لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان پوځ وایي افغانستان سره یې دخپلو ټولو غیر رسمي لارو څارنه سخته کړې ده


د افغانستان له اړخه دامنیتي اندېښنو له کبله پاکستان د افغانستان سره خپلې ټولې غیر رسمي لارې تړلې دي اؤ د تورخم په ګډون یې په نورو رسمي پولو دخپلو امنیتي ځواکونو شمیره زیاته کړې ده خو د تورخم پوله د دوه اړخیزه تجارت اؤ مشروط پیدل تګ راتګ د پاره خلاصه ده.

دپاکستان دپوځ لخوا په یو وروستي بیان کې ویل شوي چې افغانستان کښې په چټکتیا سره دبدلیدونکو امنیتي حالاتو له امله دافغانستان له اړخه پاکستان ته دشکمنو ترهګرو د راننوتلو مخنیوي دپاره افغانستان سره په ټولو رسمي اؤ غیر رسمي پولو د تګ راتګ په لیارو څارنه نوره هم سخته کړل شوې ده.

دپوځ دمطبوعاتي څانګې بیان کې ویل شوي چې دپوځ اؤ ملیشې ترڅنګ دځايي پولیسو اضافي ځواکونه هم په تورخم اؤ نورو پولو ګمارل شوي دي.

پوځ پخپل بیان کې دا هم ویلي چې ټولې غیر رسمي لیارې یې تړلي البته د توخم عمومي لیار د دواړو ګاونډی هیوادونو تر منځ د دوه اړخیزه تجارت پاره خلاصه پریښودل شوې او ورسره په دغه لیاره د دواړه هیوادونو تر منځه د هاغه کسانو تګ راتګ هم دوام لري چې دپولې دواړه غاړو ته بند پاتې شوي وؤ.

خو د تورخم په پوله موجود یو ځايي تاجر اؤ د کسټم کلیرنګ ایجنټ قاري نظیم ګل وي او ای ډیوه ته وویل چې که څه هم دغلته تجارتي هلې ځلې اؤ د عامو خلکو تګ راتګ دوام لري خو ځینې هاغه افغانان چې دکوټې نه تورخم ته راغلي اؤ ددغه لیارې خپل هیواد ته بېرته ستنېدل غواړي نو ددوئ سفري اسناد ډیر په دقیقه توګه کتل کیږي اؤ چې دچا اسنادو کښې څه فرق وي نو هغوئ دپولې نه بېرته ستنولی شي.

دپاکستان له اړخه په خپله پوله دا ګامونه په داسې وخت کښې پورته کړل شوي چې دافغان ولسمشر ډاکټر اشرف غني له اړخه په پاکستان تورونه لګول شوي چې په دې وروستیو کې دپاکستان اؤ نورو هیوادونو لخوا ۱۰ زره جنګیالي افغانستان ته اوښتي دي.

اشرف غني دا دعوه په داسې حال کې کړې چې په دې وروستیو کې دافغان ځواکونو په ضد طالبانو خپل بریدونه چټک کړي اؤ د یو شمیر ولسوالیو دنیولو دعوې یې هم کړي دي.

خو پاکستان د افغان ولسمشر دا دعوه رد کړې چې ګنې دپاکستان نه وسله وال افغانستان ته اوړي اؤ بریدونه کوي .

پاکستاني چارواکي وایي افغانستان سره یې په ګډه پوله داغزن تار لګولو ترڅنګ دترهګرو دفعالیتونو مخنیوي دپاره یو شمیر نور اساسي ګامونه هم اخستي دي.

د افغانستان دننه دامنیت دخرابې وضعې له امله دتورخم دلیارې دافغانستان اؤ پاکستان ترمنځ دوه اړخیزه تجارت کښې هم کمی راغلی اؤ دیو ځایي کسټم کليرنګ ایجنټ مجیب الرحمان په وینا دا مهال د ورځې په کچه په مشکله سره د اتیا نه واخله تر سلو پورې د تجارتی توکو ډک ګاډی (چې دافغان ټرانزیټ ټریډ ګاډی هم شامل دي) دتورخم د لیارې افغانستان ته ځي.

د هغه په وینا د افغانستان داخلي حالاتو پاکستاني تاجران ویرولي اؤ هغوئ نه غواړي چې دبدو حالاتو له امله یې سرمایه په افغانستان کښي ډوبه شی, البته دوئ په انتظار دي چې د افغان حکومت اؤ طالبانو ترمنځ د روانو خبرو اترو څه ښې نتیجې مخې ته راشی.

بل اړخ ته د تورخم په پوله د موجود پاکستانی ایمیګریشن چارواکو په وینا افغانستان کښې دامنتي اندېښنو باوجود په تیرو څو ورځو کښې د زرګونو په شمیره کښې هاغه افغانان چې په پاکستان کښي بند پاتې شوي وؤ, دغټ اختر خپلو خپلوانو سره یؤ ځائ نمانځلو دپاره خپل هیواد ته ستانه شول اؤ اټکل کیږي چې دغه لړي به تر د دوشنبې یا دګل ورځې پورې دوام ولري

  • 16x9 Image

    ابراهیم شینواری

    ابراهیم شینواری له 2006م کال راهیسې د پښتونخوا په خیبر ضلع کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او تجارتي موضوعاتو رپوټونه جوړوي. په پولیټیکل ساینس کې یې ماسټري کړې ده. شینواري په 1989م کال کې له (مسلم) ورځپاڼې څخه صحافت پیل کړی، بیا یې وخت په وخت له نیوز او ډان ورځپاڼو او بي بي سي پښتو سره هم کار کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG