لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرمه کې د دوؤ قامونو وسله واله نښته کې 8کسان وژل شوي،12ژوبل


پولیس وایي دخیبر پښتونخو قبايلی ضلعه کرم کې د زمکې په شخړه د دوؤ قومونو ترمنځ وسله واله نښته شوې چې پکې اته کسان وژل شوي اؤ 12 نور ژوبل شوي دي.

دغه نښته دکرمې په کوزه برخه چې په لویر کرم هم یادیږي، کې د زیارت په سهار د ساګو کلي اؤ شیر خان کلي د جالندهر اؤ سادات قومونو تر منځه د شاملاتو د زمکې د ویش پسر شوې ده.

ځایي سرچینې وایي په وژل شؤو کسانو کښې د شپږو تعلق د ساګو کلي او دووؤ نورو تعلق د شیر خان کلي سره دی.

د ځایي مشرانو په وینا ددغه دواړو کلیو تر منځه دشاملاتو په زمکه دغه جنجال دتیرې څه مودې راهسې رارون ؤ اؤ تر پرونه د دواړه خواؤ تر منځه ډزبندي هم وه د کومې ختمیدو نه وروسته چې نن د زیارت په سهار دغه خونړۍ پېښه مخې ته راغله.

په سیمه کښي موجود پولیس چارواکو ددغه پېښې پخلی کړی اؤ د ظریف خان نومې پولیس چارواکي وي او ای ډیوه ته وویل چي مړی اؤ ژوبل شوي کسان د پوسټ مارټم اؤ درملنې دپاره دپاړه چنار هسپتال ته وړل شوي اؤ دا چې اوس په سیمه کښي حالات ددوئ په کنټرول کښې دي.

هغه زیاته کړه چې قامی مشران هم ددوئ سره په امن راوستلو کښې ملګري دي اؤ د دواړه خواؤ سره یې خبرې اترې روانې دي.

دپاړه چنار طوري قام یوه مشر محمود جان طوري ددغې پېښې په اړه ډیوه ته وویل چې د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا صوبه کې له ورګډیدو وروسته په کرم ضلعه کښې دګډو زمکو دحدبندۍ پسر شخړو کې یو شمیر کسان وژل شوی اؤ ژوبل شوي دي خو نه خو ځایي پولیس اؤ نه دضلعې انتظامیې ددغو شخړو هواري د پاره کوم زړه پورې ګامونه پورته کړي دي.

د محمود جان طوري په وینا که څه هم اوس قبايلي سیمو ته عدالتي نظام هم غځول شوی خو دغلته هم د زمکو د شخړو په هواري کې ډيره موده لګي.

قبايلي ضلعو کښې کرمه یوازینۍ داسې علاقه ده چې پکې دپیرنګیانو د وخت معرفي کړل شوی د پټوار نظام موجود دی خو ولې بیا هم د خپلو حدودو دتعین په شخړه د ځایي قومونو تر منځه وخت په وخت اختلافونه منځ ته راځی اکثره په خونړیو نښتو هم بدل شوي دي.

په نورو قبایلي ضلعو کې چرته هم د پټوار نظام نشته د کومې له وجې چې نه یوازې پولیس, ضلعي انتظامیه بلکې عدالتونو ته هم د زمکو دملکیت او حدود تعین کولو کښې مشکلات دي.

  • 16x9 Image

    ابراهیم شینواری

    ابراهیم شینواری له 2006م کال راهیسې د پښتونخوا په خیبر ضلع کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او تجارتي موضوعاتو رپوټونه جوړوي. په پولیټیکل ساینس کې یې ماسټري کړې ده. شینواري په 1989م کال کې له (مسلم) ورځپاڼې څخه صحافت پیل کړی، بیا یې وخت په وخت له نیوز او ډان ورځپاڼو او بي بي سي پښتو سره هم کار کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG