لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل:ځانمرګي برید کې شپږ کسان وژل شوي،شپږ ژوبل


د افغانستان دپلازمینې کابل ښار د پولیسو دپینځمې امنیتي حوزې اړوند د قمبرڅلور لارې کې د مارشال فهیم پوځي پوهنتون ته څېرمه ځانمرګي برید شوی چې دلمړنیو معلوماتو په اساس پکې شپږ تنه وژل شوي اؤ یو شمیر نور ژوبل دي.

چارواکي وایي دغه برید دپنجشنبې په ماسپښین دمارشال فیهم نظامي پوهنتون د غځیدلي‌ سړک په لومړۍ امنیتي پوسته شوی دی

دکابل امنیه قومندانی ویاند فردوس فرامرز امریکا غږ ډیوه ته ویلي یوتن چې غوښتل یې په ځان پورې تړلي چاودیدوکي توکي پوهنتون ته دننه باسي خو دامنیتي ځوکونو لخوا د پيژند ګلوی پرمهال بریدګر په ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.

فرامرز وویل دلمړیو معلوماتو له مخې په برید کې شپږ کسان وژل شوي اؤ شپږ نور ژوبل شوي دي.

عیني شاهدان وایي دا برید په داسې مهال شوی چې دپوهنتون ګڼ شمیر زده کوونکي د پوهنتون څخه د وتلو په حال کې وؤ .

دپېښې نه سمدستي وروسته په ګڼ شمیر کې امنیتي ځواکونه اؤ مرستندویه فعالین دپېښې ځائ ته رسیدلي اؤ دمرستې فعالیتونه یې پیل کړي دي.

تر اوسه ددې برید پړه چا پغاړه نه ده اخستې خو افغانستان کې چې په دې وروستیو کې په دولتي ودانیو اؤ نظامي ادارو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو پړه طالبانو په غاړه اخستې ده

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG