لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تحريک لبېک ډلې د مشر د نیولو وروسته په بېلابيلو ښارونو کې احتجاجونه پېل شوي


په پاکستان کې د مذهبي ډلې تحریک لبېک مشر سعد حسن رضوي د پنجاب پوليسو نيولی د کومې وروسته چې يادې ډلې د ملک په بېلابيلو ښارونو کې احتجاجي ناستې روانې کړي او سړکونه يې بند کړي چې له امله يې خلک د ستونزو سره مخ دي.

ډان ورځپاڼې ویلي د تحریک لبېک د احتجاجي مظاهرو په مهال د پوليسو سره په نښتو کې دوه تنه وژل شوي او څو نور ژوبل شوي دي.

مظاهرې په لاهور، کراچۍ او د پنجاب صوبې په نورو ښارونو کې پېل کړی شوي دي.

د ځايي ميډيا ترمخه د احتجاجي مظاهرو له امله روغتونونو ته په کرونا د اخته ناروغانو دپاره د ګېس رسد اغېزمن شوی دی.

د تحریک لبېک د مشر د نيولو په اړه پوليس او نه د پنجاب حکومت څه ويلي دي چې هغه یې ولې نيولی دی.

خو د تحریک لبېک د مخکني مشر خادم حسېن رضوي زوي سعد حسن رضوي پرون د ګل/دوشنبې په ورځ په داسې حال کې نيول شوی چې هغه پرون په خپلو پلويانو غږ کړی چې حکومت ورسره کړې ژمنه ونه منله او که د 20 اپرېل پورې يې د فرانس سفير د ملک نه بهر نه کړو دوی به د لاهور نه اسلام اباد ته لاريون کوي.

تحريک لبېک د تير کال راهسې احتجاجي مظاهرې پېل کړي، وايي په فرانس کې د پېغمبر اسلام د خاکو جوړولو او سپکاوي په غبرګون کې دې پاکستان د فرانس سفير د ملک نه اوباسي، د فرانس نه دې خپل سفير بيرته را وبلي او په سرکاري توګه دې د فرانس د جوړو توکيو اخستو نه انکار وکړي.

يادې ډلې په تير نومبر کې په پېنډۍ کې احتجاجي پرلت وهلی او د 16 فرورۍ پورې يې حکومت له وخت ورکړی چې کړی ژمنې ورسره ومني خو په فرورۍ کې وزيراعظم عمران خان ويلي وو د تحریک لبېک غوښتنې به پارلیمان ته وړي او د 20 اپرېل نېټه ټاکل شوې وه.

خو له دغې وروسته حکومت په ښکاره ډول د تحریک لبېک د غوښتنو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG