لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان لخوا دغلام خان دلارې سوداګرو ته د ټرانزیټي تجارت اجازه ورکړل شوه


قامي اسمبلۍ د تجارت قاېمه کمېټۍ د افغانستان سره د ټرانزټي سوداګرۍ لپاره د شمالي وزيرستان د غلام خان د لارې په رسمي ډول د پرانستو او کارولو اجازت ورکړو.

د تجارت دپاره د قامي اسمبلۍ د کمېټې غړي محسن داوړ ډيوه ته ویلي له دې مخکې د افغانستان سره ټرانزټى تجارت يوازې د چمن او تور خم د لارې کېدو اؤ دغلام خان لاره په ټرانزیټي تجارت کې نه وه شامله.

هغه وایي دا معامله یې مخکې دپاکستان اؤ افغانستان دپارلیماني ملګرتیا د ډلې په غونډه کې هم راپورته کړې وه ځکه چې دا لاره دنورو لارو په پرتله افغانستان سره د ټرانزیټي تجارت تر ټولو غوره، نزدې اؤ اسانه لار ده.

هغه وویل اوس دغلام خان د لارې د ټرانزیټي تجارت په اړه باقاعده اعلامیه خپره کړل شوې ده اؤ تجاران کولی شي چې دغه لارې خپل ټرانزیټي تجارت ته دوام ورکړي.

هغه وایي له دې مخکې دپاکستان اؤ افغانستان دملګرتیا پارلیماني ډلې دتورخم اؤ‌چمن سفرونه کړي اؤ‌ احتمال دی چې راتلونکو ورځو کې به دا ډله دغلام خان سفر هم وکړي.

دپاکستان اؤ افغانستان د ګډې تجارتي خونې یا چیمبر اف کامرس اینډ انډسټریز ډائریکټر ښاغلي زاهد شینواري ویلي دایوه ښه فیصله ده چې له امله به یې ټرانزیټي تجارت نوره وده هم وکړي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه ویلي دغلام خان دلارې ټرانزیټی سوداګرۍ پیل کیدو سره به دتورخم په لاره هم سوداګریز بار کم شي اؤ دا اوس چې څومره په دغه لاره ګاډی دځنډ ښکار کیږي ، داسې به نه کیږي اؤ ګاډی به پخپل وخت منزل ته رسیدلی شي.

هغه وایي ددې لارې پرانستل کیدو سره به اوس تجارتي ګاډو ته وخت اؤ خرچه دواړه بچ کیږي.

شمیرې ښایي چې دا وخت دپاکستان اؤ افغانستان ترمنځ تجارتي حجم یو نیم بیلین ډالره دی خو څېړونکي اؤ سوداګر وایي که دواړه هیوادونه په پولو دتجارت د ودې مخې ته پراته خنډان یا ستونزې لرې کړي نو دا تجارت دا کچه پینځوؤ اربو ډالرو ته رسیدلی شي.

تیرکال د دسمبر میاشت کې د افغانستان یو پلاوی هم دصعنتونو اؤ سوداګرۍ د وزیر نثار احمد غوریاني په مشرۍ اسلام اباد ته تللی ؤ اؤ دواړه لوري هڅه کوي چې دافغانستان اؤ پاکستان ترمنځ موجود د ټرانزټي تجارټ تړون ته بیا کتنه وکړ

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG