د ښځو د تحريک جوړوونکو ويلي په پاکستان کې هرکال د ښځو لاريون (عورت مارچ) د سختو نيوکو سره مخ کيږي، د دوی وېډيوګانې او ليکونه په نخښه کيږي او د تحريک د بدنامولو لپاره غلط مالومات خپرول کيږي، دوی غوښتنه کړې چې د غلطو ويډيوګانو خپرونکي دې معافي وغواړي.
د پاکستان د بشري حقونو کمېشن اېچ ار سي پي په پاکستانۍ ميډيا کې د ښځو د حقوقو لپاره شوي غورځنګ، عورت مارچ خلاف د کمپاين غندنه کړې او دا کار يې په منظمه توګه د کرکې ډک مهم بللی دی.
په اېکسپرېس ټربيون ورځپاڼه کې چاپ شوي د تحریک طالبان پاکستان په بيان کې د عورت مارچ په جوړوونکو د مذهب د سپکاوي او فحاشۍ د خورولو تور لګول شوی او وايي د عورت مارچ جوړوونکو ته پېغام رسول غواړي چې خپلې طور طريقې سمې کړي ګني دلته داسې ځوان مسلمانان شته چې د اسلام او د الله د ټاکل شوو حدودو په ساتنه او حفاظت پوهيږي.
پرون د جمعې په ورځ مذهبي ډلو د هېواد په ګڼو ښارونو کې د عورت مارچ د جوړوونکو پرضد مظاهرې هم کړې وې. دوی د حکومت څخه د عورت مارچ د جوړوونکو پرضد د مذهب د سپکاوي د مقدمو چلولو غوښتنې کړي دي.
حکومت د طالبانو دهړکو ته لا کوم غبرګون نه دی ښودلې خو د وزير اعظم عمران خان لپاره د بېن المذهبي همغږۍ ځانګړي سلا کار حافظ طاهر اشرفي د عورت مارچ ځينې خبرې د پاکستان د نظريې پرضد ګرځولي دي او وايي د سپکاوي د نعرو د پلټنو لپاره يې د کورنیو چارو وزارت ته وېنا کړې ده.
په اسلام اباد کې د ښځو د حقونو فعاله او د عورت مارچ رضا کاره فرزانه باري ډيوه ته وايي باید چې حکومت دا دهړکې سنجيده واخلي. هغه وايي که حکومت او رياست دا سنجيده وانه خلي نو داسې به رياست خپل قبر ځانله په خپله وکيندي.
هغه وايي د ښځو تحریک په پاکستان کې ورځ تر بلې پياوړی کيږي او د سياسي اسلام پرچار کوونکي له دې تحریک نه ويرېږى.
سخت دریځه عناصر غواړي چې ښځه په کور دننه کښېني او د پدر سري يا د سړي په مشرۍ ټولنه ګېره پاتې شي.
په خېبرپښتونخوا کې د اينډ واېلنس اګېنسټ وممن اېنډ ګرلز الاېنس شريک يا د ښځو پرضد د تشدد مخنيوي د تنظيم مشر قمر نسيم وايي باید چې حکومت د طالبانو دا دهړکې سنجيده واخلي.
نوموړي وي او اې ډيوه ته وویل مونږ وليدل چې په وزيرستان بنو کې ښځې ووژل شوې.
هغه وايي پکار ده چې د ښځو د حقونو لپاره غږ اوچت شي خو چې په کوم ډول چې د عورت مارچ ښځو اواز پورته کړی هغه د هېواد د کلتوري تناظر سره په ډغره کې وو او د هغوى دغه طريقې په لاندې کچه د ښځو د حقوقو نورو فعالينو ژوند هم په خطر کې اچولی شي.
د پاکستان د بشري تنظيم اېچ ار سي پي د کال 2019-20 د رپورټ ترمخه په پاکستان کې هرکال 1000 ښځې د غېرت په نامه وژل کېږي.
د پاکستان د حکومت د کال 2020 د هېلتهـ اېنډ ډېموګرافک يا روغتيا او ابادۍ د سروی د رپورټ ترمخه يواځې په خېبر پښتونخوا کې 53 فيصده ښځې د کورني تشدد ښکار کيږي او راپورونه وايي چې د هېواد دننه 21 فيصده جينکۍ په کم عمرۍ کې وديږي او 2.4 ميلنه ماشومانې جينکۍ دا وخت د تعليم نه بې برخې دي.
د اسلامي نظریاتي کونسل پخوانۍ مشر او مذهبي پوهان ډاکټر قبله اياز وايي دا وخت د ښځو د حقوقو په معامله دواړو فرېقېنو د اعتدال نه تجاوز کړی دی.
نوموړی وايي په دې کې هيڅ شک نشته چې په ټولنه کې د ښځو سره زياتی کيږي، د وراثت، تعلیم او په نورو برخو کې د دوی سره سم چلند نه کېږي. خو د ښځو د حقونو لپاره چې په کوم ډول غږ پورته کیږي هغه د کلتور، ثقافت او مذهبي رواياتو سره سمون نه خوري او داسې شعارونه د ښځو د حقوقو تحریک ته هم نقصان رسوي. او د ښځو د حقوقو مبارزه او مقدمه کمزورې کوي.
د قبله اياز په خبره پکار ده مذهبي خلک هم د ښځو د حقونو په لړ کې خپل اثر رسوخ استعمال کړي او که چري مذهبي خلک د دغو حقونو علمبردار شي نو باور لري چې ازاد خيالو، قدامت پسندو او د ټولنې د هغه طبقې ترمينځ به د خپل مينځه همکارۍ يو ښه صورت رامخې ته شي.