لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش په کوهاټ کې د پوليو په ټيم د بريد زمه واري منلې


داعش د خېبرپښتونخوا په کوهاټ ضلع کې د پوليو په ټیم د بريد زمه واري منلې په کوم بريد کې د پوليو ټیم ساتونکی پولیس په ډزو وژل شوی وو، دغه بريد د پوليو د کمپاين په مهال په 19 ستمبر شوی وو.

داعش د کوهاټ د بريد زمه واري پرون په 21 ستمبر منلې وه، له دې وړاندې يې په باجوړ کې په امنيتي ځواکونو د بريد زمه واري او په پېښور کې يې د يو تن د وژلو عوه کړې خو د پېښور پېښه ځايي چارواکي نه تاييدوي. دا په څو ورځو کې د داعش د بريدونو درېمه زمه واري ده چې منلې يې ده.

د تازه پېښو نه وړاندې په اورکزو کې د دوه ځايي مشرانو د وژلو زمه واري هم داعش منلې وه.

د داعش د بريدونو او زمه وارو منلو په اړه امنيتي څيړونکي وايي دا د اندېښنې وړ خبره ده.

د امنیتي چارو څيړونکی سيد نظير وايي داعش په پاکستان او افغانستان کې شتون لري او د ډېر وخت راهسې وخت په وخت د بريدونو زمه وارۍ مني.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، په سيمه کې د داعش د خطرې د مخنیوي دپاره به د سيمې هېوادونو ته په ګډه کار کول وي.

هغه زياته کړه په ځانګړي ډول پاکستان او افغانستان له به د دې خطرې مخنیوي پکار وي ځکه چې که داعش دلته سر راپورته کوي ګواښ به دې دواړو ملکونو ته وي.

خبريال او څيړونکی شاه رضا شاه وايي په پاکستان کې د وړاندې نه تندروه فکر او تندروه ډلې شتون لري.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل دغه فکر لرونکي او تنظيمونه په راتلونکي وخت کې د داعش دپاره اثاثې ګرځېدی شي.

هغه زياته کړه په وروستیو کې تاسو وليدل چې د اسلام اباد په سور جومات (لال مسجد) او جامعه حفصه کې زده کوونکي د داعش په ملاتړ کې ليدل شوي وو.

د نوموړي په خبره دغه سوچ څرګندونه کوي چې داعش په راتلونکې کې غټ خطر جوړېدی شي.

د داعش په پاکستان کې د بريدونو د زمه وارۍ خبرونه په داسې حال کې مخې ته راغلي چې په 15 اګست طالبانو کابل نيولی او هغه وخت ويل شوي وو چې د افغانستان د جېلونو نه د تحریک طالبان پاکستان او القاعده غړي خوشي شوي دي.

له دغې وروسته د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شېخ رشيد ويلي وو ټي ټي پي او داعش د پاکستان سره په پوله د افغانستان د ننګرهار په غرييزه سيمو کې شتون لري.

په 17 اګست رشېخ رشيد ويلي وو په افغانستان کې د طالبانو سره په رابطه کې یو، او هڅه کوي چې ټي ټي پي د پاکستان پرضد د افغانستان خاوره ونه کاروي او طالبانو ته يې ويلي چې پاکستان به هم کومه لاس وهنه نه کوي.

خو له دې وړاندې پاکستان تل دا دعوه کړې چې په پاکستان کې داعش په منظمه توګه شتون نه لري.

ځانګړې ویډیوګانې

په خېبرپښتونخوا کې د ماهیانو د ښکار ځایونه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:07 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG