لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني: افغان حکومت ته د سولې په اړه د معلوماتو ورکولو بهیر ګړندی شوی


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د شورو یا چهارشنبې په ورځ د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدنه کې ویلي، چې افغان حکومت ته د سولې مشورتي لویې جرګې سپارل شوې تګلاره د عملي کیدو په حال کې ده.

د سولې د مشورتي لویې جرګه هغه غوښتنه چې د افغان حکومت له زندانونو څخه یې د طالب بندیانو د ازادولو لپاره کړې وه هغه عملي شوه.

د کابل د څرخي پله، بګرام او د افغانستان د ۱۵ ولایتونو له زندانونو څخه۴۹۰ تنه طالب بندیان ازاد شوي دي.

طالبانو په لومړي ځل د خپلو بندیانو د ازدېدو په تړاو د افغان حکومت له دې اقدام څخه هرکلی کړی دی.

ولسمشر غني له خلیلزاد سره په دې ناسته کې چې د افغانستان یوشمیر سیاسي مشرانو، د مدني ټولنو استازو، علماوو، د ښځو استازو او د ولسي جرګې استازو ګډون درلود ویلي، د سولې په پروسه کې افغان حکومت ته د معلوماتو د رسولو پروسه هم چټکه شوې ده.

د ارګ په بیان کې چې د چهارشنبې په ورځ خپور شوی راغلي له خلیلزسره په دې ناسته کې ولسمشر غني ویلي افغان حکومت د سیمه ییزې اجماع د منځته راتلو په هدف عملي پروګرامونه لري اوپه پلي کیدو سره به یې دا اجماع لا پیاوړې شي.

د بیان ترمخه د افغان سولې لپاره دامریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد په دې ناسته کې د سولې په پروسه کې د بشپړې همغږي په منځ ته راتلو ټنګار وکړ اوپه دې کې یې د سیمې د هیوادونو ونډه مهمه وګڼله.

خلیلزاد ویلي، د سیمې له هیوادونو سره بحث شوی اوهغوی ته ډاډ ورکړل شوی چې د افغانستان د سولې په پروسه کې به هغوی ته د ونډې ورکول په پام کې نیول کیږي.

ولسمشر اشرف غني د سولې په پروسه کې له ټولو ګډنوالوڅخه دهغوی د فعالې ونډې له اخیستلو څخه مننه وکړه.

د ارګ په خپاره شوي بیان کې اشرف غنی ویلي، نړیواله ټولنه دې اجماع ته رسیدلې چې پرافغانستان لنډمهاله نه بلکې منځ مهال او اږود مهال فکر وکړي او د یوې واضع لار نقشې له موجودیت پرته د افغانستان پریښودلو اراده وجود نه لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG