لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تورخم کسټم ټرمینل جوړولو په ضد دشینوارو خوګه خیل قام احتجاج کړی


ددغه احتجاج په ترڅ کښې د تورخم پولې ته غځېدلی مرکزي سړک هم نن په دویمه ورځ په مکمله توګه تړل شوی ؤ چې له امله یې لکه د پرون, نن هم په دغه لاره افغانستان سره دوه اړخیزه تجارت اؤ پیدل تګ راتګ متاثره شوی.

په تورخم کښې د کسټم ټرمینل یا ګمرکي اډې په جوړولو کښې د شینوارو دخوګه خیل قام داضافي زمکې شاملولو په ضد نن په دویمه ورځ هم په لنډیکوتل کښې خوګه خیلو احتجاج کړی دی.

ددغه احتجاج په ترڅ کښې د تورخم پولې ته غځېدلی مرکزي سړک هم نن په دویمه ورځ په مکمله توګه تړل شوی ؤ چې له امله یې لکه د پرون, نن هم په دغه لاره افغانستان سره دوه اړخیزه تجارت اؤ پیدل تګ راتګ متاثره شوی.

سیمې نه د ډيوه دخبریال ترمخه د باران اؤ یخنۍ باوجود نن یو ځل بیا ګڼ شمیر کښې مظاهره چیان د لنډیکوتل باچا خان چوک کښې راجمع شوي وؤ اؤ د بازار دکاندارانو هم دمظاهره چیانو سره دخواخوږۍ په توګه سهار تر دوؤ ساعتونو خپل دوکانونه تړلي وؤ.

دخوګه خیلو یو مشر مفتی اعجاز وي او ای ډيوه ته وویل چې دا ځل هغوئ خپل احتجاج فقط دخپلې یوې غوښتنې ترسره کولو دپاره شروع کړی چې نیشنل لاجسټک سیل (NLC) دې په سمدستی توګه دخوګه خیلو په هغو اضافي زمکو تعمیراتي کار ودروي کومې چې هغوئ تر اوسه حکومت له نه دي ورکړي.

داحتجاج په مهال خوګا خیلو تورخم ته غځېدلی سړک تړلی دی
داحتجاج په مهال خوګا خیلو تورخم ته غځېدلی سړک تړلی دی

د هغه په وینا د هغه قام څو کاله وړاندې د حکومت سره د تورخم کسټم ټرمینل جوړولو په اساس دشوې یوې لوظنامې لاندې درې سوه کناله زمکه د ځینو مراعاتو په عوض ورکړې وه,

دهغه په ونیا خو روستو NLC بغیر دهغوئ له اجازته په زبردستۍ په اضافي زمکه د تعمیر کار شروع کړو اؤ په دې غرض یې د خوګه خیلو ځینو مشرانو نه د باقي قام د خوښې برعکس په یوه داسې لوظنامه لاسلیکونه واخستل کومه چې هغوئ کله هم نه مني.

مفتي اعجاز زیاته کړه چې هغوئ کله هم د کسټم ټرمینل جوړیدو مخالفت نه دی کړی خو هغوئ غواړي چې په دغه جدید ټرمینل کښې داضافي زمکې شاملولو په اړه باید خوګه خیل قام په اعتماد کښی واخستل شي ځکه چې د تورخم پولې سره خوا کښې د زیاتره زمکو مالکان خوګه خیل دي.

هم دخوګه خیل قام یو بل مشر معراج الدین په NLC تور لګوي چې هغوئ په دهوکه د خوګه خیلو ځینې مشرانو نه د ټرمینل جوړولو د پاره د اضافي زمکې شاملولو په غرض په یوه جعلي لوظنامه لاسلیکونه اخستي دي چې قام ته دمنلو وړ نه دي.

بل اړخ ته په پیښور کښې د NLC ویاند سید مشتاق شاه ټینګار کوي چې اول خو د هغوئ اداره دټرمینل جوړونې په اړه شوې هیڅ لوظنامه کښې فریق نه ده اؤ بله دا چې د خوګه خیلو اؤ FBR تر منځه شوې لوظنامه د خیبر د ډپټي کمشنر په دفتر کښې لاس لیک شوې اؤ ددغه لوظنامې لاندې چې NLC ته کوم اختیار ورکړی شوی هم د هاغه اختیار لاندې خپلې وظیفې ترسره کوي اؤ هیڅ تجاوز یي نه دی کړی.

دخوګه خیل قام اؤ NLC تر منځه د راپورته شوي تاؤ تریخوالي کمولو او احتجاج ختمولو په غرض دخیبر ضلعې انتظامیې د خبرو اترو یوه لړۍ هم پیل کړې خو د لنډیکوتل مرستیال کمشنر اکبر افتخار ډیوه ته وویل چې حکومت دخوګه خیلو دغه غوښتنې منلو ته تیار نه دی چې ګنې د ټرمینل د تعمیر کار دې ودرول شي.

خو بل اړخ ته خوګه خیل مظاهره چیان هوډ څرګندوي چې خپل احتجاج ته به ترهغې دوام ورکړي ترڅو چې ددوئ غوښتنې نه وي منل شوي

  • 16x9 Image

    ابراهیم شینواری

    ابراهیم شینواری له 2006م کال راهیسې د پښتونخوا په خیبر ضلع کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او تجارتي موضوعاتو رپوټونه جوړوي. په پولیټیکل ساینس کې یې ماسټري کړې ده. شینواري په 1989م کال کې له (مسلم) ورځپاڼې څخه صحافت پیل کړی، بیا یې وخت په وخت له نیوز او ډان ورځپاڼو او بي بي سي پښتو سره هم کار کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG