لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قاضي فایز عیسی: قاضیان او پوځ د هیڅ قانون له مخې د جایداد اخیستلو حق نه لري


واشنګټن ــــ د پاکستان د سپریم کورټ مشهور قاضي جسټس فایز عیسی وایي نه د پاکستان آیین او نه هم کوم قانون دا حق ورکوي چې قاضیان یا د پوځ‌ مشران دې د جایداد لپاره پلاټونه یا د مځکې یوه ټوټه تر لاسه کړي.

قاضي فایز عیسی د پنجشنبې- زیارت په ورځ دا څرګندونې هغه وخت وکړې چې د مرکزي حکومت له خوا د اسلام اباد په ایف-14 او ایف-15 سیمو کې د سرکاري ملازمینو لپاره د کور جوړولو د سکیم ختمولو په اړه د اسلام اباد هایکورټ د پرېکړې په ضد د مقدمې اورېدنه کېده.

سپریم کورټ د اسلام اباد هایکورټ د پرېکړې په ضد فیصله وکړه او دا پرېکړه 90 مخه ده چې په کې قاضي فایز عیسی 27 مخه اضافي څرګندونې کړې دي او په برخه کې یې لیکلي دي:

"مځکنی، سمندري او فاضي پوځ یا د دوی تر دایره لاندې بل هر پوځي ځواک د اوسېدو، کښت کروندې او تجارتي مځکې د اخیستلو حق نه لري".

د قاضي عیسی د دغو څرګندونو په اړه د پاکستان پوځ یا حکومت تر اوسه څه نه دي ویلي. د پاکستان د سیاسي چارو څېړونکی پروفیسر پروېز هودبای وایي دا ښه خبره ده چې د سپریم کورټ قاضي په قانوني توګه د پوځ او ججانو لپاره د مځکې پر اخیستو اعتراض کړی دی:

"په پاکستان خو چې څوک زورور دی د هغه خبره چلېږي، خصوصاً پوځ خو له ډنډې کار اخیستی چې په نتیجه کې یې هغوی غټې غټې مځکې اخیستې دي، جرنل راحیل شریف ته 93 ایکړه مځکه ورکړل شوې وه، د پاکستان ولس خو د هغوی په وړاندې ځانونه بېوسه ګڼي".

قاضي فایز عیسی د پوځ لپاره د مځکې نه اخیستلو خبره په داسې وخت کې کړې چې په پاکستان کې د اپوزیشن ګوندونو له خوا پر پوځ او مرکزي حکومت نیوکې زیاتې شوې دي، چې له کبله یې د ځینو سیاستوالو په ضد مقدمې هم درج شوې دي.

په دې سرکاري سکیم کې فعاله او ریټایر سرکاري افسرانو، د مرکزي وزارتونو ملازمینو، د سپریم کورټ او د ټولو هایکورټونو قاضیانو او نورو چارواکو ته مځکې ورکول کېدې چې سپریم کورټ ورباندې اندېښنه څرګنده کړې ده. قاضي فایز عیسی پخپلو اضافي څرګندونې کې یوه پخوانۍ واقعه ذکر کړې ده:

"جنرل ګرېسي (1894- 1964م کال) چې د پاکستاني پوځ مشر وو نو ایوب خان ترې د مځکې غوښتنه کړې وه او هغه ورته انکار کړی وو، حیراني ده چې یو برتانوي افسر د دې ملک مځکه د همدې خاورې له بچي و ژغورله".

قاضي فایز عیسی ویلي هیڅ یوه اعلی سېول یا پوځي چارواکي ته باید تر یو پلاټ زیاته مځکه نه ورکړل شي او نه یې هغوی اخیستلای شي، وایي هیڅ یوه اداره، تنظیم یا سرکاري محکمه- چې د حکومت له خوا چلېږي- چاته د مځکې دویم یا اضافي پلاټ نه شي ورکولای، وایي وزیراعظم عمران خان هم له ځانګړي قانوني فرمان پرته د مځکې ورکولو اجازه نه لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG