د عوامي نيشنل ګوند عمومي سېکتر ميا افتخار حسېن وايي د بابړې د پېښې د يادولو سره وايي په پښتنو اوس هم وخت بدل نه دی "زمونږ اوس هم هغه کربلا ده که جديد دور دی نو جديده کربلا ده که زما شپږ نيم سوه کسان په بابړه کې ووژل شو نو په دې تېره ترهګرۍ کې زمونږ د ۱۲۰۰ نه زيات کسان ووژل شو".
د عوامي نيشنل ګوند مشران نن د ۱۲م اګست ۱۹۴۸ د بابړې د پېښې په ياد کې د چارسدې د بابړې غازي ګل بابا جومات او د بابړې يادګار ته ورغلي دي.
د ای اېن پي د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان او د ګوند عمومي سېکتر میا افتخار حسېن سره د ملګرو په غازي ګل بابا جومات کې د لوې اختر نمونځ کړی او خلکو سره یې ليدلي دي.
په بابړه کې وي او ای ډیوه سره په خبرو کې ميا افتخار حسېن وويل، دوي په دې ورځ بابړې ته ځکه راځي چې دوي هغه خپل خلک نه دي هېر کړي.
هغه وويل دوي د باچا خان او خدايي خدمتګارو هغه سوچ او فکر اوس هم ژوندی ساتي او په هغه لاره روان دي.
یو خدای خدمتګار سپين ږيری فضل اکبر وايي په هغه ورځ (۱۲م اګست ۱۹۴۸) دوي لاړل جلسې له او چې د بابړې نه دلته راورسېده په لويه شمېره کې خلک ؤ د صوابۍ پورې خلک راغلي وو.
هغه وويل اول په دوي ګولۍ وورول شوې ظلم ورسره وشو او بيا يې د کلي نه د ګولو (کارتوسو) تاوان هم واخيستل شو.
په سوشل ميډيا د بابړې پېښه د کربلا او قتل عام په نوم يادول کيږي.
وکيل او فعال سنګين خان په ټويټر ويلي،
(د بده مرغه په پښتونخوا کې تاريخ بيا تکراریږي د تاريخ او سياست نه د خبرو خلکو دپاره د بابړۍ ۱۲ اګست ۱۹۴۸ پېښه او د خړ کمر ۲۰۱۹ پېښې دردؤنکې او يو شان دي).
ناصر يوسفزي د بابړې د ۱۲ اګست ۱۹۴۸ ورځې ته د پښتنو د تاریخ توره ورځ ويلي دي.
هغه ويلي په دغه ورځ وزیراعلي قيوم خان بې وسلې خدای خدمتګار وژلي چې شمېره يې د ۶۰۰ نه زياته وه.