د انګريزۍ ايکسپرېس ټريبیون ورځپاڼې خپل يو رپورټ کې ويلي چې دخېبر پښتونخوا حکومت په صوبه کې اتلس ضلعې د ډېنګي وايرس د پاره حساسې ګرځولې دي۔
د روغتیایي چارو کار پوهان وايي په داسې حال کې چې د کرونا وبا له امله د صحت نظام د فشار لاندی دی نو د ډینګي وایرس خوریدو سره به دغه بوج نور هم سېوا شي.
خو حکومتي چارواکي وايي دډينګي وایرس مخنيوي دپاره هغه ځايونو کې سپری ګانې کوي چرته چې د ډينګي اثرات موجود دي.
اخبار ليکي د صوبې اتلسو ضلعو کې بېلا بېلو يونين کونسلو کې اوبو نه اخستل شوؤ نومونو کې ډينګي وايرس ښکاره شوی او دغه ضلعې حساسه ګرځول شوي دي۔
د پېښور په اړه خبر کې ليکل شوي چې د تهکال، شاهين مسلم ټاؤن او نور يو شمېر سيمو اوبو کې دا وايرس موندل شوي دي.
ډاکټر فهد اقبال وايي د کرونا وبا له امله په صوبه کې د صحت نظام د دباؤ لاندې دی او د ډينکي وايرس خوريدو سره به دا دباؤ نور هم سېوا شي۔
ډاکټران وايي مخصوصه ماشي د ډينګي وايرس خوريدو سبب کرځي،
د ماشي چيجلو سره وايرس د انسان بدن ته منتقل کيږي او په څو ورځو کې دننه يي اثرات د تېزې تبې په صورت کې ښکاره کيږي.
د مردان هسپتال ډاکټر امتياز علي وايي چرته چې په لوښي يا کوم بل ځايي کې پاکې اوبه وي بايد چې پټې کړل شي يا په اوچه زمکه توئیولو سره ضائع کړی شي۔
ډاکټر امتياز علي وويل دوي هغه سيمو کې د ډينګي وايرس خورونکو ماشو وژلو سپری هم کوي چرته چې دغه وايرس ښکاره شوي دي.
د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې چارواکو ايکسپرس ټرېبيون ته ويلي تراوسه په صوبه کې د ډينګي کوم کېس مخې ته نه دی راغلی او روان کال په پاکستان کې په کراچۍ کې يو کېس رپورټ شوی دی.
تېر کال خېبر پښتونخوا کې شل د ډينګې کېسونه رپورټ شوې وؤ.
د صحت دنړيوالې ادارې ډبلیو ايچ او ترمخه په کال دوه زره نولسم کې د جولائي نه د نومبر مياشت پورې اووه څلوېښت زره او يو سل شل د ډينګي وايرس کېسونه رپورټ شوي وو او پينځه اويا تنانو ددې وایرس دلاسه خپل ژوند د لاسه ورکړی ؤ۔
په دغې کې په خېبر پښتونخوا کې اووه زره شپږ سوه او يو څلوېښت کېسونه رپورټ شوي وؤ.