لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان خبریالان وايي طالبان دې خپل ګواښ بېرته واخلي


افغان خبریالانو د طالبانو لخوا شوي ګواښونو باندې اندیښنې ښوودلي، خو وايي دا لومړۍ ځل نه دی چې دوي ګواښوول شوي. له دې وړاندې هم په خبریالانو د وسله والو لخوا بریدونه شوي.

طالبانو افغانستان کښې رسنیو او خبریالانو ته ګواښ کړی چې که پر مطبوعاتو د دغې ډلې پر ضد اعلانونه بند نه کړای شوه نو دوي به رسنۍ او خبریالان په نښه کړي.

طالبانو وییلي چې د افغانستان حکومت په مالي مرستو چلیدونکي، ځینې رسنۍ په راډیوګانو او ټلویزیونونو د دوي پر ضد پروپاګنډا خوروي.

افغان خبریال عزیز رحمان حمیدي وايي:"خبریالانو ته د طالبانو ګواښ د اندیښنې وړ خبره ده، ځکه چې خبریالان تل بې طرفه پاتي شوي خو له بده مرغه طالبانو په وار وار ژورنالیستان ګواښلي او مهمه خبره دا ده چې د دغه ډول ګواښونو په وړاندې به خبریالان کله هم غلي پاتي نه شي او حقیقتونه به له ولس سره شریکوي ".

افغانستان دا مهال د خبریالانو لپاره د نړۍ تر ټولو خطرناک هېواد بلل کیږي.د بې پولې خبریالانو د څار ادارې د شمیرو له مخه د ۲۰۱۶ کال راهسې په افغانستان کې لږترلږه ۳۴ خبریالان په وسله وال بریدونو کې وژل شوي.

افغانه خبریاله ډیوه نادر وايي: "د طالبانو له لورې خبریالانو ته د ژوند ګواښول د منلو وړ نه دی، ځکه چې دا منصفانه نه دی چې افغانې رسنۍ او خبریالان په خپلو خبرونو کې بې پریتوب په پام کې نه نیسي او د دوي پرضد نشرات کوي. مونږ افغانو خبریالانو خپل بې پلويتوب ساتلی نو له طالبانو څخه غوښتنه کوو چې خپله خبره دې بېرته واخلي ځکه چې رسنۍ د یوې ټولنې غږ دی او که دا غږ غلی کوي نو دا د بیان ازادي په وړاندې یو ستر ګواښ دی.

د رسنیو د بیان ازادۍ نړیوال انډکس یا ورلډ پرس فریډم انډکس له مخه افغانستان د ۱۸۰ هيوادونو په نوملړ کې په ۱۲۱ نمبر دی.

د اشنا راډیو خبریال ذبیح الله غازي وايي: " که څه هم خبریالانو ته په افغانستان کې نور ګواښونه او ننګونې هم زیاتې دي او که طالبان یې هم په نښه کړي او دا یو لوی ګواښ دی. د طالبانو څخه هیله لرو چې خبریالان دې نه په نښه کوي. ژورنالیزم یو سپېڅلی مسلک دی او هغه څوک چې خبریالي کوي تل بې طرفه پاتي شوي. "


په کابل کې د امریکا سفیر جان بس پر خپل ټويټر لیکلي چې د خبریالانو ګواښل به له طالبانو سره د سیاسي اهدافو په تر لاسه کولو کې مرسته ونه کړي.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG