لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: پاکستان چې د طالبانو د حکومت وکالت کوي اوس هم افغانستان ته د سټراټیجیکي ژورتیا په نظر ګوري


اسلام اباد ـــ د سياسي او نظامي چارو څېړونکي وايي پاکستان ځکه د افغان طالبانو د حکومت لپاره په نړيواله کچه وکالت کوي چې اسلام اباد اوس هم افغانستان ته د سټراټيجکي ژورتیا په توگه ګوري او غواړي چې طالبان دې مدام د پاکستان سفارتي او اقتصادي مرستو ته لاس په سوال وي.

د پېښور پوهنتون د نړیوالو اړيکو د څانگې استاد خورشید خان وايي پاکستان داسې کوم لوی طاقت نه دی چې نړۍ دده په سترګه افغانستان ته وګوري او په افغانانو کې په خپله هم د پاکستان د کردار په اړه يوه کرکه شته.

اخوا د دفاعې چارو څېړونکي ليفټننټ جنرال رېټاېرډ طلعت مسعود وايي پاکستان ځکه د افغانستان وکالت کوي چې له افغانستانه د خراب وضعیت د اغېزو په خپله هم نېغ په نېغه ښکار کېږي.

د سیمې د نورو هېوادونو په نسبت پاکستان د افغانستان په اوسني کړکېچ د طالبانو د حکومت تر شا کلک ولاړ دی او په دې وروستیو کې اسلام اباد نه يواځې افغانستان ته امداد لېږلی بلکې تر دې چې په نړيوال ډګر د طالبانو د واکمنۍ د منلو لپاره هم وکالت کوي.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د امريکا له سي این این ټیلیویژن سره وړمه ورځ مرکه کې ویلي چې امریکا افغانستان ته د نړیوالو ترهګرو د ځپلو لپاره راغلې وه خو وايي که اوس بيا دا هېواد همداسې پرېښودل شي او نا ارامي پکې جوړه شي نو يو ځل بيا هلته د نړیوالې ترهګرۍ ډار شته.

همدا ډول د پاکستان د قامي سلامتيا مشير معيد يوسف هم د طالبانو په اړه د نړۍ په تګلاره نیوکې کوي.

پرون په اسلام اباد کې د نړیوالو رسنیو سره په خبرو کې نوموړي وويل چې د طالبانو د حکومت د ستونځو په اړه د نړۍ د انتظار او کتو تګلاره يوه ناسمه حکمت عملي ده او وايي دا چلند به افغانستان د لا نورې اقتصادي تباهۍ لوري ته ديکه کړي.

پاکستان ولې له نړۍ د افغان طالبانو لپاره اسانۍ غواړي چې هغوی تر اوسه د ښځو او بشري حقونو او د ټول شموله حکومت په اړوند د نړۍ سره کړي لوظونه نه دي ترسره کړي او بله پوښتنه دا چې نړۍ به ولې د افغانستان مسلو ته د پاکستان په سترګه وګوري او اېا د افغانستان په معامله کې د پاکستان کردار خو د افغانانو غصه راونه پاروي.

په دې اړه د پېښور پوهنتون د نړیوالو اړيکو د څانگې استاد خورشید خان ډيوه ته وايي د افغان اولس لپاره د نړۍ امداد غوښتل او د طالبانو د حکومت وکالت کول به د پاکستان په نظر مقامي سياست وي خو نړۍ دې کردار ته د نړيوال سياست په نظر ګوري.

هغه وایي د «های پالېټیکس» نه د هغه مراد د افغانستان په اړه د پاکستان د سټراټيجکي ژورتيا لټون دی. وایي دا په دې معنا نه دی چې ګواکې پاکستان په افغانستان قبضه وکړي لکه څنګه چې د نوي په لسيزه کې شوي وو، بلکې پاکستان په کابل کې داسې حکومت غواړي چې د دوى سفارتي او اقتصادي مرستو او ملاتړ ته مدام لاس په سوال وي.

اخوا د افغانستان په کورنیو چارو او د پاکستان په تګلاره نظر لرونکی د پاکستان د پوځ پخواني افسر طلعت مسعود ډيوه ته وايي پاکستان ګڼي چې دا وخت په افغانستان کې د خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی او هلته خلک د نړۍ مرستو ته اړتيا لري او پاکستان نه غواړي چې طالبانو ته د زور ورکولو په ترڅ کې ددغه هېواد خلک دل شي:

"که په افغانستان کې وضعیت نور بدېږي نو هلته امن هم خرابېدای شي او ددې د بدو اغېزو به پاکستان او سيمه ښکار کېږي نو ځكه پاکستان دغلته د سياسي او اقتصادي ثبات لپاره کار کوي".

طلعت مسعود وايي دې ټولو څيزونو ته په کتو که نړۍ د طالبانو حکومت په رسميت نه مني نو نه دې مني خو ددې مطلب دا هم نه دی چې د افغانستان لپاره حالات دومره خراب کړی شي چې هلته غريبي زياته شي او ترهګري سر راپورته کړي.

څېړنکار خورشید خان وايي نړۍ به ولې افغانستان ته د پاکستان په تناظر کې وګوري، ځکه چې وایي پاکستان کې خو په خپله جمهوريت او پارلیمان شته او د عصري رياست اډاڼه هم لري، د بشري حقونو قوانین لري خو طالبان ددې قدرونو بېخي منکر دي. هغه وایي بله دا چې پاکستان داسې يو پټ طاقت نه دی چې نړۍ یې نه پېژني:

"که دا خبره هندوستان يا چين کوي نو د هغوى په نړۍ کې يو اثر شته او خلک یې هم خبرې ته وزن ورکوي خو پاکستان چې په خپله هم د نړۍ اقتصادي او نور امداد ته لېواله دی نو ولې به نړۍ د دوی په سترګه د افغانستان کشالې ته وګوري".

ښاغلی طلعت مسعود بيا وايي پاکستان نړۍ ته د طالبانو وکالت ځکه کوي چې هغوی دلته پاتې شوي دي او پاکستان پرې يو اثر لري. هغه وایي پاکستان کوښښ کوي چې نړۍ له ځان سره مل کړي او د طالبانو د سوچ بدلولو لپاره په هغوی اثر واچوي:

"پاکستان په خپله هم په دې پوهېږي چې تر څو طالبانو ټولشموله حکومت جوړ نه کړي او د ښځو او بشر حقونو ته احترام ونه لري نو په افغانستان کې پایدار امن نه شي راتلای".

خورشید خان وايي د طالبانو لپاره په نړيواله کچه د پاکستان وکالت افغان ولس غصه کړی دی او په دې وروستیو کې د پاکستان د استخباراتي ادارې د مشر فېض حميد د کابل سفر هم د افغانانو سخت غبرګون راپارولی دی او وايي ددغه سفر وروسته طالبان هم د حکومت په معامله د خپلمنځي اختلافاتو ښکار شوي او طالبانو هم دا مداخلت نه دی خوښ کړی.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معيد يوسف وايي که نړيوالې ټولنې د کابل سره اړيکې ختمې کړې نو په افغانستان کې به يوه امنیتي تشه را پېدا شي. داعش، پاکستاني طالبان او القاعده هلته اوس هم شته او دا په يو ستر خطر بدلېدای شي.

ځانګړې ویډیوګانې

په خېبرپښتونخوا کې د ماهیانو د ښکار ځایونه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:07 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG