لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران پولیسو هغه افغانان نیولي چې په تهران کې یې د طالبانو بیرغ اوچت کړی


واشنګټن ــــ په ایران کې یو شمېر هغه افغانان پولیسو نیولي چې د پایتخت تهران په یوه پارک کې یې د لوی اختر په مهال د افغان طالبانو بیرغ نیولی او له هغوی سره د ملاتړ په توګه په افغانستان کې لنډمهالې ډزبندي لمانځي.

د ایران د سرکاري خبري ادارو ایسنا او مهر نیوز د خبر له مخې د تهران د پولیسو مشر علي ذوالقدري یوه ډله کسان په دې تور نیولي چې وایي د تهران په ملت پارک کې یې له طالبانو سره د ملاتړ په توګه د هغوی بیرغ اوچت کړی او بیا یې دغه عکسونه پر ټولنیزو رسنییو خپاره کړي‌ دي.

د ایراني رسنیو د خبر له مخې دغه ټول کسان چې په دې پارک کې را غونډ شوي او له طالبانو سره یې ملاتړ څرګند کړی نیول شوي چې وایي په هغوی کې د محمد عارف احمدي په نوم تن هم شامل دی چې پر ټولنیزو رسنیو فعال دی او دغه عکسونه یې خپاره کړي‌ وو.

د پولیسو مشر علي ذوالقدري وایي دغه ټول کسان په ایران کې مېشت افغان کډوال دي چې وایي اوس د دوی په ولکه کې دي او له دوی څخه پلټنې روانې دي، چې ایا دوی خو به له طالبانو سره اړیکې نه لري.

دغه عکسونه د تېرې شنبې- خالي په ورځ پر ټولنیزو رسنیو خپاره شوي وو، چې په افغانستان کې د لوی اختر دویمه ورځ وه او بیا ډېر ژر دومره مشهور شول چې ګڼ شمېر خلکو د ایران پر حکومت نیوکې پیل کړې.

افغان طالبانو په دې اړه له تبصرې کولو ډډه کړې ده، خو افغان حکومت د اګست پر 3مه له تهرانه غوښته چې د طالبانو په ملاتړ پروپیګنډې څخه دې لاس واخلي.

کابل ته د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سید عباس عراقچي په ایران کې د طالبانو له شته والي انکار کړی او وایي چې طالبان هلته نه کوم دفتر لري او نه یې هلته فعالیت شته، خو په وروستیو کې یې ایران ته د ځینو طالب مشرانو له سفره انکار نه دی کړی.

په ایران کې دغه افغانان په داسې وخت کې نیول شوي چې پرون د ګل- دوشنبې په ورځ پر ټولنیزو رسنیو یو عکس زیات خپور شوی، چې د افغان طالبان بیرغ پر یوه موټر لګېدلی او پر موټر د طالبانو مونوګرام هم جوړ دی. په موټر کې شاته او مخته تر لسو زیات کسان ناست لیدل کېږي او دعوه کېږي دا د کوږک تر ګړنګ چیک پوسټ د تېرېدو په حال کې دی او د سړک له غاړې د پاکستان بیرغ هم پر یوه وړه کوټه جوړ لیدل کېږي.

تر دې مخکې هم په بلوچستان کې وار په وار د افغان طالبانو په ملاتړ په مظاهرو کې د هغوی بیرغ اوچت کړل شوی دی خو تر اوسه داسې څه خبر نه دی ورکړل شوی چې پاکستاني پولیسو دې د افغان طالبانو په ملاتړ څوک نیولي وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG