اسلام اباد ـــ په پاکستان کې څېړونکي وايي نه يواځې د عمران خان واکمن ګوند، سرکاري او غير سرکاري ادارې د جعلي خبرونو او جعلي وېډيوګانو او دروغواکاونټونو په جوړولو او پروپيګنډه کولو تورنې دي بلکې حکومت له د ريښتيا ويلو او ريښتيا زغملو بيانيه بدلول پکار دي.
د رسنيو د صارفينو د حقونو تنظيم بايټس فار آل مشر هارون بلوچ د وزير اعظم عمران خان د دعوې چې سوشل مېډيا د حکومت او تحريک لبيک په شخړه کې 70% دروغ خواره کړي په ځواب کې وي او اې ډيوه ته وويل "جعلي خبرونه د نړيوالو د پاره يوه ننګونه ده خو د بد بختۍ نه په پاکستان کې د جعلي خبرونو په خورولو کې واکمن تحريک انصاف ګوند او رياستي او غير رياستي ادارې ککړې دي".
څه موده وړاندې ټوېټر، فېسبوک او نورو ټولنيزو رسنیو د پاکستان نه چلېدونکي په لسګونو زره جعلي اکاونټونه تړلي وو چې د حکومتي ګوند سره سره يې د پاکستان د پوځ د مېډيا څانګې ای ايس پي آر سره تړاو لرلو.
وزير اعظم عمران خان تېره ورځ ويلي چې په سوشل مېډيا يې تر څلور لکه 400,000 پورې ليکنې او نور مواد څارلي چې د ټي ايل پي او د هغه د حکومت په اړه د ښاغلي خان په وينا 70% برخه يې دروغ وه.
د حکومت او تحریک لبیک تر منځ شوي تشدد په نتيجه کې څلور پوليس افسران او يو شمېر احتجاج کوونکي وژل شوي او نزدې يو درځن پوليس واله يرغمل شوي وو چې وروسته د دواړو خواوو لخوا د منل شوې يوې لوظنامې په ترڅ کې خوشي کړی شول.
ښاغلی بلوچ د دروغو د خبرونو د مخنيوي په اړه دريځ لري او وايي "حکومت له پکار دي چې متبادل بيانيه دې وزغمي او هغې ته دې دروغ نه وايي چې د جعلي خبرونو مخه ونيول شي".
د جعلي خبرونو د مخنيوي په اړه د لاهور د لمز پوهنتون د صحافت څانګې ښوونکی پروفيسر ډاکټر الطاف خان ډيوه ته وايي "مېډيا فورمز خو دا وايي چې د دروغو د خبرونو مخه به په ډېر نه ډېر ريښتيا ويلو نيسي".
ډاکټر الطاف خان حکومت ته په اشاره وايي "په ځای د دې چې ځئ او راځئ په يوه بانه او بله بانه د مېډيا په سر پښه ږدئ نو په سوشل مېډيا ريښتيا ووايئ او په مېن سټريم مېډيا ريښتيا ووايئ".
د تحريک لبيک او حکومتي شخړې په وخت د ډاکټر الطاف خان په وينا دوه ورځې سوشل مېډيا وتړل شوه خو خلک پوښتنه کوي ولې نورې لارې نشته چې رابطې پرې وشي؟
هغه ډيوه ته وايي "مونږ ټولو ته معلومه ده چې حکومت په مېډيا د بندېزونو لګولو د پاره بانې لټوي او دا غلط ]کار[دی. د فېک نيوز پروپېګنډه په ټوله نړۍ کې ده خو هغلته څوک مېډيا نه تړي".
ډاکټر الطاف خان د ټي ايل پي د ناموس رسالت په نوم په پنجاب کې راپاڅېدلو په اړه وايي دا مسله د ملک دننه ده "دا شرخوښي د بهر نه نه دي راغلي چې لکه د بلوچستان او خيبر پښتونخوا په رنګ يې بهرني لاسونه تشريح کړو. دا هر څه خو د پنجاب دننه روان دي څوک د بهر خو نه دي؟ريښتيا ومنئ او په خلکو د معلوماتي سرچينو لارې مه بندوئ".