لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان دې د جګړې اعلان بيرته واخلي، عمرداودزی


د افغانستان د سولې عالي شورا د دالانشا مشر عمرداودزی وايي سږکال د سولې کال دی او افغان ملت سوله غواړي.

داودزي نن د شنبې، خالي په ورځ د خبری کنفرانس پرمهال وویل روان کال کې د سولې فرهنګ حاکم دی.

داودزي وویل (د طالبانو د پسرلني عملیاتو اعلان د هیچا په غوږ ښه ونه لګیده سږ کال حاکم فرهنګ د سولې دی، ملت په یو غږ سوله غواړي د جنګ غږ ته یې غوږونه بند دي خو د سولې غږ ته یې غوږونه خلاص دي له دې موقع نه په استفادې له طالبانو نه هیله کوم چې د جګړې د پېل اعلان بیرته واخلي او د سولې له دې لوی بهیر سره یوځای شي).

د سولې عالي شورا دارلانشا مشر زیاته کړه افغان دولت د طالبانو پرضد د خالد په نوم د عملیاتو اعلان نه دی کړی خو له ملت څخه دفاع کولو حق لري.

داودزی وايي افغان حکومت د خپلو عملیاتو په اړه وضاحت ورکړی او له ملک او خاورې نه دفاع یې خپل حق ګڼلی دی.

نوموړي وویل (طالبانو له امریکا سره چې دوی ورته اشغالګر ویلې د سولې اوږدې خبرې وکړې۱۶ ورځو خبرو دوام وکړ او طالبانو ادعا کوله چې په دې برخه کې ښه پرمختګونه لري نو چې پرمخګونه لري نو بیا د جنګ خبرې او دعوې ولې کوې).

داودزي زیاته کړه د امریکا او طالبانو ترمنځ د شپږم دور مذاکرات تر هغې نه شي ترسره کیدلی تر څو چې په قطر کې بین الافغاني خبرې اترې (بین الافغاني مفاهمه) ترسره شوي نه وي.

د سولې مذاکراتي ټیم او له طالبانو سره د سولې په اړه د نظرونو تبادلې په هدف تراوسه افغان حکومت او د سیاسي مشرانو مشترک پلاوي د ټاکلو لپاره هڅې روانې دي خو لا یې په اړه چارې نه دي بشپړې شوي.

د سولې عالي شورا د دارالانشا مشر زیاته کړه د سولې مشورتي لویه جرګې د جوړولو لپاره هڅې په چټکۍ سره روانې دي او په وینا یې د غړو د ټاکلو پروسه به پينځه ورځې وروسته بشپړه شي.

د سولې عالي شورا ویلي په دې جرګه کې به نږدې ۳۰۰۰ کسان برخه لري، ۳۰ سلنه برخه وال به یې مېرمنې وي او ۱۷۵۰ تنه به د افغانستان د ولایتونو په استازیتوب ګډون کوي.

داوزی وايي د سولې مشورتي لویه جرګه د سولې په هدف جوړیږي او که د سولې لپاره کمپاین هم وي بده خبره نه ده.

نوموړي خبري کنفرانس ته په خبرو کې وویل چې په مشورتي لویه جرګه کې تر اوسه د طالبانو ته د ګدون په هدف د مصالحې عالي شورا لخوا رسمي بلنه نه ده ورکړل شوې او په سیاسي کچه به یې په اړه پریکړه ترسره کیږي.

د سولې عالي شورا د دارالانشاه مشر عمرداوزی وايي که طالبان دې جرګه ته خپل استازي ولیږي دوی یې هرکلی کوي.

طالبانو په دې وروستیو کې په دې جرګه کې له ګډون کولو سره مخالفت ښودلی او دا جرګه یې نمایشي بللې ده.

ټاکل شوې د سولې مشورتي لویه جرګه به د اپرېل د میاشتې په ۲۷ په پلازمینې کابل کې د څلور ورځو لپاره جوړه شي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG