لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو پاکستان کې دخبریالانو په ګواښلو اؤ ویرؤلو اندېښنه ښکاره کړې


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کونسل د پاکستان حکومت ته په یو خط کې د هېواد دننه د خبريالانو په ویرولو ،دهغوئ په ضد د دروغو په مقدمو جوړولو اؤ د رایې څرګندولو دازادۍ مخې ته په خنډانو راولاړولو اندېښنې ښکاره کړي دي.

کونسل وایي چې د پاکستان حکومت د رایې د اظهار په اړه خپلو مسولیتونو ترسره کولو کې پاتې راغلی دی.

د پاکستان حکومت د دملګرو ملتونو دغه لیک ته لا کوم غبرګون نه ښکاره کړی خو د وزير اعظم عمران خان په ګډون حکومتي چارواکي دريځ لري چې دلته مېډيا د غربي نړۍ د هېوادونو په پرتله زیاته ازاده ده.

د خبريالانو تنظيمونه وايي دا وخت هېواد کې مېډيا د سختو بندېزونو سره مخ ده او د هفو صحافيانو پرضد مقدمې درج کېږي څوک چې په رياستي تګلارو تنقيدي رپورټنګ کوي او ولس کې په دې اړه بېداري خوروي.

د ملګرو ملتونو استازی وايي په دغه لیک کې د نومول شوو صحافيانو پرضد هغه وخت مقدمې درج کړی شوې وې چې کله هغوئ د بشري حقونو د سرغړونو خلاف خبرونه خپاره کړل.

په دې ليک کې ددې خبرې څرګندونه هم شوې ده چې دپاکستان حکومت د رایې د اظهار ازادۍ په لړ کې دخپلو هغو ذمه واریو په پوره کولو کې هم پاتې راغلی چې پاکستان یې دنړیوالو معاهدو په اساس پابند دی اؤ دا ذمه وارۍ دا ازادۍ د سياسي حقونو سره تړاو لري.

لیک کې د هغو صحافيانو یادونه شوې چې د خپلو مسلکي دندو له امله د ګواښونو سره مخامخ شوې دي.

په دغو خبریالانو کې اسلام اباد کې مېشت خبريال اسد علي طور، د کراچۍ د اېکسپرېس ټربيون بلال فاروقي، د لاهور عامر مير، ابصار عالم، فخر دراني، احمد نوراني او ګل بخاري شامل دي.

د ملل متحده لیک کې ويل شوي چې د یادو صحافيانو پرضد مقدمې هغه وخت درج کړل شوي چې کله هغوئ د بشري حقونو د سرغړونو خبرونه خپاره کړل او دا رقم ګامونه په میډيا د لګول شوؤ قدغنونو او د صحافيانو د رایې د اظهار د ازادۍ نه د منعې کولو لړۍ څرګندوى.

په یاد لیک کې دپاکستان حکومت نه غوښتل شوي چې د یادو صحافيانو د نيونې او په هغوئ د جوړو کړل شوؤ مقدمو په اړه جذئیات باید مخې ته راوړي او دا هم باوري کړي چې صحافيان او د بشري حقونو فعالان بې له څه فشار او ویرې خپلې مسلکې ذمه وارۍ په ښه توګه ترسره کړی شي.

په دغه صحافيانو کې شامل اسد علي طور ډيوه ته وايي د خبريالانو خلاف د مقدمو جوړولو مقصد هغوئ وېرول او نورو ته خبرداری ورکول دي.

دی وایي دهغو خبریالانو چې دپاکستان د رياست په تګلارو تنقیدي رپورټنګ کوي او د رياست اختيار من ګڼي چې ددې له کبله په ولس کې بېداري خورېږى او هغوى بيا په دغه نقصاني تګلارو سوالونه راپورته کوي نو داسې رياست د هغوى د غلي کولو لپاره مقدمې درج کوي.

د صحافيانو د تحفظ لپاره کار کوونکې نړیواله اداره کمېټي ټو پروټکټ پاکستان د صحافيانو دپاره په خطرناکو هېوادونو کې شمیري چرته چې په صحافيانو حمله کوونکي زياتره د سزا نه بچ پاتې کېږى.

تېر کال دکمېټي ټو پروټکټ جرنلسټس په نړيواله درجه بندۍ کې پاکستان په نهمه درجه ملک ؤ چې پکې د 15ؤ صحافيانو د وژل کېدو کېسونه لا هم نه دي حل شوي.

پاکستان کې د خبريالانو دتر ټولو لويې تنظیم پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس عمومي سکېتر ناصر زيدي ډيوه سره خبرو کې د ملل متحده د بشري حقونو د کونسل په خط کې ورکړی شوي مالومات حقیقت ګرځوي او وايي، پاکستان کې دصحافت په حواله دا تېر درې څلور کلونه د هېواد د اويا کلن تاريخ په اوږدو کې تر ټولو بدتر وو.

راپورونه وايي چې د کال 2001م راهسې په پاکستان کې د صحافت د څانګې سره تړلې د 130 نه زيات صحافيان وژل شوي او يو شمېر اوس مهال د بغاوت او د الېکټرونکي جرمونو د قانون پيکا لاندې د مقدمو سره مخ دي.

پاکستان کې د اخباري مديرانو تنظیم سي پي این اي په خپل وروستي راپور کې ویلي چې تېر کال 2020م کې د ګواښونو او بريدونو ترڅنګ شا و خوا لس صحافيان وژل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG