لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: سيکهانو د هندوانو پرضد د مذهب د سپکاوي تور لګولی


د خېبرپښتونخوا د مرکزي ښار پېښور په هشتنګرۍ تاڼه کې يو د سيکهـ مذهب منونکي تن په هندو مذهب منونکي د مذهب د سپکاوي مقدمه درج کړې ده.

په ياده مقدمه (اېف ايي ار) کې ليکل شوي چې د هندو مذهب لرونکي يو تن په ټولنيزو رسنیو د سيکهـ مذهب سپکاوی کړی دی.

د سيکهـ مذهب لرونکي د چا په مدعيت کې چې دا مقدمه شوې په مقدمه کې يې ويلي چې يو هندو د سيکانو پېغمبر (ګرو صاحبان) پرضد په ټولنيزو رسنيو ناوړه توري کارولي او سپکاوی يې کړی د کوم له امله چې د سيکهـ ټولنې زړه ازار شوی دی.

د مقدمې په خواست کې غوښتنه شوې چې د ياد هندواو هغه سره د نورو درېو ملګرو پرضد دې د پاکستان د مذهب د سپکاوی د مادې (۲۹۵ ای) لاندې قانوني چلند وشي.

په پاکستان کې د سيکهانو د ټولنې مشر رادېش سينګ ټوني وايي د دغه مقدمې له امله جوړ شوي تريخوالي راکمولو هڅه کوي او د خبرو اترو د لارې دا شخړه هوارول غواړي.

د هشتنګرۍ پوليس وايي په چا چې مقدمه درج کړل شوې لا نيول شوي نه دي.

د پېښور پوهنتون د شخړو د هواري د څانګې پخوانی مشر جميل چترالي وايي، داسې مقدمې وړاندې نه دي ليدل شوي چې هندوانو او سيکهانو د يو بل پرضد کړي وي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل دا مقدمه د دې خبرې غمازي کوي چې په پاکستان کې روانې مذهبي سخت دريځۍ په دې ټولنه کې د هر مذهب په خلکو اغېزې کړي دي او دلته د هر مذهب منونکی د خپل مذهب د تشخص په ځای ساتلو دپاره هر انتهاي ګام پورته کوي.

هغه وويل دا ژوندی مثال دی چې سیکهانو د هندوانو پرضد مقدمه درج کړې ده.

په پاکستان کې وخت په وخت داسې خبرونه مخې ته راځي زياتره د لږکيو پرضد د مذهب د سپکاوي تورونه لګي او مقدمې درج کول کيږي.

د مذهب د سپکاوي د قانون په اړوند د بشري حقونو ډلې ځینې داسې پوښتنې هم راولاړوي چې دا ماده خلک د شخصي دښمنو دپاره کاروي.

وخت په وخت په پارلیمان کې موجود قانون جوړؤنکي هم په دغه اړوند څرګندونې کوي خو په ښکاره ډول څوک هم په دې قانون خبره نه کوي.

د رادېش سينګهـ ټوني په وېنا په خېبرپښتونخوا کې نزدې ۱۵ زره سيکهـ مذهب منونکي دي او په ټول پاکستان کې دا شمېره تر ۴۰ زرو رسيږي.

په پاکستان کې د شمارياتو د محکمې ترمخه په ملک کې د هندوانو شمېره درې اعشیاريه شپږ ملينه ده.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG