لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین هغه رپوټونه ردوي چې د سیپېک لپاره له پاکستان سره د مالي مرستو ژمنې نه پوره کوي


واشنګټن ــــ د چين د باندنيو چارو وزارت وياند ويلي د کرونا وایرس او په نړيواله کچه د خرابو معاشي حالات باجود پاکستان چين اقتصادي پروژه د کاميابۍ په لوري روانه ده او په دې کې د سرمايه کارۍ شرحه هم زياته شوې ده.

په نړيوالو مطبوعاتو کې د خپرو شویو رپوټونو تر مخه په پاکستان باندې پور او د هيواد د کمزوري معیشت له امله چين د اقتصادي پروژې په اړه د پاکستان لپاره اعلان کړو مالي مرستو د ژمنو نه په شا کيږي.

مطبوعات وايي د سي پيک د لاندې په 122 پروژو کې تر اوسه 23 سر ته رسېدلې دي.

د نړيوالو مطبوعاتو ترمخه چين په دې هم اندېښنې لري چې په پاکستان د قرضو حجم ورځ تر ورځه زياتيږي چې له امله یې په راتلونکي کې د هيواد د معاشي بحران سره مخ کېدو ويره ده ځکه اوس چين د اقتصادي پروژو په اړه د خپلو ژمنو نه لاس اخلي.

خو مطبوعاتي بريفنګ ته په وينا کې د چين باندنيو چارو وزارت وياند دغه خبرونه په بشپړه توګه رد کړي دي او دا یې بې اساسه ګرځولي دي.

په پاکستان کې د واکمن تحريک انصاف ګوند د ملي اسمبلۍ د سي پيک په اړه قایمه کمېټۍ مشر شېر علي ارباب وايي، چين تر اوسه د اقتصادي پروژې لاندې د سرمايه کارۍ، قرضو او مالي مرستو د لارې له 25 نه تر 30 اربه ډالر لګولي دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې شير علي ارباب ويلي پاکستان غواړي د سي پيک سره تړلې ايم ايل ون يا په ګرد هيواد کې د اورګاډي پټلۍ د غبرګولو او پرمختيا پروژې لپاره د چين نه په نرمو شرطونو او لږ سود باندې پور تر لاسه کړي.

نړيوال مطبوعات وايي چين د ايم ايل ون پروژې لپاره په یو فيصدي سود باندې قرضې ورکولو د پاکستان د سپارښتنې له منلو نه هم انکاري دی. د پاکستان حکومت به د ايم ايل ون پروژې لپاره 90 فيصد رقم د چين نه پور اخلي.

د مخالفه مسلم ليګ نواز ګوند د ملي اسمبلۍ د رېلوې قایمه کمېټۍ مشر محمد معين وټو په مرکزي حکومت باندې په ايم ايل ون پروژه کې د بې غورۍ تورونه لګوي او وايي حکومت ددغې پروژې د عملي کېدو او د مالي سرچينو په هکله د دوی پوښتنو ته په ځوابونو کې ناکامه دی.

معين وټو وي او اې ډيوه ته ويلي د پاکستان اقتصاد د وړاندې نه کمزورى دى او په دې حالاتو کې په زيات نرخ د چين نه پور اخیستو سره به د ايم ايل ون د عملي کېدو او ګټور ثابتېدلو امکانات له نشت سره برابر وي.

يو کال وړاندې د امريکا د سويلي ايشيا لپاره د هغه وخت ځانګړې سفارتکارې ايلس ويلز د سي پيک پروژې لپاره د چين نه په سختو شرطونو قرضه اخیستو په سر نيوکو ته غبرګړن کې د پاکستان حکومت دا رد کړې وې.

د پاکستان د باندنيو چارو وزارت د هغه وخت وياندې عایشه فاروقي ويلي وو د دغې پروژې لپاره پاکستان 4.9 اربه ډالر پور اخیستى کوم چې په پاکستان باندې د ټول پور تر 10 فيصده هم لږ جوړېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG