لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کابل برید پای ته رسېدلی، ۶ تنه وژل شوي او ۱۰۵ نور ژوبل شوي


د کابل له برید وروسته په سیمه کې د امنیتي ځواکونو او امبیولانس انځور 07/01/2019
د کابل له برید وروسته په سیمه کې د امنیتي ځواکونو او امبیولانس انځور 07/01/2019

افغان چارواکو ویلي برید نن سهارنږدې ۹ بجې پیل او مازدیګر ناوخته د ۶ بریدکوونکو په وژل کیدو پای ته ورسید.

د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند وحید مایار ډیوې ته ویلي په دې بریدونو کې د ۲۶ ماشومانو په ګډون ۱۰۵ تنه ښځې او نارینه ټپیان شوي او د یو شمیر ټپیانو چې ماشومان او ښځې هم په کې شاملې دي روغتايي حالت ښه نه دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ډیوې ته وویل ترهګرو نن سهار نږدې ۹ بجې د ۱۶ امنیتي حوزې اړوند ګلبهار ټاور ته مخامخ د موټربم چاودنه وکړه او وروسته ۵تنه نور ترهګر یوې ملکي ودانۍ ته ننوتل او پرعاموخلکو یې بریدونه وکړل.

نوموړی وايي، د نن ورځې په برید کې یوتن د موټربم یوبرید کونکی، دوه ځانمرګي بریدګر او درې نور وسلوال ترهګر وژل شوي دي.

رحیمي زیاته کړه، د وسلوالو په دې بریدونو کې دشمشاد ټي وي د یوه ساتونکي اود یو ماشوم په ګډون۴ تنه عام ولسي خلک او۲ تنه امنیتي سرتیري وژل شوي او ۸۴ تنه نور ولسي خلک چې د ښونځیو زده کوونکي اوښځې په کې شاملې دي ټپیان شوي دي.

د دفاع وزارت لوژیستیک او انجنیرۍ برخې د ریاست یوه افسر جګړن محمد کریم پیښې ته نږدې له رسنیو سره په خبرو کې وویل لومړی په دې ریاست د موټربم چاودنه وشوه.

نوموړی وايي، د موټر په وسیله د ځانمرګي د ترسره کیدو پرمهال د ودانۍ چتونه او دیوالونه راپرې وتل او یو شمیر ترهګر ودانۍ ته ننوتل اوله هغه ځای نه یې د انجنرۍ ریاست په ملکي کسانو وسله وال بریدونه پیل کړل.

د افغان امنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمنځ نښتې په ساعتونو دوام وکړ او د ورځې ترناوخته د درنو او سپکو وسلو غږونه تر لرې واټن پورې رسیدل.

عیني شاهدانو ویلي لومړی چاودنې دومره زرورې وې چې ترلرې واټن دخلکو دکورونو شیشې ککړی او دروازې ورماتې کړې.

د پیښې مسئولیت وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستی او ادعا یې کړې چې په دې بریدونو کې یې په ګن شمیر افغان سرتیري وژلي دي.

افغان حکومت دا پیښه غندلي او ویلي دي چې طالبان سولې ته ژمن نه دي او په دې ډول بریدونو سره هغوی خپلو مخو ته نشي رسیدلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG