لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قاضي فایز عیسی مېرمن وایي عمران خان د خپلو زامنو په نوم بهر اثاثې لري


اسلام اباد ــــ د پاکستان د وزیراعظم عمران خان په ضد د سپريم کورټ د جسټس قاضي فایز عيسی د ښځې تورونه دوام لري. سرينا عيسی سپريم کورټ ته په ورکړي یو بل خواست کې تور لګولى چې عمران خان هغه وخت د خپلو زامنو په نوم اثاثې پټې کړې وې چى دوی لا نابالغه وو.

سرينا عيسی د اعلى عدالت څخه په دغه تور د عمران خان په ضد د کاروايي او له خپلې څوکۍ د هغه د لرې کولو غوښتنه کړې ده.

سرینا عيسی تر دې وړاندې هم په وزير اعظم عمران خان باندې تورونه لګولي وو، چې وایي له سرکاري ادارو ناوړه کار اخلي او د هغه په کورنۍ یې د جاسوسي تور هم لګولی وو.

سږ کال د جون په مياشت کې سپريم کورټ د هيواد د صدر عارف علوي له خوا د قاضي فایز عيسی په ضد په لندن کې د پټو جایدادونو لرلو په تور د قضيې د منظورۍ پرېکړه غېرقانوني ګرځولې وه او په دې اړه یې د صدر علوي په کردار سخت ټکونه کړي وو.

خو بیا عدالت د دغې فيصلې د لارى د محصولياتو مرکزي ادارې ته د فایز عيسی د ښځې او زامنو نه په لندن کې د هغوی د ملکيتي جایداد د مالي سرچينو په هکله د پلټنو امر هم جاري کړى وو.

حکومت مخالفه مسلم ليګ نواز ګوند له وړاندې نه د پاکستان په پوځ او اعلى عدليه باندې د عمران خان سره د بې ځايه مرستو تورونه لګوي.

د سپريم کورټ له خوا په خيبر پښتونخوا کې د اربونو ونو لګولو د منصوبې په شفافيت باندې اندېښنو ته په غبرګون کې د مسلم ليګ نواز ګوند مرستيالې مشرې مريم نواز ويلي، بيا هم عمران خان ته ايمانداره ويل کيږي.

د هيواد په کچه د وکيلانو د تنظيم پاکستان بار کونسل مرستيال مشر عابد ساقي د سرينا د خواست د ملاتړ تر څنګ دا غوښتنه هم کوي چې سپريم کورټ دې د پخواني وزير اعظم نواز شريف او ناست وزير اعظم عمران خان له اثاثو سره تړلو قضيو ته په يوه سترګه وګوري.

عابد ساقي وى او اې ډيوه ته ويلي، د سرينا عیسى په خواست دى سپريم کورټ د خپلو قانوني اصولو په بنیاد د عمران خان د اثاثو د پلټنو لپاره هغسې ګډ ټيم جوړ کړي څنګه چې یې د نواز شریف د اثاثو په معامله جوړ کړی وو او که بيا د عمران خان جرم ثابتېږي نو اعلى عدالت ته پکار دي عمران خان لرې کړي.

په 2017م کال کې سپريم کورټ د هغه وخت وزير اعظم نواز شريف په اماراتو کې د خپل زوی له ملکيتي کمپنۍ نه د تنخوا اخیستو او په ګوشوارو کې د پټولو په تور نااهله ګرځولى وو.

بل اړخ ته په مرکز کې واکمن تحريک انصاف ګوند د فایز عيسي د کورنۍ تورونو ته نېغ په نېغه له غبرګونه ډډه کوي او د جسټس عيسي د کورنۍ د پلټنو عمل عدالتي پرېکړه ګڼي.

د قانون مرکزي وزير فروغ نسيم وايي د سپريم کورټ د پرېکړو په ضد حکومت نه خو د فایز عېسی پلوي وکيلانو او د هغه کورنۍ د بيا کتنې خواستونه کړي ډي او فروغ نسيم دا د حکومت په ګټه بولي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG