پېښور ــــ ځايي خلک وايي د چارشنبې- شورو په ورځ د خېبر پښتونخوا د کرک ضلعې په ټيري سيمه کې د هندو مذهب لرونکو د عبادت ځای او د مذهبي پېشوا زيارت سوځول شوی دی. د هندو مذهب لرونکي وايي دا د دوی تاريخي او مقدس مذهبي ځای وو.
د کرک پوليسو پېښه تایید کړې ده او د پېښې مقدمه یې درج کړې ده، خو وي او اې ډيوه ته يې د نور تفصيل ويلو نه ډډه کړې ده.
د پاکستان د بشري حقونو وفاقي وزيرې شېرين مزاري په ټويټر پېښه غندلې او صوبايي حکومت ته يې امر کړی چې په پېښه کې ککړ کسان د قانون منګولو ته وسپاري:
"د حکومت په حیث دا زموږ ذمه واري ده چې د ملک د ټولو وګړو او د عبادت د ځايونو حفاظت وکړو".
په ټولنيزو رسنيو خوره شوې يوه ويډيو کې ليدل کيږي چې په سلګونو خلک د مندر وداني ورانوي او د "الله اکبر" نعرې وهي. يو ځايي تن وي او اې ډيوه ته د نوم نه څرګندولو په شرط وويل "د مندر خوا کې د نوې ابادۍ په ضد ځايي خلک د مذهبي علماوو په مشرۍ احتجاج ته راوتلي وو او چې را وپارېدل وداني یې ونړوله او ځنې ځايونو ته يې اور هم واچاوه ".
د کرک ځايي خبريال اسحاق خټک وي او اې ډيوه ته وويل، د دوی د معلوماتو تر مخه د مندر پخوانۍ وداني نه ده ورانه کړی شوې خو چې کومه نوې ابادي جوړه شوې وه او ځايي خلک يې په مخالفت کې احتجاج ته راوتلي هغه برخه يې ورانه کړی شوې ده.
خو د مذهبي همغږۍ کمېټۍ د هندو مذهب لرونکي غړي او ټولنيز فعال هارون سربديال وايي د مندر ډېره برخه ورانه کړی شوې ده. نوموړي وويل دا د دوی د مذهبي پېشوا زيارت او د عبادت ځای وو، په ورانولو يې د دوی جذبات زخمي شوي او ويره لري چې په سيمه کې موجود نور د عبادت ځايونه يې هم له خطر سره مخ کېدای شي. هارون سربديال وويل:
"په کرک او خواوشا سيمو کې هندو مذهب لرونکي د نشت برابر دي خو د دې ځای زيارت او دلته عبادت له به د خېبر پښتونخوا او د ملک له نورو برخو نه هندو مذهب لرونکي تل راتلل ".
د خېبر پښتونخوا د کلتور وزير شوکت يوسفزي وي او اې ډيوه ته له پېښې څو ساعته پس هم وويل چې له پېښې خبر نه دی او د معلوماتو راټولولو وروسته به ډيوه سره معلومات شريک کړي خو بيا يې ټيلیفون بند راتلو او د وټسپ د لارې ورته شوي پېغام يې د کتو باجود هم نه دی جواب کړی.
په پاکستان کې د 1998م کال د سرشمېرنې تر مخه په پاکستان کې نزدې درې ميلنيه د هندو مذهب لرونکو ابادي ده.
د انګريزي ژبې ورځپاڼې په 2014م کال کې په يو رپورټ کې ليکلي وو، په پاکستان کې 95 فيصده مندرونه د دوکانونو، سکولونو او شاپنګ پلازو په توګه کارول کيږي. په رپورټ کې وويل شوي وو په 428 مندرو کې فقط 20 مندرونه فعاله دي.
همدغې ورځپاڼې ویلي وو په 2019م کال کې وفاقي حکومت د 400 مندرو د بيا فعاله کولو ژمنه کړې وه خو تر اوسه نه ده معلومه چې په دغو کې څومره مندرونه فعاله کړی شوي دي.