لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عثمان کاکړ: له "ملي اتله تر ملي شهیده"


واشنګټن ـــ سېنېټر عثمان خان کاکړ د یوه فکر، نظریې او سپېڅلتیا نوم وو او همدغه وجه وه چې په خپله 40 کلنه سیاسي مبارزه کې یې د پاکستان او افغانستان په ولسونو کې ډېر زیات او ځانګړی محبوبیت و موند.

د دې پخلی د جمیعت علماء اسلام یوه مشر سېنېټر مولانا عطاءالرحمان هم وکړ چې په مسلم باغ کې یې د ارواښاد د جنازې د مراسمو په مهال یوې سترې غونډې ته وویل "عثمان لالا د یوه قام یا پارټۍ پورې محدود شخصیت نه وو بلکې هغه د ټولو مظلومانو ږغ او رهبر وو".

مولانا عطاءالرحمان وویل عثمان کاکړ یې په سېنیټ کې شپږ کاله ډېر نږدې ولید چې خورا زیات سنګین، دروند، نه وېرېدونکی، پوه او با اخلاقه شخصیت یې درلود او په زړورتیا یې رښتیا رښتیا ویل. د نوموړې په وینا "د دې ګواهي دغه جلسه ورکوي چې د هرې ژبې او ګوند په لکهاو انسانان پکې شامل دي".

د عثمان کاکړ ژوند او سیاست:

عثمان خان کاکړ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان ایالت مشر وو، د هغه نږدې ملګري وایي چې عثمان خان نه ستړی کېدونکی مبارز وو چې ارام یې کم او کار یې ډېر زیات وو.

د هغه د ګوند له خوا د بلوجستان اسمبلۍ غړی نصرالله زېری وایي که څه هم عثمان کاکړ د یوه سردار زوی وو او کورنۍ یې بډایه وه خو په خپل خوی کې هغه "ډېر خاکساره، ملنساره، خندرویه او سیاست ته ژمن کس وو".

د نوموړي په وینا ارواښاد نه یواځې په تنظیم سازي ډېر ښه پوهېده بلکې په عملي سیاست کې یې د کارکنانو د سیاسي پوهنې، تربیې او فکري ځلا په عمل کې ځانګړی رول درلود.

د بشري حقونو د خپلواکه ادارې یوه مشر حبیب طاهر اېډووکېټ وایي عثمان کاکړ د بشري حقونو په هکله ډېر فعاله وو او په ځانګړې توګه و عدالتونو ته د ورکو خلکو د وړاندې کولو او د لږکیو د حقونو لپاره یې اغېزمن رول لوباوه.

عثمان کاکړ او د پاکستان نور قامونه:

د بلوچستان یو وتلی بلوڅ ژورنالست او د یوې مشهورې ورځپاڼې مدیر انور ساجدي وايي د عثمان کاکړ په ډول خلک په پېړیو کې پیدا کیږي، وایي هغه چې څنګه "شانداره" سیاسي ژوند تېر کړ همدغه رنګه یې مرګ هم شانداره وو:

"هغه په خپله مړینه هم پښتانه، سیندیان او بلوڅان سره متحد کړل".

د ساجدي په وینا د پاکستان ټولو مظلومو قامونو عثمان کاکړ د ځان مشر باله، چې کله به یې د بلوڅو د حقونو او بې درکه خلکو خبره کوله نو بلوڅو مشر او که سیندیانو د حقونو او تاریخ خبره کوله نو به سیندی مشر مالومېده.

نوموړي وویل د خپلې خبریالۍ په 50 کاله کې یې داسې محبوبیت یوه سیاسي مشر ته نه وو لیدلی چې پر سړکونو باندې یې د جنازې د درناوي لپاره په زرګونو ښځې، ماشومان او نارینه په ګنټو ګنټو په انتظار ولاړ وي.

په پارلمان کې ویناګانې:

عثمان خان کاکړ له 2015م کال څخه تر 2021م کال پورې د پاکستان د سېنیټ غړی وو او په سېنيټ کې د جمهوریت، آئین او قانون د برلاسۍ، د لږکیو او وړو قومونو د حقونو، د پارلمان، عدالتونو او میډیا د ازادۍ او د بشري حقونو د ساتنې په حق کې خبرې کولې.

هغه په پاکستان کې په زوره د خلکو د بې درکیو، په افغانستان کې د پاکستان د ادعا شوې لاسوهنې، طالبانایزېشن، د ترهګرۍ او په سیاست کې د اسټېبلشمنټ د رول په ضد په تکرار او دلیل سره ویناګانې کولې.

د پښتنو د یووالي لپاره مبارزه:

کله چې د منظور پښتین په مشرۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یا پي ټي ایم جوړ شو نو د غورځنګ په احتجاجونو، لاریونونو او جلسو کې هم په زړه پورې برخه اخسته.

د عثمان کاکړ نږدې ملګری او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښ نواب ایاز جوګیزي وویل عثمان خان کاکړ د پښتون قام ملي اتل وو. د جنازې په مراسمو کې نواب ایاز خان وویل:

"هغه د لر و بر افغان ولس د ازادۍ، سولې، پرمختیا او خوشالۍ په مبارزه کې د پښتون وطن هر کور، کوڅې او کلي ته ځان رسولی وو".

عثمان کاکړ څنګه مړ شو؟:

د عثمان کاکړ مشر زوی خوشال خان تور لګوي چې د هغه پلار "استخباراتي ادارو" ډېر په "چالاکۍ" او چل وژلی دی او دا چې داسې ثبوتونه لري چې د دوی کور ته خلک اوښتي وو.

تر دې مخکې د هغه د ګوند ځینو مشرانو ویلي وو چې عثمان کاکړ په کور کې ګوزار شوی وو او په سر د سخت ټپي کېدو له امله بېهوشه شوی وو چې روغتون ته یې و رساوه.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي هم د خوشال کاکړ خبره تایید کړه او ویې ویل چې د عثمان خان کاکړ کور ته خلک دننه شوي وو او هغه یې شهید کړ او د دې کره شواهد لري چې وړاندې کولای یې شي.

نوموړي د پاکستان د دوو استخباراتي ادارو نوم واخیست او و یې ویل دغو ادارو د عثمان خان وژنه پلان کړې وه. هغه وویل عثمان کاکړ "ملي شهید" دی.

د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چودهري په وروستیو کې دا تورونه رد کړي وو چې ګواکې د هغه په وژنه کې د حکومت ادارې لاس لري.

د عثمان کاکړ د جنازې برخه وال او دغه مراسمو ته وینا کوونکو ویلي دوی دومره غټه او منظمه جنازه نه وه لیدلې چې په سلګونه زره انسانانو پکې ګډون کړی وي، د جنازې د هرکلي په مهال او بیا په لمانځه کې په زیات شمېر ښځو هم برخه واخسته.

ځانګړې ویډیوګانې

د ښځو په ضد د تاوتریخوالی له مینځه وړلو نړیواله ورځ
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG