لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ تړون وغزاوه خو تر منځ یې تجارت تر پخوا کم شوی


پېښور ــــ پاکستان او افغانستان په دې رضا شوي چې د افغان ټرانزټ 56 کلنه تاریخي تجارتي لوظنامه د راتلونکو شپږو میاشتو دپاره یو ځل بیا وغزوي خو په پاکستان کې د حکومتي شمېرو له مخه دا مهال ددغې لوظنامې لاندې کېدونکي تجارت کچه د پخوا په پرتله تر ډېره حده راکمه شوې ده.

د تورخم په پوله د دغې کاروبار سره تړلو تاجرانو په وینا دا مهال د ورځې په کچه د تورخم پولې د لیارې د افغان ټرانزټ ټریډ لوظنامې لاندې راوړل شوی د خارجی توکو نه ډک فقط شل یا پینځه ویشت ګاډي افغانستان ته ورځی، ددغو تاجرانو په وینا پخوا به یعنې قریباً یو نیم کال وړاندې دغه شمېره تر یو نیم سل وه.

د پاکستان له اړخه د ډېرې مودې راهیسې دا تورونه لګول کېږي چې افغان تاجران او ځینې پخپله د پاکستان د قبایلي سیمو تاجرانو به زیاتره د افغان ټرانزټ په نوم راوړل شوي خارجي توکي په غیرقانوني توګه پاکستان ته واپس راوړل د کومې له وجې چې د پاکستان صنعت او تجارت اغېزمن شوي وو.

خو اوس په دې وروستیو کې د پاکستان له اړخه ددغه غیر قانوني کاروبار په ضد موثره ګامونه پورته کولو او افغانستان سره د خپلې پولې په لویه برخه ازغن تار لګولو له وجې د افغان ټرانزټ لاندې په کراچۍ بندر راوړل شوو خارجي توکو پاکستان ته واپس راوړلو مخه نیول شوې.

د خیبر ضلعې د لنډیکوتل یو د کسټم کلېرنګ ایجنټ مجیب الرحمن شینواری وایي، د افغانستان له اړخه کېدونکی غیرقانوني کاروبار د مخنیوي نه پس اوس افغان تاجرانو د افغان ټرانزټ لاندې فقط هاغه خارجي توکي خپل هیواد ته راغوښتل شروع کړي د کومې چې هغوی ته پخپله په افغانستان کې ضرورت وي.

هغه البته زیاته کړه چې ځینې پاکستاني تاجران اوس هم په ډېره محدوده کچه دغه قسمه خارجي توکي په اضافی مالي مصرفونو په پټه د افغانستان نه ځايي مارکیټونو ته راوړي د کومې له وجې چې اوس په دغو مارکیټونو کې ددغه قسمه خارجي توکو بیعې د پخوا په پرتله درې یا څلور چنده اضافه شوې دي.

د پېښور په کارخانو مارکیټ کې واجد خان نومې یوه دوکاندار وي او اې ډیوه ته وویل چې پخوا به مختلف او بې شمېره قسمه خارجي توکي د افغان ټرانزټ ټریډ لوظنامې لاندې اول افغانستان او بیا پاکستان ته راوړی شول خو اوس دغه کړۍ تر ډېره حده قطع شوې.

په تورخم کې د ځايي تاجرانو په وینا اوس ددغې لوظنامې لاندې زیات تره یا خو خوراکي مواد، شربتونه او ورسره د تعمیر سامان، د کور لوښي، کاسمېټکس او کپړه افغانستان ته راوړی شي خو ددغه شیانو حجم دومره نه وي.

دا چه په دغه لوظنامه کې د شپږو میاشتو توسیع به پاکستان د پاره څه قسمه تجارتي ګټې تر لاسه کړي، ددې په هکله د سرحد چېمبر اف کامرس اینډ انډسټریز پخواني صدر فیض محمد فیض ډیوه ته وویل:

"د پاکستان او افغانستان تر منځه ددغه 56 کلنې پخوانۍ لوظنامې د تجدید په اړخه ځینې جدي اختلافونو له وجې اوس افغانستان د خپل دغه ضرورت تر سره کولو د پاره ایران ته رجوع کړې نو ځکه د پاکستان له اړخه فقط 30 فیصده ضرورت تر سره کېږي کومې چې ځايي ټرانسپورټران ډېر متاثره کړي".

په 1965م کال کې لاسلیک شوې دغه لوظنامه کې ټاکل شوې وه چې د دواړه ګاونډي هیوادونو په خوښه به هر لس کاله پس دا نوې کېږي خو دواړه هیوادونه تر ډیرو کالونو په دې کار کې ناکامه پاتې کېدو نه پس د امریکا په منځګړتوب بالاخر په 2010م کال کې د لوظنامې نوې کېدو ته تیار شول.

د افغانستان غوښتنه وه چې ددغې لوظنامې لاندې دې ورته د پاکستان د لیارې هند سره د دوه اړخیزه تجارت کولو اجازت ورکړی شي، دغه رنګې پاکستان هم په دې هڅه کې وو چې د د افغانستان د لارې منځنۍ اېشیا ته خپل تجارت و غزوي.

خو چې پاکستان افغانستان ته خپله خاوره د هند سره د ګډ تجارت د پاره له استعمالولو انکار وکړ نو افغانستان هم د پاکستان غوښتنه ونه منله او دغه لوظنامه د دواړو د غوښتنې او ضرورت مطابق تجدید نه شوه.

دا درېیم وار دی چې پاکستان ورته د لنډې مودې د پاره توسیع ورکړه ځکه څېړنکاران وایي که پاکستان داسې ونه کړل نو د کراچۍ په بندر او د تورخم، چمن او خرلاچي په پولو به د سلګونو په شمېر ډک تجارتي ګاډي را ایسار شي چې له وجې یې پاکستان ته امنیتي ستونځې پېښېدای شي.

  • 16x9 Image

    ابراهیم شینواری

    ابراهیم شینواری له 2006م کال راهیسې د پښتونخوا په خیبر ضلع کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او تجارتي موضوعاتو رپوټونه جوړوي. په پولیټیکل ساینس کې یې ماسټري کړې ده. شینواري په 1989م کال کې له (مسلم) ورځپاڼې څخه صحافت پیل کړی، بیا یې وخت په وخت له نیوز او ډان ورځپاڼو او بي بي سي پښتو سره هم کار کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG