لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ارګ وایي طالبانو امریکا سره سیاسي ژمنه ماتې کړې ده


صدیق صدیقي په کابل کې  د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، چې طالبانو تراوسه هم له تاوتریخوالي لاس نه دی اخیستی او دغې ډلې له امریکا سره سیاسي ژمنه ماته کړې.

افغان حکومت خبرداری ورکړی چې نړیوالې ټولنې او افغانانو طالبان تر ذره بین لاندې نیولي او د دغه ډله د افغانانو او نړیوالې ټولنې تر انتقاد لاندې ده.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، چې طالبانو تراوسه هم له تاوتریخوالي لاس نه دی اخیستی او دغې ډلې له امریکا سره سیاسي ژمنه ماته کړې.

ښاغلی صدیقي خبرداری ورکړو چې د سولې په بهیر کې د بندیانو د خوشې کولو بحثونه د حکومت د کمزورۍ په معنی نه دي او طالبان باید ځانونه ګټونکي ونه بولي

هغه وویل که څه هم افغان حکومت طالبان د تاوتریخوالي کمښت او مذاکراتو ته رابولي، خو خبرداری هم ورکوي، چې د دغې ډلې د غړیو هر ګام د نړیوالې ټولنې او افغان حکومت تر ذره بین لاندې دی.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، چې د افغانانو او نړیوالې ټولنې د انتقاد ګوته طالبانو ته ده.

صدیقي وايي" موږ طالبان ازاد کړل، څو دغه ډله له جګړې لاس واخلي، خو یادې ډلې تاوتریخوالي ته دوام ورکړی، د سولې په پروسه کې یې ژمنې کمې دي، طالبان د افغانانو او نړیوالې ټولنې تر ذره بین لاندې دي او د دغې ډلې هر ګام به څېړي او څاري یې"

نوموړي ټینګار وکړو چې طالبان باید دغه هڅې د افغان حکومت د کمزورتیا په معنی ونه ګڼي او د جګړې په ډګر کې هم ځان ګټونکي ونه وبولي.

ښاغلي صدیقي وویل چې طالبان باید د سولې فرصت له لاسه ورنه کړي او د دغې ډلې له خوا باید د مذاکراتو لپاره شرایط مطرح نشي.

په ورته وخت کې اروپايي ټولنې له ځنډ پرته د بین الافغاني خبرو په پيل ټینګار کړی، اوس افغان حکومت وايي، چې د دوی له لوري په دې برخه کې ټولې ژمنې عملي شوي او طالبان د سولې په وړاندې په خپلو ژمنو کې سستي کوي.

تردې مهاله دواړې خوواوې په یو بل باندې د تاوتریخوالي د زیاتیدو او د سولې په پروسه کې د خڼډ جوړولو تورونه پورې کوي خو سیاسي شنونکي وایي امریکا باید د سولې هوکړې پر ژر تطبیق کار وکړي ، ترڅو تاو تریخوالی کم او خڼډوڼه یوې خواته شي.

د سولې او پراختیا بنسټ رییس، او سیاسي شنونکي زمان ګل دهاتي امریکا غږ ته وویل ،چې امریکا دې هڅه وکړي او په دواړو لورو دې فشار راولي، چې ژر توافقنامه تطبیق کړي، ترڅو له یوې خوا هغه خواوې چې غواړي توافقنامه تطبیق نشي د دوی مخه نیول شوي وي او له بلې خوا روان شدید جنګ ودریدلی وي .

دهاتي وايي ،چې په سیمه کې هم داسې ډلې شته ،چې غواړي د توافقنامې ټکي زیانمن کړي او په ټاکلي وخت سرته ونه رسیږي .

خو د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد بیا د افغان حکومت د یادو څرګندونو په جواب کې پر ټویټر لیکلي، طالبانو هغه ژمنې چې له امریکا سره یې په سیاسي هوکړه کې کړې، عملیې پرې کړی او له افغان حکومت سره یې ژمنې نه درلودې.

مجاهد وايي، چې امریکا د سیاسي هوکړې ځینې برخې تر پښو لاندې کړې، خو اوس هم هڅې پر دې دي، چې له دې ټولو سره بیا هم هوکړه مثبت لور ته حرکت وکړي.

مجاهد زیاته کړي، چې افغان حکومت هڅه کوي، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ لاسلیک شوې سیاسي هوکړه له ناکامي سره مخ کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG