لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا کې دوه اعشاريه څلور ميلينونه ماشومان زده کړو نه محروم دي،بلیو وېنز


د بليو وېنز نومې غیر دولتي ادارې دخېبر پښتونخوا مشر قمر نسيم وايي په خېبر پښتونخوا کې نزدې دوه اعشاريه څلور ميلينونه ماشومان د تعليم نه محرومه دي او په دې کې ۶۴ فيصده جينکۍ دي.

کال ۲۰۱۸ کې د حکومتي شمېرو ترمخه يو اعشاريه اته ميلينونه ماشومان د تعليم نه بې برخې وؤ۔

د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د تعليم دقائمه کميټۍ مشر پښتون يار خان وايي دوئ د ماشومانو تعليم پله د راوستو هر ممکن هڅه کوي خو د ټولو ماشومانو سکولونو ته راوستل به وخت وغواړي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې قمر نسيم ویلي د ملاله فنډ په مرسته د دوئ دوه لويې څيړنې روانې دي چې په هغې کې د تعليم نه بې برخې ماشومانو او د جينکو د تعليم لړۍ قطع کولو شمېرې مخې ته راغلي دي.

دقمر نسیم په وینا "د خېبر پښتونخوا په قبائيلي ضلعو کې ۷۰ فيصده زده کوونکې جينکۍ د پينځم ټولګي نه اخوا خپله د تعليم لړۍ روانه نه شي ساتلی او د صوبې نورو ضلعو کې شپيته فيصده جينکۍ داسې دي چې د پرائمري تعليم نه مډل سکولونو ته نه ځي او پاتې څلوېښت فيصده کې شپاړس فيصده داسې جينکۍ دي چې د تعليم لړۍ د نهم جماعت پورې ورسوي او بيا د تعليم حاصلول پريږدي"

قمر نسيم وايي د جينکو تعليم نه دبې برخې کيدو ګڼ شمېر وجوهات دي او په ټولنه يي ژور اثرات پريوځي۔

د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د تعليم دقائمه کميټۍ مشر پښتون يار خان ډيوه ته ويلي د بليو وېنز لخوا دا شمېرې دوئ سره هم شريکې کړی شوي دي، د دوي حکومت هڅه کوي چې د سکولونو نه بهر ماشومان داخل کړي او د جينکو د تعليم قطعه کولو د لړۍ کچه راکمه کړي.

د خېبرپښتونخوا د تعليم وزير شاهرام خان ترکئ تېر کال دتعليم په لړ کې دشوي پرمختګ په اړه يوه ويډيو کې ويلي دوئ په صوبه کې لس زره نوي استاذان بهرتي کړي اؤ د درويشتو زرو نورو استاذانو دبهرتي کولو اشتهار يي کړی دی،

دتعلیم وزیر وایي پينځه سوه سکولونو کې د سولر سسټم لګول شوی او په اتوؤ سوؤ نورو سکولونو کې کار روان دی او دوه سوه او اته څلوېښت نوي سکولونه يي جوړ کړي۔

خو قمر نسيم ډيوه ته ويلي چې صوبائي حکومت د تعليم د بجټ ډيره کمه برخه مصرف کوي چې له امله یې اکثره تعليمي ادارې د بنيادي اسانتياو نه اوس هم محرومه دي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG