په باچا خان پوهنتون د کال 2016م د جنورۍ په 20 ترسره شوي ترهګر بريد کې د وژل شوو زده کوونکو مياندې پلاران اوس هم وايي هغه خلک ورته په ګوته نه کړی شو چې چا دغه بريد کړی او په شا يې کوم لاسونه وو.
په باچا خان پوهنتون کې پينځه کاله وړاندې په ترسره شوي ترهګر بريد کې د وژل شوي زده کوونکي شهزاد خان سپين ږيری پلار وايي، تراوسه ورته چا هم څه ونه ويل چې دغه بريد چا کړی، په شا يې کوم لاسونه وو او چا ته پکې سزا ورکړی شوې که نه ده ورکړی شوې.
په باچا خان پوهنتون د کال 2016م په 20م جنورۍ ترهګر برید شوی چې پکې د پوهنتون د چارواکو په وېنا 14 زده کونکي او د انتظاميې څلور غړي وژل شوي وو او تر 20 زيات ټپيان شوي وو.
د دغه برید زمه واري د تحريک طالبان پاکستان ګيدړ ډلې منلې وه.
د پاکستان پوځ د کال 2018م په 16م دسمبر ویلي ؤ چې په ملک کې جوړو پوځي عدالتونو په 717 قضيو کې 546 فېصله کړي او په دې کې يې 310 ترهګرو ته د مرګ سزا اورولې وه، پوځ ویلي ؤ په دغو سزاوارو کې په باچا خان پوهنتون بريد کوونکي هم شامل وو.
په باچا خان پوهنتون کې نن د وژل شوو په ياد کې غونډه راجوړه شوې چې پکې د وژل شوو زده کوونکو مياندو پلارانو، زده کوونکو او د پوهنتون د عملې غړو هم ګډون وکړو.
د وژل شوي شهزاد خان سپين ږيری پلار فضل ربي وايي يواځينی زوی يې په دغه بريد کې وژل شوی کوم چې د دوی د کورنۍ اسرا وه، خو په ترهګرۍ کې يې دغه اسرا د مينځه لاړه.
وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، نه يواځې چې بچي يې د ترهګرۍ ښکار شو بلکې په دې هم خبر نه شو چې په پوهنتون بريد چا کړی ؤ په شا يې کوم لاس وو.
په پوهنتون کې د استازانو د اتحاديې يو مشر ډاکټر محمد شکيل وايي د دغه ترهګر بريد هدف هم دغه ؤ چې زده کوونکي او دغه علاقه کې د تعلیم نه بې برخې کړي او ځوان کُول چې د دې وطن او خلکو راتلونکی دی هغه په هدف کړی شو خو دوی او زده کوونکو يې حوصلې نه دي ماتې کړي.
هغه وويل که حالات هر څنګه وي دوی به د تعلیم او زده کړو نه په شا نه شي، تعليمي مبارزه به دوامداره ساتي.