لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان افغانستان سره خپلې پولې پیاده تګ راتګ دپاره تر نامعلومې مودې وتړلې


پاکستان کې دکرونا دڅار د دولتي ادارې این سي او سي دیوې نوې اعلامیې له مخې د افغانستان اؤ پاکستان تر منځه د عامو خلکو پیدل تګ راتګ تر بل اعلان تړل شوی.

تر دې وړاندې این سي او په دغه قسمه تګ راتګ د اتم مئ نه تر نن ورځې بندیز اعلان کړی ؤ خو اوس ئې دغه بندیز تر خپل بل اعلان وغځولو.

د پاکستان حکومت پرون د چهارشنبې په ورځ یو ځل بیا اعلان وکړو چې د افغانستان له اړخه پاکستان ته دکرونا وایرس منتقل کیدو دمخنیوي په غرض د تورخم اؤ نورو پولو د لیارې دافغانانو پاکستان ته راتلل به تر د نیشنل کمانډ اینډ اپریشن سنټر تر بل اعلان تړلی وساتل شی,

حکومت واضحه کړې ده چې په دې موده کښي به په افغانستان کښي ایسار شوؤ پاکستانیانو ته هیواد ته دبېرته راتګ اجازه وي خو ددغو کسانو د پاره په تورخم پوله پرانستل شوي د صحت مرکز کښې د کرونا ټسټ کول ضروري ګرځول شوي دي.

هم دغه راز په پاکستان کښې ایسارو افغانانو له هم د بېرته تګ اجازت ورکولی شی خو په تورخم کښې دموجودو حکومتی چارواکو په وینا اوس ددغسې افغانانو اؤ پاکستانیانو شمیره ډیره کمه ده.

د کرونا وائرس مخ نیوي دپاره لګول شوؤ دغه بندیزونو نه د پاکستان اؤ افغانستان تر منځ تجارت ته استثنا ورکړل شوې اؤ د وړوکي اختر د درېوؤ ورځو له رخصتیو پرته په ګډو پولو دوه اړخېزه تجارت دوامداره پاتې شوی دی.

د تورخم په پوله موجود ځایي تاجران اؤ دکسټم یا ګمرګ مامورین وایي چې دبندیز په ورځو کې د تجارتي توکو نه ډکو ګاډو شمیره ډیره کمه وه خو اوس پکې د اختر نه وروسته یو ځل بیا اضافه شوې ده.

صابر خان، چې تورخم کښي یو د کسټم کليرنګ ایجنټ دی, وائي چې د افغانستان اړخ ته کانټا ( د تجارتي ګاډو د وزن معلومولو برقي مشین ) کښې د بیا بیا خرابۍ له امله دا مهال ګڼ شمیر د تجارتي توکو نه ډک ګاډي د پاکستان اړخ ته ایسار شوي چې له وجې یې افغانستان نه راتلونکو ګاډو ته هم مشکل جوړشوی دی.

د صابر خان په وینا دا مهال د پاکستان نه زیاتره سیمټ افغانستان ته وړل کیږي اؤ د افغانستان نه سوپ سټون راوړل کیږي.

ځایي تاجران وائي چې که څه هم دا مهال د پاکستان اؤ افغانستان تر منځه د دوه اړخیزه تجارت کچه راغوځیدلې خو دوئ هیله مند دي چې د تازه میوو اؤ سبزیو سیزن شروع کیدو سره دغه تجارت کې اضافه وشي.

د تورخم په پوله د تجارتي ګاډو په ګڼ شمیر کښې دایسارؤلو یوه بله وجه دا هم ښودلی شی چې د افغانستان حکومت د افغان ټرانزټ ټریډ سره تړلو هاغه ټرانسپورټرانو نه د ویزې تقاضه کړې ده چې تعلق یې دخیبر نه بغیر د پاکستان د نورو برخو سره دی اؤ دغه ډرائيورانو له افغان چارواکو افغانستان ته د داخیلیدو اجازت نه ورکولو.

د ټرانسپورټرانو دیو ځایي تنظیم مشر عظیم الله شینواری وائي چې هغوئ په دې اړه د افغان چارواکو سره په تماس کې دي اؤ هیله مند دی چې دغه ستونزه به زر هواره شي.

دافغانستان تر څنګ پاکستان د ایران سره هم په خپله پوله د کرونا وایرس دمخ نیوي په غرض د عامو خلکو په تګ راتګ تر خپل بل اعلانه بندیز لګولی دی.

د چارواکو په وینا د تورخم په پوله یې هاغه روزل شوي سپي هم اوس ودرولي چې دیو بنیادم په بوئیولو سره دا معلوموي چې ایا دغه تن خو د کرونا وایرس څخه اغېزمن نه دی؟

د چارواکو په وینا هاغه کس یا کسان به سمدستي هسپتال ته بوتللی شي چې په کرونا وایرس اخته وي.

د وړوکي اختر نه وړاندې دافغانستان څخه په راستنو شوؤ پینځوؤ کسانو کې کرونا وایرس دشتون پخلی شوی ؤ چې هغوئ بیا دعلاج دپاره هسپتال ته بوتلل شوي وؤ.

  • 16x9 Image

    ابراهیم شینواری

    ابراهیم شینواری له 2006م کال راهیسې د پښتونخوا په خیبر ضلع کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او تجارتي موضوعاتو رپوټونه جوړوي. په پولیټیکل ساینس کې یې ماسټري کړې ده. شینواري په 1989م کال کې له (مسلم) ورځپاڼې څخه صحافت پیل کړی، بیا یې وخت په وخت له نیوز او ډان ورځپاڼو او بي بي سي پښتو سره هم کار کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG