لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان دفاعي څېړونکي:په سملاسي توګه دبهرنیو ځواکونو وتل به دافغانستان په حالاتو بدې اغېزې وکړي


په قطر کې دامریکا او طالبانو ترمنځ دسولې دمذاکراتو داتم پړاؤ پیل کیدو سره سم په نړیوالو مطبوعاتو کې افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو د وتلو بحثونه تاوده شوي دي خو ددفاعي چارو افغان څېړونکي وایي په سملاسي توګه افغانستان څخه دټولو بهرنیو ځواکونو وتل به دافغانستان په حالاتو بدې اغېزې وکړي.

دامریکي صدر ډانلډ ټرمپ ویلي هغه غواړي دافغانستان څخه چې څومره زر ممکنه وي خپل سرتیري وباسي خو افغان سولې دپاره امریکایي استازی زلمي خلیلزاد وایي چې دبهرنیو ځواکونو د ویستلو پرېکړه به شرائطو ته په کتلو وي.

دافغانستان ددفاعي چارو څیړونکي جنرال عتیق الله امرخیل امریکا غږ ډیوه ته وویل چې افغانستان څخه دټولو بهرنیو پوځیانو وتل به دافغانستان په حالاتو بدې اغیزې ولري.

نوموړی وویل"مونږ په مستقیمه توګه امریکا سره په اقتصادي او نظامی لحاظ تړلي یو او که چیرته دوی خپل ځواکونه دجګړې پائ ته له رسیدلو پرته وباسی او خپل مسئولیت نه ادا کوي نو دا بیا معلومه شوه چې ټرمپ په انتخاباتو کې خپل ملت ته دپوځیانو ویستل دیوې د لاسته راوړنې په توګه وریادوی او دا نو بیا مطلق له افغانستان سره جفا ده"

پخوانی متقاعد جنرال دولت وزیري له امریکا غږ ډیوه سره په خبرو کې وايي امریکا له افغانستان سره امنیتي او ستراتیژیک تړونونه لري او هره پریکړه چې دپوځیانو دوتلو په اړه کیږي د دواړو هیوادونو د موافقو په اساس باید ترسره شي.

نوموړي وویل"دجګړې بار اوس هم دافغانستان د پوځ پرغاړه دی او روانه جګړه افغان پوځ پرمخ بیايي خو هغه څه چې امریکا ته ضروردی هغه له افغانستان څخه سیاسي ،نظامي او اقتصادي ملاتړ دی چې باید دوامدم ولري او په تدبیر سره خپل سرتیري له دې هیواده وباسي نه چې عاجلانه وي"

وزیری وايي دا ټول څه باید دیوه پلان له مخې وي او دافغانستان دولت سره په مشوره ترسره شي او که داسې ونه شي نوبیا افغانستان دیوې بلې جګړې په لوري ځي چې په وینا یې هغه به بیا ډیره اوږده جګړه وي.

دشنبې د ورځې نه په قطر کې دافغان سولې دپاره دامریکایي استازي زلمي خلیلزاد اؤ طالبانو تر منیځ دسولې داتم پړاؤ خبرې پیل شوي اؤ نړیوال مطبوعات وایي دا به تر ټولو مهمې خبرې وي چې کیدای شي دواړه خواوې پکې دسولې یو غوڅ تړون باندې متفق شي.

هرڅو که زلمي خلیلزاد واضحه کړې ده چې امریکا طالبانو سره دسولې د تړون په هڅه کې ده ،نه چې افغانستان نه دبهرنیو ځواکونو د ویستلو تړون لټوي خو په قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بیلابیلو رسنیو سره خبرو کې هېله ښودلې چې دسولې په دې تازه خبرو کې به افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو د وتلو په اړوند دواړه خواوې یو غوڅ تړون ته ورسیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG