لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرزی: پاکستان غواړي افغانستان له هند سره اړیکې وشلوي خو دا نه شي کېدای


کابل ـــ د افغانستان مخکیني ولسمشر حمد کرزي ویلي دي چې پاکستان په حقیقت کې غواړي چې افغانستان له هند سره اړیکې پرې کړي چې وایي دا ناممکن کار دی.

ښاغلي کرزي د جرمني له شپېګل مجلې سره په یوه ځانګړي مرکه کې د افغانستان روانې جګړې ګوته پاکستان او امریکا ته ونیوه. مخکیني ولسمشر ویلي دي پاکستان غواړي د طالبانو له لارې په افغانستان کې سټرېټیجیک اثر پراخ کړي:

"دا په سیمه کې د برتانیې د استعمار د میراث پورې اړوند وېره څرګندوي. پاکستان باید پوه شي چې دا په زور سره نه شي ګټلی ځکه چې له بهر څخه پر افغانستان تسلط هیڅکله هم کار نه دی ورکړی".

ښاغلي کرزي دا تور هم تکرار کړی چې په تېرو 20 کلونو پاکستان د افغانستان د جګړې تر شا دی او وایي اوس هم ادامه لري او په خبره یې، د افغانستان جغرافیايي موقعیت ته په کتو د سیمې هېوادونو په ګډون پاکستان هم دلته د ځینو ګټو خوندي کول غواړي.

نوموړي ټینګار کړی چې د افغان جګړې د پای ته رسېدو لپاره پکار دي چې پاکستان له صداقته کار واخلي او له طالبانو یې هم غوښتنه کړې چې د پردیو د ګټو لپاره روانه جګړه ودروي.

افغان ولسمشر اشرف غني هم د شپیګل ورځپاڼې سره په مرکه کې پاکستان د طالبانو سره په ژورو اړیکو تورن کړی وو.

د چارو شنونکي او د پوهنتون استاذان په افغان سوله کې د پاکستان رول مهم بولي خو زیاتوی چې په پاکستان باندې د افغان حکومت د لوړپوړو چارواکو او پخواني ولسمشر نیوکې ځکه زیاتې شوي چې د افغانستان شخړه یوه نوي پړاو ته داخلیږي او د جګړې څخه د سولې په لوري روانیږي.

د پوهنتون استاد فیض ځلاند وایي د افغانستان په سوله کې د پاکستان منفي رول کولای شي چې د افغانانو څخه دغه فرصت واخلي:

"پاکستان د افغانستان په کشاله کې ډېر مهم رول لري. د افغانستان په سوله او جګړه کې نه یواځې د یو ګاونډي هیواد په توګه بلکې په شخړه کې د یو داخل لوري په توګه خپل اغېز لري. په پاکستان نیوکې ځکه زیاتې شوي چې د افغانستان جګړه یو نوي پړاوو ته داخلیږي او له جګړې څخه سولې ته رسیږي".

د سیاسي چارو شنونکی احسان فیصل هم په افغان سوله کې د پاکستان رول مهم ګڼي او وایي چې د افغان حکومت د لوړپوړو چارواکو له لوري پر پاکستان له نیوکو ښکاري چې افغان حکومت غواړي پر پاکستان فشار واچوي او مجبور یې کړي چې طالبان د سولې خبرو ته کښېنوي:

"اوس افغان حکومت غواړي چې په پاکستان د افغانستان په سوله کې ریښتینی اقدام وکړي چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي. له شک پرته که پاکستان په رښتینې توګه وغواړي هم به د سولې مذاکرات یوې نتیجې ته ورسیږي هم به طالبان تاوتریخوالی راکم کړي او هم به طالبان دې ته اړ کیږي چې افغانستان کې دایمي اوربند ته غاړه کښېږدي."

افغان حکومت پاکستان تل په دې تورن کړی چې طالبان او د طالبانو مشران ساتي او مالي ملاتړ یې کوي او بیا یې افغانستان ته د جګړې لپاره لیږي خو پاکستان تل دا ډول تورونه رد کړي دي او په اسلام اباد کې یې افغان سفیر ته شکایت کړی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې په اسلام اباد کې افغان سفير نجيب الله علي خېل ته يې د افغان چارواکو د وروستیو خبرو په تړاو خپلې اندېښنې وړاندې کړي دي.

په خبرپاڼه کې د کوم افغان چارواکي نوم نه دی ياد شوی خو د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د کوچني اختر په ورځو کې په ننګرهار کې د خپلې وینا پر مهال پاکستان په افغانستان کې تاوتريخوالي ته په لمن وهلو تورن کړی وو.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي دي چې دوی له طالبانو سره ښې اړیکې لري خو پر دغه ډله کنټرول نه لري. دده په خبره دوی له افغان سولې سره صادقانه مرستې ته تیار دي او د افغان حکومت په خوښه په دې پروسه کې همکاري کولای شي.

په ورته وخت کې وسلوالو طالبانو په افغانستان کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی چې دواړو لورو ته د مرګ ژوبلو راپورونه ورکول کیږي چې له امله یې د افغان سولې خبرې هم په ټپه ولاړې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG