اسلام اباد کې دپارلیمان ودانۍ ته مخامخ ډي چوک کې د لادرکه بلوڅانو دکورنیو دغړو احتجاجي پرلت نن په نهمه ورځ هم دوام لري .
په دې احتجاجي پرلت کې که یو خوا د لادرکه بلوڅانو میندې،خویندې اؤ ماشومان په دغه سړک شپې اؤ ورځې سبا کوي نور ورسره دپنجاب فیصل اباد ښار اؤ دپښتونخوا دبیلابیلو سیمو څخه د لادرکه کسانو خپل خپلوان هم ناست دي.
دپنجاب دفیصل اباد ښار څخه دې احتجاجي پرلت له راغلې د راحت محمود بي بي زوئ مدثر نارو چې صحافي اؤ شاعر دی د کال ۲۰۱۸م څخه بې درکه کړل شوی دی .
دهغه مور راحت محمود بي بي ډيوه ته وویل “ زما زوئ یو شاعر اؤ لیکوال دی اؤ څنګه چې یو شاعر اؤ لیکوال څه لږ ډیر رښتیا لیکي نو هغه به هم دغسې لیکل “
هغه وایي که زوئ یې څه جرم کړی وي نو باید چې عدالت ته کړل شي اؤ دهغه جرم سزا ورکړل شي.
پاکستان کې د لادرکه کسانو خپلوان دهغوئ د لادرکۍ تورونه اکثر دهیواد په طاقتور پوځ اؤ اسخباراتي شبکو لګوي خو دپاکستان دپوځ پخواني ویاند میجر جنرال اصف غفور ویلي وؤ هر لادرکه تن په ریاست پسې تړل کیدای نه شي.
هغه ویلي وؤ زیاتره لادرکه کسان د ترهګرو ډلو په لیکو کې شامل شوي چې یا خو وژل شوي اؤ یا هم په افغانستان کې پټ دي.
دې احتجاجي پرلت ته دپېښور شریف اباد سیمې نه ورغلي رضوان الله وي او ای ډیوه ته ویلي دهغه زلمی رور لا درکه دی اؤ پولیس ته نه یې پرله پسې غوښتنې کړې دي که دهغه ورور کومه ګناه کړي وي دقانون مطابق دې سزا ورکړل شي خو که بېګناه وي نو باید چې ښکاره یا پرېښودل شي.
دنوښار دخیشکو سیمې استوګن نصرالله په دې احتجاج کې دخپل لادرکه شپاړس کلن ورور عطاء الله انځور په لاسونو کې پورته کړی ، ډیوه ته یې ویلي چې ورور یې د کال ۲۰۱۳م راهسې لا درکه دی.
هغه وویل عدالت کې منل شوې هم ده چې لادرکه ورور یې داستخباراتي شبکې په ولکه کې دی خو بیا هم هغه نه پرېښودل کیږي.
په دې احتجاج کې شریک خلک وایي حکومت ورته یوازې د قانون جوړولو ډاډ ورکوي خو دهغوئ دکورنیو د لادرکه کسانو دموندنې ژمنې نه کو