لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سرچینې وایي، طالبان او امریکايان په یو لنډ مهالي اوربند سره سلا شوي دي


په مسکو کې د پرونۍ غونډې وروسته یوې سرچینې چې د مسکو په غونډه کې یې ګډون درلود رسنیو ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي دي چې طالبان د امریکایانو سره په یوه لنډ مهالي اوربند سلا شوي دي.

د دغې سرچینې چې نوم یې ندی ښودل شوی ازادي راډیو ویلي دي چې طالبان او امریکایان په یوې داسې طرحې سره سلا شوي چې طالبان به تر دریو میاشتو پورې په ښارونو بریدونه نه کوي او ولسوالۍ به نه نیسي.

په مسکو کې د غونډې وروسته یوې سرچینې رسنیو ته ویلي چې طالبان او امریکایان په یوه غیر رسمي ناسته کې داسې یوې هوکړې ته رسیدلي دي چې طالبان به درې میاشتې په لویو ښارونو بریدونه نه کوي او ولسوالیو ته به سقوط نه ورکوي.

یادې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته دا هم ویلي دي چې

له رسمي غونډې پرونۍ غیر رسمي خبرې ډیرې ښې وې.

د سرچینې په خبره، خو طالبانو بیا ویلي که امریکایان په مې میاشت کې له افغانستانه ونه وځي د دوحې له هوکړې سره سره به په دغو ځواکونو بریدونه پیل کړي.

د یادې سرچینې وروسته په افغان پلاوي کې یوې سرچینې هم د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته ویلي دي چې پدغه امنیتي طرحه کې طالبانو دا وړاندیزونه د دوو شرطونو په بدل کې کړي دي.

د سرچینې په خبره د طالبانو د 7000بندیانو خوشې کیدل او د دوی د مشرانو نومونه د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه ایستل ښودل شوي دي.

طالبانو او افغان حکومت تر اوسه پدې اړه څه ندي ويلي .

خو د سیاسي چارو کارپوهان وایي، اوربند د ټولو افغانانو غوښتنه ده خو شرایطو ته په کتو به درې میاشتې اوربند ونشي.

د سیاسي چارو شنونکی فضل الرحمان اوریا وایي، د طالبانو پاتې بندیان او د طالبانو مشران د تور لېسته ایستل د دوحې د هوکړې غوښتنه ده او امریکایان باید دغه ژمنې عملي کړي.

"د دوحې د سولې د تړون پر بنسټ باندې باید د طالبانو مشران له تور لېست څخه بهر شي، او د دې تر څنګ د طالبانو پاتې ټول بندیان باید د زندانونو څخه خلاص شي، دا د دوحې د سولې هوکړه لیک غوښتنه ده او امریکا باید خپلې ژمنې عملي کړي، اما په اوسنيو شرایطو کې زما په آند ممکن به نه وي چې درې میاشتې اوربند وشي زما په آند باندې هیڅ ډول شرایط مساعد ندي"

په افغانستان کې د بشر حقونو سازمان مشر وایي، څومره چې د افغانستان جګړه پیچلي ده هم دومره د سولې خبرې هم پیچلي دي.

لعل ګل لعل وایي افغانانو ته د دوحې خبرو پیل یو ښه فرصت ؤ خو دوی ونه توانیدل چې د دغې فرصت څخه ګټه پورته کړي او دغې قضیې ته د حل لار پیدا کړي.

ښاغلی لعل زیاتوي د افغانستان د قضیې دوه اړخونه لري چې یو یې د عامه افکارو د مصروف ساتلو لپاره د سکرین پر مخ دی او بل یې د پردې تر شا خبرې چې دا یې اصل اړخ دی.

لعل زیاتوي "د افغانستان د قضیې دوه اړخونه دي یو هغه اړخ دی چې د عامه افکارو د مصروف ساتلو لپاره استعمالیږي چې هغه د سکرین پر مخ باندې لکه د دوحې د سولې خبرې، د مسکو غونډه یا د ترکیې غونډه، بل هغه څه دی چې د پردې تر شا دي او هماغه اصلي تصمیمونه دي، خکه مونږه هیڅ کله دا نشو ویلی چې افغانان به د خبلې قضیې په اړه باندې تصمیم ونیسي، یو طلایی فرصت رامنځته شوی ؤ چې هغه د دوحې خبرې وې، ولې په خوشینۍ باندې افغانان په خپل منځ کې پدې باندې ونه توانیدل چې دغه قضیې ته د حل لار پیدا کړي او دا موجوده په هیواد کې چې کوم ناورین روان دی دیته د پای ټکی کیږدي "

د مسکو عونډه د امریکا، روسیې، چین او پاکستان د استازو په ګډون د مارچ په اتلسمه نیټه جوړه شوه چې د افغان حکومت او طالبانو پلاوو هم په کې ګډون کړ ؤ خو په دغه رسمي غونډه کې د دواړو اړخونو تر منځ خبرې نه وې شوي،

خو پرون د غونډه چې رسمي نه وه د طالبانو او د افغان حکومت پلاوو تر منځ ناستې شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

د عراق یوه کردۍ مېرمن په خپل سر خپل کلی بیا بادوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:44 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG