لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: مخالفه ګوندونو د حکومت نه د افغانستان په اړه سپيناوی غوښتی


د پاکستان تحریک انصاف د حکومت پرضد جوړ د مخالفه ګوندونو غورځنګ (پي ډي اېم) غوښتي چې د افغانستان او سيمې په حالاتو دې د پارلیمان ګډه غونډه راوبلل شي پارلیمان دې په ټولو حالاتو په اعتماد کې واخستل شي.

پرون د خالي/ شنبې په ورځ (29 مې) د پي ډي اېم د غونډې وروسته د غورځنګ مشر مولانا فضل الرحمان د نورو سياسي ګوندونو د مشرانو سره په ګډه خبري غونډې ته په وېنا کې وویل،

"د سيمې حالات اندېښمن کيږي، پي ډي اېم غوښتنه کوي چې د افغانستان او سیمې په حالاتو دې د پارلیمان ګډه غونډه راوبلل شي، که دفاعي حالات دي او بهرنۍ پاليسي ده په ان کېمره غونډه کې دې اړونده ادارې اېوان په رښتياو خبر کړي".

هغه وویل "په افغانستان کې د دوحې تړون او د هغې وروسته شوی پرمختګ، د نوې امریکايي انتظاميې لومړيتوبونه او په تړون کېدونکي ممکنه اثرات، او دا اوازې چې پاکستان به امریکا ته اډې ورکوي د دې نه به په پاکستان سټراټيجيکی او سیاسي اثرات کيږي، او د افغانستان د مزاحمتي قوت د غبرګون نه پاکستان د کومو مشکلاتو سره مخ کېدی شي؟ ".

مولانا زياته کړه، "دا هغه څه دي چې د پاکستان دپاره حساسه دي، په دې خبرو دې پارلیمان په اعتماد کې واخستل شي".

مولانا د تحریک انصاف په حکومت نيوکې وکړې او د حکومت پرضد يې د جلسو نوې نېټې هم اعلان کړې.

د پاکستانۍ ميډيا ترمخه د کورنيو چارو وزير شېخ رشيد د پي ډي اېم د غونډې وروسته د خبري غونډې او خبرو په اړه ویلي هغه د مولانا خبرو ته په ځواب ورکولو وخت نه خرابول غواړي.

او د اطلاعاتو وزير فواد چودري (92 نيوز) سره په خبرو کې ويلي "دا د مايوسه خلکو يوه ټوله ده دوی خپله پارټي نه شي راټولولی اپوزيشن به څه راټول کړي او دوی هیڅ مخه نه لري که نن عمران خان د دوی احتساب پرېښود بيا به هر څه ټيک وي، د افغانستان او فلسطين خبره کول د خوند دپاره کوي، دوی د ملک دپاره سوچ نه کوي يواځې د خپلو ګټو په لټه کې دي".

مخالفه ګوندونو د افغانستان په اړه پوښتنې په داسې وخت کې راولاړې کړي چې امريکا د افغانستان نه ځواکونه اوباسي او امریکايي چارواکو په وروستيو کې ویلي چې پاکستان ورته د ځمکني او فضايي حدودو کارولو اجازه ورکړې ده.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت امریکا ته د پاکستان د هوايي او ځمکنیو حدودو د کارولو اجازه ورکولو په اړه رپورټونه رد کړي او دا یې بې بنیاده او غېر ذمه واره ګنګوسې بللې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زاهد حفیظ چودري په يو بيان کې ویلي پاکستان امریکا ته پوځي یا هوایي اډه نه ده ورکړې او نه داسې څه خبره شته.

هغه ويلي وود 2001 راهسې د پاکستان او امریکا تر منځ د هوایي مواصلاتو او ځمکني لاینز آف کمیونیکېشنز دپاره د مرستې یو فریم ورک جوړ دی او په دې لړ کې څه نوې لوظنامه نه ده شوې.

پي ډي اېم د حکومت پرضد په څلورمه جولايي په سوات کې، په 29 جولايي په کراچۍ او په 14 اګست په اسلام اباد کې د جلسو کولو اعلان کړی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG