لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان افغان کډوالو ته سمارټ کارډونه ورکول پېلوي


د پاکستان حکومت ويلي هغو افغان کډوالو ته سمارټ کارډونه ورکوي څوک چې د وړاندې نه د ملګرو ملتونو د ادارې (يو اېن اېچ سي ار) سره رجسټرډ دي او پاکستان ورته په قانوني توګه د پاتې کېدو کارډونه ورکړي وو.

د رېډيو پاکستان ترمخه د افغان کډوالو دپاره د پاکستان چيف کمشنرېټ، د سېفران وزارت او نادرا به د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) په مرسته د اپرېل د مياشتې څخه د افغان کډوالو ته د سمارټ کارډونو جوړولو عمل پېل کوي.

ويل شوي په شپږ میاشتې موده کې به د سمارټ کارډونو دپاره په تصديقي عمل کې د افغان کډوالو مالومات تازه کولی شي او د هغې به جاج اخستل کيږي.

ويل شوي په دې عمل کې به هغو کډوالو ته سمارټ کارډونه ورکوي د چا سره چې رجسټرېشن کارډونه وو او موده يې د کال 2015 په 31 دسمبر پوره شوې وه.

په پاکستان کې د يو اېن اېچ سي ار وياند قېصر اپريدی وايي، د سمارټ کارډونو جوړولو دپاره به په پاکستان کې 40 مرکزونه جوړول کيږي د کوم اعلان چې به دوی د روانې میاشتې په 15 نېټه وکړي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل بايد رجسټرډ افغان کډوال د اپرېل د لومړۍ نېټې نه په پېلېدونکي تصديقي عمل کې پوره برخه واخلي او خپل ټول مالومات شريک کړي او سمارټ کارډونه ترلاسه کړي.

هغه وويل دا نه ده مالومه چې په سمارټ کارډونو کې به افغان کډوالو ته په پاکستان کې په قانوني توګه د پاتې کېدو دپاره نور څومره وخت ورکړی شي خو دوی هيله لري چې دغه موده د نورو دوه کلونو دپاره وغځول شي.

هغه وويل په پاکستان کې رجسټر افغان کډوالو ته د کال 2020 د جون د میاشتې پورې په قانوني توګه د پاتې کېدو وخت ورکړی شوی وو.

د نوموړي په وېنا په پاکستان کې د يو اېن اېچ سي ار سره 14 لکه افغان کډوال رجسټر دي.

د سرکاري ميډيا ترمخه د نوو سمارټ کارډونو د لارې به افغان کډوالو ته د خپل شناخت ثبوت او تحفظ ترلاسه شي او دوی به وکړی شي چې په اسانۍ سره خدمات ترلاسه کړی شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG