لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکایي کمېشن:پاکستان دې دشیعه ګانو اؤ نورو لږکیو په ضد دتاؤ تریخوالي مخه ونیسي


په نړيواله کچه د مذهبي ازادې لپاره کار کونکي امريکايي کمیسیون په خپل بيان کې ويلي چې د شيعه اقلیت پرضد د ډله ايز تشدد خلاف سخت او کوټلي ګامونه پورته کول پکار دي.

کمیسیون وايي دپاکستان حکومت دخپلو ټولو وګړو او په ځانګړ ې توګه د هغه اقليتونو د ژوند او حقونو د ساتنې ذمه وار دی چې د مذهب د سپکاوي د ستغو قوانینو نخښه ګرځېدی شي.

د مذهبي ازادۍ لپاره د امریکا خپلواکه کمېشن په خپل بيان کې دا هم ویلي ضروري شوې ده چې د پاکستان حکومت د مذهب د سپکاوي قانون ختم کړي او تر څو چې داسې نه کېږي نو باید چې دا قانون د ضمانت قابل جوړولو لپاره اصلاحات وکړي.

د امریکا د کمېشن بېان د پاکستان د بشري حقونو د خپلواکه کمیسیون اېچ ار سي پي د رپورټ په اساس وايي د تېر اګست په میاشت کې د شيعه لږکیو پرضد د مذهب د سپکاوي يوازې څلوېښت مقدمې درج کړی شوې دي.

د رپورټ له مخې له دې مخکې د ستمبر په مىاشت کې د چارسدې ضلعې 61 کلن معروف ګل او د هغه په کورنۍ پاریدلو خلکو حمله کړې وه چې ورسته پوليسو د مذهب د سپکاوي په تور کې ونیولو.

د پاکستان د مذهبي چارو د وزارت ترجمان عمران صدیقي ډيوه سره خبرو کې په نړيوال کچ د مذهبي ازادۍ لپاره د امریکا د خپلواک کمیسیون بېان رد کړو او وئ ویل چې په پاکستان کې د لږکیو حقونه تر بل هر ځائ زيات خوندي دي.

هغه وايي د بشري حقونو تر ټولو زیاتې سرغړونې امریکا په خپله کوي او په امریکا کې د تور پوستو سره بد او ناوړه چلند کېږي.

د پاکستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون اېچ ار سي پي غړې او پخوانۍ مشره زهره يوسف ډيوه سره خبرو کې د مذهبي چارو د وزارت دا بیان ردوي چې ګنې پاکستان کې لږکي محفوظ دي.

هغه وايي که دلته اقليتونه خوندي وی نو په تېرو څو میاشتو کې به د احمدي لږکیو څلور تنان د عقيدې په بنياد په پېښور کې نه وژل کېده.

زهره يوسف وايي خبره تر دې رارسېدلې چې تش د مذهب د سپکاوي په قانون کې د اصلاحاتو په غوښتنه هم د مذهب د سپکاوي تور لګول کېږي.

د پاکستان په تعزيراتو کې د مذهب سپکاوی يو سنجيده جرم ګڼل کېږي او د قانون لاندې ددې جرم د ارتکاب کونکي لپاره د مرګ سزا اېښودلې شوې ده، خو تر نن پورې ددې قانون په اساس چاته د مرګ سزا نه ده ورکړل شوې ولې راپارېدلي خلک اکثر له د مذهب د سپکاوي په تور تورن تن په خپل سر وژني.

د يورپي يونين د اېشيا د مطالعې فاونډېشن د کال 2020 په خپل راپور کې وايي چې د مذهب د سپکاوي د مقدمې پېل کېدو مخکې د پاکستان دننه په دغه تور تورن 70 کسان وژل شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان ايمنسټي انټرنېشنل ترمخه پاکستان کې اکثره د مذهب د سپکاوي قانون د غريبانو، شيعه او احمدي لږکیو پرضد کارول کېږي.

پاکستان يو سني اکثريتي هېواد دی او شيعه لږکي د ټولې ابادۍ 15 فيصدى برخه جوړېږي او دا طبقه زياتره د سني سخت دریځو د بريدونو نخښه هم ګرځي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG