لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ننګرهار: په دوه چاودنو کې ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوختې


د افغانستان د ختیځ ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښارکې دوه پرله پسې چاودنې شوې چې له امله یې د ځايي چارواکو په وینا ۳ تنه وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼي له امریکا غږ ډیوې ته وویل چې دا چاودنې د ځای پرځای شوي چاودیدونکو توکو له امله د جلال اباد ښار په څلورمه ناحيه کې نن د خالي، شنبې په ورځ شاوخوا ۱۰ بجې رامنځته شوې.

نوموړي زیاته کړه په وژل شویو او ټپیانو کې دوه ماشومان او ۶ ښځې هم شاملې دي.

خوګیاڼي وویل (دا دواړه چاودنې د جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې شوي دي، درې کسان وژل شوي چې دوه په کې مېرمنې دي او یو بل ملکي وګړی دی، ۱۹ تنه نور ټپیان شوي دي په ټپیانو کې ۴ ښځې، دوه ماشومان او ۴ ملکي وګړي هم شامل دي).

د ننګرهار والي ویاند زیاته کړه په وژل شویو کسانو کې څلور تنه سرحدي پولیس، ۳ تنه د ملي امنیت ادارې کارکوونکي او دوه تنه د ټرافیکو اړوند مسئول کسان شامل دي.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویلي چې د پیښې ټول ټپیان د جلال اباد ښار ملکي روغتون ته د درملنې لپاره لیږدول شوي او د ټولو روغتیايي حالت دقناعت وړدی.

د دپیښې مسئولیت لا تراوسه کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.

په جلال اباد ښار کې دا چاودنې په داسې حال کې رامنځته شوي چې په دې ولایت کې د افغان حکومت خلاف د نورو غیر مسئولو وسله والو ډلو په پرتله داعش ډله په کې زیاته فعاله ده او په دې وروستیو کې د داعش ډلې د فعالیتونو د زیاتوالي په تړاو د عامو ولسي خلکو اندیښنې یوځل بیا راپورته شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG