پېښور ـــ د خېبر پښتونخوا اعلی پوليس چارواکي وايي په تېرو 21 کلونو کې په صوبه کې په بمي چاودنو، ځان وژونکو بريدونو، پوليس مقابلو او ناڅاپي بريدونو کې څه 1505 د پوليس محکمې کارکوونکي اهلکار او افسران په نخښه شوي دي.
په پېښور کې په امنيتي امورو باندې کارکوونکی خبريال جاوېد عزيز خان وايي د پېښور پوليسو پخوانی مشر ملک سعد او د بنو ضلعې د هغه وخت ډي ای جي عابد علي په کال 2007م او کال 2006م کې د ترهګرۍ په پېښو کې په نخښه کېدو نه وروسته يو داسې لړۍ شروع شوه چې په سوونو پوليس اهلکار په دغو پېښو کې د ډيوټۍ په مهال په نخښه کړی شوي دي.
عزیز خان وایي په کال 2010 کې په څلورم اګست د پوليسو يو اعلی او "زړور" پوليس افسر صفت غيور په ګاړي باندې هم چې کله ځان وژونکی بريد وشو او هغه په نخښه شو د دغې پېښې نه پس دغه ورځ د پوليس محکمه د پوليسو د شهيدانو د ورځې په توګه نمانځي:
"په دې ورځ د خېبر پښتونخوا او پاکستان ټولو پوليسو ته د عقيدت پېرزونې وړاندې کېږي ولې چې زمونږ صوبه د ترهه ګرۍ پر ضد په وړومبي صف کې وه نو دلته په پوليس بريدونه هم د نورو صوبو نه سېوا دي او هم دا وجه ده چې د پوليس، پوځ او د عام ولس د شهيدانو او ټپيانو شمېر هم د نورو صوبو په مقابله کې سېوا دی".
جاوېد عزيز خان وايي پوليس د ترهګرۍ په ضد په وړومبي صف کې جنګېدو او دومره ځاني زيان نه باوجود نن هم دغه هومره د خطر سره مخ دي.
عزیز خان وایي د افغانستان د صورتحال نه خېبر پښتونخوا نېغ په نېغه اغېزمنه کيږي. کله چې هلته حالات کړکيچن شي نو دلته کې هم بريدونه سېوا شي. کله راهسې چې هلته اوس بيا حالات خراب شوي دي نو دلته بريدونه سېوا شوي دي او پوليس محتاط کړی شوي دي.
خو د پېښور پوليس يو پخوانی افسر او د يوې څيړنيزې ادارې نېشنل تینک ټېنک مشر اختر علي شاه وايي د خېبر پښتونخوا پوليس اوس هم د ډېرو چېلنحونو سره مخ دي. د پښتونخوا پوليسو په تېرو کلونو کې د ترهګرۍ څنګه مقابله کړې ده. وخت سره سره د دوی د تر هګرۍ د پېښو په مخنيوي کې استعداد هم سېوا شوی دی:
"د افغانستان موجوده صورتحال چې طالبانو په خپلو بريدونو کې تندي راوستې ده. د دې اثرات په خېبر پښتونخوا کې هم پېدا شوي دي او په وروستيو کې د پوليس په چارواکو باندې بريدونه هم شروع شوي دي، څو پورې چې د پوليس خبره ده نو د 2004 نه را په دې خوا پوليس د ترهګرۍ سره مخ شوي دي. دوی په ورو ورو خپل استعدادي صلاحيتونه سېوا کړي دي".
خو سيد اختر علي شاه وايي ورسره ورسره پکار ده چې د پاکستان حکومت د افغانستان په حقله خپله پاليسي هم په ډاګه کړي.
په افغانستان کې چې طالبانو ته څومره زيات تقويت رسي، هغه شان به دې خوا هم د دغسې خلکو حوصلو ته وده ملاويږي نو د دې پاره واکدارانو ته پکار ده چې د دې تياري وکړي او د ترهګرۍ پر ضد دې خپله پاليسي په ډاګه کړي.
څېړونکي وايي د افغانستان بې ثباتي او بدامني به نېغ په نېغه په خېبر پښتونخوا باندې اثر غورځوي او دلته چې څه هم د بدامنۍ او ترهه ګرۍ پېښې کيږي پوليس به يو ځل بيا د دغو بدو پېښو د مخنيوي لپاره په وړمبي صف کې وي خو پکار ده چې پاکستان په افغانستان کې د امن راوستلو لپاره خپل کردار ولوبوي چې په خېبر پښتونخوا کې هم بيا د تېرو کلونو په شان داسې حالات پېدا نه شي چې پوليس نور قيمتي ځانونه او ژوندونه د لاسه ورکړي.