د پاکستان د امنيت يوې څيړنيزې ادارې په خپل روستي رپورټ کې ويلي د روان کال د اګست په مياشت کې دکال ۲۰۱۶ وروسته په يوه مياشت کې دپاکستان دننه تر ټولو زيات بريدونه شوي دي۔
د رپورټ تر مخه د اګست مياشت کې په ټول هیواد کې نزدې ۴۵ بريدونه شوي چې مرګ ژوبله پکې اوښتې ده۔
څيړونکي وايي په افغانستان کې د طالبانو واک کې راتلو سره په پاکستان کې هم د امنيت وضع خرابېدی شي۔
دڅيړنيزې ادارې پاکستان انسټيټوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډې لخوا ميډيا سره دشريک کړل شوؤ شمېرو ترمخه په دې ۴۵ بريدونو کې نزدې څلور شپيته تنان وژل شوي چې پکې څلور ديرش عام وګړي او دويشت د امنيتي ادارو غړې شامل دي۔
رپورټ کې ويل شوي د بدامنۍ ترټولو زياتې پېښې د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو او بلوچستان صوبه کې رپورټ شوي دي۔
څيړونکي وايي د بد امنۍ پېښو کې زياتوالی په داسې حال کې مخې ته راغلی چې ګاونډې هېواد کې افغان طالبانو واک ترلاسه کړی او ددغه هیواد د جيلونو نه پاکستاني طالبان خوشې کړی شوي دي۔
دپاکستان پوليسو يو پخوانی افسر اختر علي شاه وايي د تحريک طالبان پاکستان دغړو خوشې کيدو او جلا شوؤ ډلو بيا رايوځائ کيدو سره په امنيتي ادارو بريدونه سېوا شوي دي۔
ډيوه سره خبرو کې نوموړي وويل په دې سيمو کې هغه د تحريک طالبان پاکستان پلويان چې خپلې هلې ځلې یې پريښې وې، اوس يو ځل بيا فعاله شوي چې ورسره د امنيت وضع خرابېدی شي۔
د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې د زياتره بريدونو پړه تحريک طالبان پاکستان په غاړه اخلي او هغوئ دعوه کوي چې د اکست په مياشت کې یې دوه ديرش بريدونه کړي چې امنيتي ادارو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده۔
د دوئ د ټولو دعوو د ازادو سرچينو لخوا پخلې نه کيږی۔
خو د خېبر پښتونخوا دامنيتي ادارو چارواکي وايي د صوبې بېلا بېلو برخو کې يې د لټون عمليات پېل کړې دي او هغه تنان چې د وسله والو سره رابطې لري د څار لاندې ساتل کيږي۔
تيره ورځ د چارسدې شبقدر پوليس ويلي وؤ د پاکستاني طالبانو پخوانی ځايي کمانډر يې نيولې او دوئ اوس هم وخت په وخت د اعلا چارواکو په وینا عمليات تر سره کوي۔
پاکستان بيا بيا د افغانستان په پوله د پاکستاني طالبانو په فعاليت اندېښنې ښودلي او وایي دوئ طالبانو سره رابطه کې دي چې د پاکستاني طالبانو مخه ونيسي۔
خو افغان طالبانو مطبوعاتو ته ويلي چې پاکستاني طالبان دپاکستان په ضد جګړې نه منعې کول افغانستان پسې تړاؤ نه لري اؤ دا کار به پخپله پاکستان ته کول وي چې هغوئ طالبان قانع یا منعې کړي.