لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي‌ ډي‌ ایم کې سخت اختلافات،پیپلز ګوند دخپلې مرکزي کمیټۍ رابللې غونډه منسوخ کړه


پاکستان کې دحکومت مخالفه سیاسي ګوندونو دائتلاف پي ډي‌ ایم خپل منځني اختلافونه نور هم پسې سیوا شوي اؤ پيپلز پارټۍ دپارلیمان نه داستعفا ورکولو یا نه ورکولو دپرېکړې دپاره دخپل ګوند دمرکزي کمیټې رابللې غونډه هم منسوخ کړې ده.

څېړونکي وایي که څه هم لا تر اوسه په رسمي توګه د پي ډي ایم د ماتېدو اؤ ویشل کیدو اعلان نه دی شوی خو په عملي توګه دمخالفو ګوندونو ائتلاف مات شوی چې نیغ په نیغه ګټه به یې حکومت ته رسیږي

پي ډي ایم کې دشاملو ګوندونو ترمنځ اختلافات پارلیمان نه داستعفاګانو ورکولو پسر پیدا شوي دي،

ددې ائتلاف دوه ستر ګوندونه مسلم لیګ نواز اؤ جمعیت علماء اسلام دریځ لري چې دحکومت په ضد دجلسو،جلوسونو نه وروسته باید اوس دپارلیمان نه استعفاګانې هم ورکړل شي خو پیپلز پارټۍ بیا دغو ګوندونو ته ویلي وؤ چې پارلیمان نه داستفاګانو ورکولو په اړوند پرېکړه به یې دګوند دمرکزي کمیټې په غونډه کې کیږي.

دپي ډي ایم مشران لا دپیپلز ګوند پرېکړې ته په تمه وؤ چې داتوار په ورځ دپیپلز ګوند لخوا د ګل په ورځ اسلام اباد ته دمرکزي کمیټې د رابلل شوې غونډې د منسوخولو اعلان وشو.

دمسلم لیګ نواز ګوند،جمعیت علماء اسلام اؤ پاکستان پیپلز پارټۍ دمشرانو ترمنځ دتېرو دوؤ اوونیو راهسې وروسته له هغې دیو بل په ضد دسختو بیانونو لړۍ پیل شوې چې پیپلز ګوند خپل سینیټر یوسف رضاګیلاني په سینیټ کې داپوزیشن لیډر وټاکلو.

دپي ډي ایم دمشرانو وروستۍ غونډې ته پاکستان پیپلز ګوند اؤ عوامي نیشنل پارټي نه وؤ وربلل شوي اؤ دغو دواړو ګوندونو ته دسپیناوي نوټس ورکړل شوی ؤ چې ولې یې سینیټ‌ کې پخپل سر داپوزیشن لیډر ټاکڼه کړې ده؟

پیپلز پارټۍ اؤ ای این پي ته خبرداری ورکړل شوی ؤ چې که سپیناوی یې ونه کړو نو له پي ډي ایم به وویستل شي.

خو پي ډي‌ ایم ته له جواب ورکولو وړاندې پاکستان پیپلز ګوند داستعفاګانو په معامله دمشورې د پاره رابللې خپله دمرکزي کمیټې غونډه منسوخ کړې ده.

دپیپلز ګوند مرکزي سکتر نیر حسین بخاري پخپل یو بیان کې ویلي چې دقامي اسمبلۍ اؤ سینیټ دکېدونکو غونډو له امله به دپیپلز ګوند زیات مشران پارلیمان کې بوخت وي نو ځکه دګوند مشر بلاول بوټو زرداري د مرکزي کیمټې غونډه منسوخ کړې ده.

څېړنکار مظهرعباس وایي دپي‌ ډي ایم د ویش اعلان که لا هر څو په رسمي توګه نه دی شوی خو په عملي توګه اوس دمخالفو ګوندونو دا ائتلاف مات شوی اؤ ددې ټوله ګټه به نیغ په نیغه حکومت ته رسیږي.

امریکا غږ سره خبرو کې هغه ویلي دمخالفو ګوندونو د ویش ذمه واري دمسلم لیګ نواز ګوند‌ په مشر میا نواز شریف هم راځي ځکه چې هغه دائتلافي ګوندونو له مشورې پرته سخته بیانیه خپله کړې وه اؤ پاکستان پیپلز ګوند د نوازشر یف په دې عمل اندېښنې لرلې.

ههغه ویلي که چرې اسټیبلشمنټ دحکومت سره ولاړ دی نو په داسې حال کې خو دپارلیمان نه استفاګانې ورکول خپل سر دیوال سره وهل وي.

خو بل څېړونکی اؤ خبریال افتخار احمد وایي چې پي‌ ډي ایم له وړاندې پرېکړه کړې وه چې د سینیټ داپوزیشن مشر چوکۍ به مسلم لیګ نواز ته ورکوي خو دهغې برعکس پیپلز ګوند خپل تن یوسف رضا ګیلاني په دغه عهده غوره کړو.

امریکا غږ اردو څانګې ته هغه ویلي پي ډي ایم به اوس هم دائتلاف په شکل کې وي خو دې ائتلاف کې شامل ګوندونه به په یوه خبره چرته اتفاق کوي اؤ‌ چرته اختلاف.

دهغه په نظر د وزیراعظم عمران خان دنه تسلیمولو په نعره دا مخالف ګوندونه بیرته هم په یوه لیکه ودریدلی شي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG