د سند ملت پاله تنظيم جيئی سند قومي محاذ اريسر ګروپ چې د پاکستان حکومت د دوه نورو تنظيمونو سره لاقانونه ګرځولی، د دې تنظیم مشر اسلم خېر پوري وايي دوی د خپلو حقونو دپاره د عدم تشدد د لارې په پرامنه ډول مبارزه کوي.
لاقانونه ګرځول شوې ډلې
د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د نېکټا د وېب پاڼې ترمخه په ملک کې د ترهګرۍ د مخنيوي د اېکټ ۱۹۹۷م لاندې په اوومه می، جيئی سند قومي محاذ اريسر ګروپ ( جسقم – ای)، سندو دېش ريولوشنري ارمي (اېس ار ای) او سندو دېش لبرېشن ارمي (اېس اېل ای) د لاقانونه ډلو په نوملړ کې شامل کړي دي.
جيئی سند قومي محاذ اريسر ګروپ
د جيئی سند قومي محاذ اريسر ګروپ مشر اسلم خېر پوري وايي "دوی د سندي ملت پاله مشر جي اېم سيد (غلام مرتضی سيد)، ګاندهي او عبدالغفار خان (باچا خان) د عدم تشدد د لارې د خپلو حقونو دپاره سياسي مبارزه کوي او د هغوی پېروکار دي ترهګري يې په ذهن کې نشته".
وی او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل د اوږدې خاموشۍ وروسته دوی "د تېر کال راهسې دوی بيا خپله سياسي عملي مبارزه پېل کړه او هسې خو دوی د سند د ازادۍ دپاره مبارزه کوي خو د دوی پينځه غوښتنې دي چې پکې د ۱۹۵۴ نه وروسته سند ته راغلي نور خلک بې دخله کول، په دریای سند نور ډېمونه نه جوړول، د سند په معدني وسايلو د دوی حقونه منل او د بې درکه خلکو خوشي کول يا عدالتونو ته وړاندې کول شامل دي".
هغه وايي "دوی د مذهبي ترهګرۍ پرضد هم غږ پورته کړی ځکه د دوی (ریاست) دغه غوښتنې خوښې نه شوې او د دوی د غږ کولو غلي کولو هڅه شوې خو دوی په نړيوال ضمير او بشري حقونو غږ کوي چې د جي اېم سيد په منونکو بندېز د پوهې نه بهر دی".
دا ډلې ولې لاقانونه ګرځول شوي؟ د ځايي ميډیا رپوټونه
د پاکستان دې نيوز ورځپاڼه په خپل رپوټ کې وايي سرچينو ورته ویلي استخباراتي ادارو د کورنيو چارو وزارت ته ويلي د سندو دېشن ريولوشنري ارمي (اېس ار ای) او سندو دېش لبرېشن ارمي (اېس اېل ای) ډلې په سند او بلوچستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې ککړې دي او جسقم – ای د دوی سیاسي مرسته کوي.
په رپوټ کې د يوې بلې سرچينې له قوله ويل شوي چې دا تندلارې ډلې د چين- پاکستان اقتصادي راهدارۍ ته ګواښ دي.
د جسقم – ای د نورو تندلارو ګروپونو سره اړيکې
اسلم خېر پور وايي "ازادي خوښوونکي ضررور دي ازادي غواړي خو د ترهګرۍ په لاره يې نه غواړي، د اولس په مرسته او عدم تشدد د لارې مهذبه مبارزه کوي يو کال دوی مظاهرې وکړې خو هيڅ قسمه تشدد یې نه دی کړی د دغو مظاهرو ټولې ويډيوز موجودې دي".
جسمم او نورې لاقانونه ګرځول شوې ډلې
له دې وړاندې په کال ۲۰۱۳م کې يو بل تنظيم جيئی سند متحده محاذ (جسمم) هم لاقانونه ګرځول شوی، کوم تنظيم چې په سند کې د څو چاؤدنو زمه واري منلې او ويل کيږي د دې تنظيم د بلوڅ بېلتون غوښتونکو سره اړیکې دي.
په پاکستان کې د ترهګرۍ پرضد قامي ادارې (نېکټا) په وېب پاڼه خپور نوملړ کې دا وخت په هېواد کې۷۶ ډلې لاقانونه ګرځول شوي دي چې زياتره پکې مذهبي تندلارې ډلې شاملې دي.
د څيړونکو په نظر سندي ملت پاله تنظيمونه
د سياسي چارو کار پوهه او په سند کې "د سولې د مرکز او ټولنې (سنټر فار پيس اېنډ سوسايټي) " مشر جامي چانډيو وايي، "که کومې مذهبي يا فرقه ډلې چې په غېر قانونه هلو ځلو او ترهګرۍ کې ککړې دي نو د هغو توک جوړيږي چې لاقانونه وګرځول شي خو جسقم اريسر داسې کوم تاريخ نه لري او په سياست کې یې کوم تشدد نشته او غېر ائيني هلې ځلې نه کوي ځکه هغه حېران دی چې حکومت څنګه دا ډله غېر قانونه وګرځوله".
وي او ای ډيوه سره په خبرو کې د جسقم اریسر د سند د ازادۍ غورځنګ په اړه هغه وويل "دا د دې ډلې يو نظر دی خو که دا ډله د خپل هدف دپاره د تشدد لار يا غېر ائيني او غېر قانونه لار نه خپلوي نو په پرامنه ډول مبارزه د دوی حق دی".
بيا د پرامنه ډلو دغه ډول لاقانونه ګرځول څه معنی لري يا رياست ولې داسې کوي؟ دې پوښتنې ته په ځواب کې نوموړی وايي" پوښتنه هم دا ده چې په عدم تشدد يقين لرونکې او پرامنه ډلې د نورو سره ولې يو ځای کول کيږي هغه په دې نه دی پوهه".
چانډيو وايي "د هغه په نظر په پاکستان کې دا وخت په ټول ملک کې د اظهار رایې ازادي او سياسي هلې ځلې ډېرې د مصلحت (compromised) ښکار کړی شوي او دا يواځې د جسقم - ای خبره نه ده په ټول ملک کې داسې نظريه جوړول کيږي چې په ټوله کې بنیادي حقونه د مصلحت سره مخ کړی شوي او دا سم کار نه دی".
هغه زیاته کړه که د اظهار رایې ازادۍ او سياسي هلې ځلې نه وي نو بيا په ملک کې جمهوريت د څه دی او که څوک په يواځې سر يا ډله د ائين او قانون سرغړونه کوي بايد هغه د قانون منګولو ته راوستی شي، نه چې سياسي لارې وتړل شي.
د سياسي چارو کار پوهه ډاکټر توصيف احمد خان هم وايي د اريسر ډله تاريخ پرامنه پاتې شوې خو دا چې د انتهاپسندو ډلو سره يو ځای کول کيږي، دا حېرانوؤنکي خبره ده.
هغه وايي دغه ډول يو اړخيزه بندېزونه لګېدل د بنیادي حقونو سرغړونه ګڼل کيږي بايد په داسې حالاتو کې قانوني تقاضې پوره کړی شي دغه ډول مسلې بايد عدالت ته يوړل شي نه چې د کورنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې فېصله واوروي.
جسقم اریسر ډله
د راپورونو ترمخه د جي اېم سيد وروسته عبدالواحد اريسر د جيئی سند غورځنګ دوېم مخکښ مشر ؤ څوک چې په کال ۲۰۱۵ کې په حق رسېدلی هغه د جي اېم سيد د مړینې وروسته د ون يونټ مخالفه وېشل شوؤ (ازادي خوښوؤنکو) سندي ډلو د جيئی سند محاذ نومې تنظيم بنیاد اېښودی او مشر يې ټاکل شوی ؤ خو په کال ۲۰۰۷م کې هغه بيا خپله ډله جوړه کړې وه.
ويل کیږي هغه د پوځي امرانو ايوب خان، ضياالحق او مشرف ترڅنګ د ذوالفقار علي بهټو او نوازشريف په وختونو کې هم په جېلونو کې بندي کړی شوی ؤ. د هغه په اړه ويل کيږي د ۲۴ نه زيات کتابونه ليکلي چې پکې د نيمې پورې کتابونو باندې بندېز دی.
جي اېم سيد او د هغه جيئی سند قومي محاذ
راپورونه وايي جي اېم سيد په کال ۱۹۴۳ کې د برتانيې په حکومت کې په سند اسمبلۍ کې د پاکستان دپاره قرارداد وړاندې کړی خو وروسته په قرارداد پاکستان کې سنديانو ته د خپلواکۍ نه ورکولو، سندی ژبه د پامه غورځولو او ون يونټ سره د مخالفت کولو او هند څخه راغلو خلکو په سند کې په ابادولو د مخالفت په سر د پاکستان مخالفه ګرځول شوی ؤ.
ويل کيږي په کال ۱۹۷۱م کې چې مجيب الرحمان د بنګله دېش نعره ووهله نو جي اېم سيد د سندو دېش غږ پورته کړی ؤ. خو د هغه په ژوندانه د هغه ډله بيا څو ځايه وېشل شوې او د هغه د نعرو لاندې ترې نورې ډلې ترې جوړې شوې وې.