر پلازمینه کابل کې د نوروز دنمانځلو په مراسمو کې دبمي چاودنو له امله ګڼ شمیر خلک وژل شوي اؤ‌ ژوبل شوي دي

دشمالي ولایت بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې دنوي کال د دودیزو مراسمو په اړوند راجوړې شوې یوې درنې غونډې ته په وینا کې ښاغلي اشرف غني ویلي"سوله افغان ولس ته له اکسجن څخه هم مهمه ده اما خبره په دې کې ده چې مونږ تل پاتې سوله غواړو،نه هغه سوله چې د وینو بوئ ترې راشي"

اشرف غني وویل چې سوله او ټولټاکنې یو له بل سره تړلي دي او په ټاکنو کې ولس د دې صلاحیت لري چې د خپل هیواد راتلونکې رهبرۍ ته دسولې دڅرنګوالي دپریکړې په اړه مسئولیت ور وسپاري.

هغه وویل افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته باید هیڅوک کم نظر ونه کړي ځکه چې هغوئ ته په ټیټ نظر کتل دافغانستان ولس ته په کمه کتل دي.

اشرف غني ددافغانستان داوبو دمدیریت په اړه هم اړوندو ادارو ته سپارښتنه وکړه چې په ښه توګه یې مدیریت کړي.

په بلخ کې دنوي کال مراسم په داسې حال کې دامن په فضا کې ترسره شوي چې په همدې ورځ‌ دکابل کارته سخي سیمه کې دنوي کال جشن کې درې پرله پسې چاودنې شوي چې پکې دلمړیو معلوماتو په اساس شپږ کسان وژل شوي اؤ ۲۳ نور ژوبل شوي دي.

په دې وروستیو کې چې امریکا اؤ طالبانو د سولې خبرې پیل کړي هر څو که افغانستان کې دبدامنۍ دپېښو کچه یو څه راټیټه شوې ولې بیا هم وخت په وخت ددغه هیواد بیلابیلو برخو کې دبمي چاودنو اؤ‌ په امنیتي‌ ځواکونو دبریدونو راپورونه مخې ته راځي.

افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا ځانګړي استازي ویلي طالبانو سره یې دقطر مذاکراتو کې افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو د وتلو اؤ دافغانستان دخاورې دترهګرۍ دمقصدونو دپاره په نه کارول کیدلو خبرې کړي دي اؤ په راتلونکي کې به طالبانو سره د اوربند په اړوند هم خبرې کوي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG