لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر پښتونخوا کې سختو بارانونو اؤ د واورې ورښت 12 کسان وژلي،29 ژوبل

خیبر پښتونخوا کې د بارانونو اؤ وارې ورښت خلکو ته سخت مالي اؤ‌ځاني زیانونه اړولي اؤ په بیلابیلو پېښو کې د۱۲کسانو د وژل کیدو ترڅنګ ۲۹ نور ژوبل شوي هم دي.

دقدرتي افتونو په مهال صوبه کې دمرستو دولتي اداره پي ډي ایم ای ددې بارانونو اؤ واورو په مهال د شوؤ زیانونو په اړه خپل رپورټ جاري کړی اؤ وایي چې د دریمې جنورۍ نه تر اوسه بیلابیلو پېښو کې ۱۲ کسان مړه شوي دي.

پي ډي ایم ای وایي په مړو شوؤ کې اووه ماشومان اؤ یوه میرمن هم شامل ده.

د رپورټ له مخې دسختو بارانو اؤ ووارو د ورښت له په بره دیر ضلعه کې تر ټولو زیات لس کسان مړه شوي چې اووه پکې ماشومان اؤ دوه میرمنې دي.

ددې ترڅنګ په بره دیر کې دکورنو ویجاړیدو په پېښو کې اوو تنان ژوبل شوي هم دي، په دغه سیمه کې ټول ۱۳ کورونه ویجاړ شوي دي.

دسختو بارانونو اؤ واورې د ورښت له امله د دیر په ډوګ دره سیمه کې دیو کور کوټه غورځېدلې چې یوه میرمن دهغې درې زامن اؤ یوه لور پکې مړه شوې ده.

دغه پېښه کې د زیانمنې شوې کورنۍ یو غړي شیرین محمد وي او ای ډیوه ته ویلي دوئ یوه کچه کوټه لرله اؤ دهغې دپاسه یې بله کوټه کې څاروي ساتلي وؤ خو د زیاتې واورې د ورښت له امله دڅاروؤ دغه کوټه راناستې ده اؤ لاندینې کوټه کې یې د دوئ د کورنۍ پینځه غړي وژلي دي.

هغه وایي پېښه کې د مړو شوؤ ماشومانو عمرونه دیو کال نه نیولی تر ۱۶ؤ کالو دي.

شیرین محمد وویل پېښه کې د وژل شوؤ ماشومانو پلار یو غریب مزدور کار دی اؤ دهغه دولس کلن زوئ چې په دې پېښه کې مړ شوی ، هم خپله دیاړي مزدوري کوله.

دپي ډي ایم ای په رپورټ کې راغلي چې د بارانونو اؤ واورو له امله په مردان اؤ کوز کوهستان کې هم یو،یو تن مړ شوی دی.

دپي‌ ډي ایم ای ویاند تیمور علي وي او ای ډیوه ته ویلي حکومت دبارانونو اؤ واورو په ورښت کې د زیانمنو شوؤ کورنیو مرستې دپاره بیړني ګامونه اخستل پیل کړ ي دي .

ویاند وایي کوم کسان چې دې پېښو کې مړه شوي دهغوئ پسمانده ګانو ته به دحکومتي پالیسۍ له مخې درې ،درې لکه روپۍ ورکول کیږي اؤ معمولي ژوبلو سره به د۵۰ زرو اؤ سختو ژوبلو سره به دیو لک روپو مرسته کولی شي.

دتیمور علي په وینا کومو کورونو ته چې زیان اوښتی دهغې به بشپړه جاج اخستل کیږي اؤ دبیا رغونې لپاره به یې دغو کورنیو سره دشوي زیان په اساس مرستې کولی شي.

خیبر پښتونخوا اؤ دپاکستان نورو برخو کې د دریمې جنورۍ نه دسختو بارانونو اؤ واورو د ورښت لړۍ پیل شوې وه چې خلکو ته یې سخت زیانونه اړولي دي.

دپایه تخت اسلام اباد سره نزدې دسیلګرۍ سیمه مري کې په سختو واورو کې د راګیریدو له امله ۲۲ کسان مړه شوي هم دي.

مري کې په زرګونو سېلګري په واورو کې ګیر شوي وؤ خو دخالي اؤ اتوار په منځ شپه دپنجاب حکومت ویاند مطبوعاتو ته ویلي چې دغه ټول ګیر سیلګري یې دپوځ په مرسته له سیمې په خوندي ډول ویستلي اؤ دمړي سړکونه یې له واورو پاک کړي دي

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG