لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نهو میاشتو کې دسیمې هیوادونو ته دپاکستان برامدات 5.7 فیصدي کم شوي


دپاکستان د مرکزي بېنک د شمېرو تر مخه د کرونا وبا د اغېزو له کبله د روان مالي کال په لمړيو نهو میاشتو کې دپاکستان دخپلو نهو سېمه ايزو هېوادونو سره برامداتو کې 5.7 فيصدي کمی راغلی دی.

ډان ورځپاڼه دپاکستان د مرکزي بېنک د تازه شمېرو په بنياد وايي چې افغانستان ته د پاکستان برامدات د تېر مالي کال د لمړيو نهو میاشتو په پرتله د روان مالي کال په لمړو نهو میاشتو کې 5.57 کم شوې دي.

رپورټ کې راغلي چې د افغانستان، چين، بنګله دېش، سري لنکا، ايران، هند، نيپال، بهوټان او مالديپ لپاره د پاکستان د برامداتو حجم 2 ارب، 78 کروړ او 80 لکه ډالر ته راښکته شوې چې دمالي کال 2020-21 په لمړو نهو میاشتو کې د پاکستان د ټولو نړیوالو برامداتو 14.91 فيصدي برخه جوړېږي.

د مرکزى بنک د رپورټ ترمخه د جولایي نه تر مارچ میاشتې د روان مالي کال 2021 په مهال چين ته دپاکستان په برامداتو کې غوره او مثبت وده ليدل شوې ده او په سيمه ايزو برامداتو کې زياتره برخه يعنې 50.46 فيصدي د چين او پاتې د نورو اتوؤ هېوادونو جوړېږي.

ډان ورځپاڼه لیکي چي د چين لپاره د پاکستان برامدات د مالي کال 2020 د لمړيو نهو مياشتو په مهال د یو ارب، 29 کروړه او 80 لکه ډالر په مقابل کې د مالي کال 2021 په لمړو نهو میاشتو کې یو ارب 40 کروړه او 70 لکه ډالره رېکارډ کړل شوي دي چې 8.4 فيصدى وده په ګوته کوي.

دا ښکاره نه ده چې ایا دا اضافه وقتي ده او که د بيجنګ سره د ازاد تجارت د لوظنامې د دوېم پړاو لاندې د پاکستان دتجارت د وزارت د هفه دعوؤ نتیجه ده چې وايي هغه د کورنيو مصنوعاتو لپاره ترجيحي منډهۍ ته لاسرسى ترلاسه کولی شی.

هم دا راز د پاکستان د مرکزى بنک شمېرې ښيي چې د افغانستان لپاره د پاکستان برامدات د مالي کال 2020م د لمړو نهو میاشتو د 79 کروړه، او 37 لکه ډالرو په مقابله کې د روان مالي کال 2021م په لمړو نهو میاشتو کې 74 کروړه، 63 لکه او 28 زره ډالر ته راکوز شوي دي.

څو کاله وړاندې دامریکا نه وروسته افغانستان د پاکستان لپاره دوهمه لویه برامدي منډهي وه. خو بل پلو ته د پاکستان مرکزى بنک دا هم وايي چې افغانستان څخه د ټماټرو، الوګانو، پيازو، تازه او اوچو مېوو په درامداتو کې غوره والی راغلی دی.

د پاکستان او افغانستان د ګډې تجارتي خونې رئیس او افغان تاجر خان جان الکوزي ډيوه ته وايي د کرونا وبا او دې سره د اړونده بندېزنو له کبله يواځې پاکستان سره نه بلکې د نورو هیوادونو سره هم دافغانستان تجارت اغېزمن شوی دی.

دی وايي پاکستان سره د افغانستان تجارت په پولو د مسلو او د کرونا وبا د قرنطين له کبله شا خوا 36 نه تر 40 فيصدي پورې کم شوی دی.

دپاکستان او افغانستان د ګډ چېمبر اف کامرس پخواني مشر او د پاکستان انډسټريل دولپمنټ کارپوریشن چېرمېن سرور خان مهمند ډيوه ته ویلي د کرونا له کبله د چين نه علاوه د پاکستان تجارت او برامدات د ټولې دنيا سره متاثره شوي دي.

هغه وایي د کرونا نه علاوه د پاکستان او افغانستان ترمينځ تجارت کې نورې هم سټراټيجکى کشالې دي.

دنوموړي په وینا افغانستان په پاکستان د مداخلت تورونه لګوي او دا شان پاکستان وايي د افغانستان لخوا پرې ترهګريز بریدونه کېږي او دا ټول هغه عوامل دي چې خپل مينځي تجارت اغېزمن کوي.

همدا راز دپاکستان دمرکزي بینک رپورټ وايي چې روان مالي کال کې د هند سره هم د پاکستان په برامداتو کې 90.5 کمی راغلی دی.

دپاکستان حکومت په دې وروستیو کلونو کې د نوي ډيلي سره تجارتي اړېکې ځنډولي خو دکرونا وبا د پېل وروسته اسلام اباد دهند څخه د دوا سازۍ د مصنوعاتو د درامد اجازت ورکړی.

دپاکستان مرکزى بینک وايي چې ايران ته په روان مالي کال کې د پاکستان په برامداتو کې د افغانستان په پرتله 37 فيصدى اضافه شوې ده او دمالي کال 2020م په لمړیو نهو میاشتو کې د 55 زره ډالرو په مقابل کې دا حجم د روان مالي کال 2021م په لمړنيو نهو میاشتو کې دوه لکه، او 61 زره ډالر ته پورته شوی دی.

د ايران سره د پاکستان زياتره تجارت د بلوچستان په سرحدي سیمو کې په غېر رسمي لارو کېږي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG