لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکال په وړومبۍ میاشت قبایلي ضلعو کې ترهګریزو بریدونو کې 27کسان وژل شوي


Quetta blast Feb 17
Quetta blast Feb 17

د فاټا ريسرچ سنټر دشمېرو ترمخه دجنورۍ مياشت کې په قبايلي ضلعو کي په بېلا بېلو بريدونو کې ټول اوويشت تنان مړه شوي او 17 ټپيان شوي دي۔

په وژل شوو کې شپږ د امنيتي ادارو غړي،10 وسله وال او يولس عام وګړي شامل دي، په رپورټ کې ويل شوي تر ټولو زيات بريدونه په شمالي وزيرستان کې شوي دي۔

تېر کال د جنورۍ مياشت کې په قبايلي ضلعو کې 35 بريدونه شوي وؤ او 34 تنان پکې وژل شوي وؤ۔

د فاټا ريسرچ سنټر مشر منصور محسود وي او ای ډيوه ته وويل په افغانستان کې دطالبانو واک کې له راتلو او دپاکستاني حکومت او تحريک طالبان پاکستان ترمنځ د اور بند ختمېدو نه روسته دغو بريدونو کې ورځ تر بلې زياتوالی روان دی۔

"تحريک طالبان پاکستان بېرته خپلو سیمو ته د راتللو کوښښ کوي، او شمالي او جنوبي وزيرستان کي يې عمليات زيات کړي، ټي ټي پي به پوره کوښښ کوي چې قبايلي ضلعو کې یې دکال ۲۰۰۷ نه کال ۲۰۱۴ پورې کوم واک لرلو، هغه بيا ترلاسه کړي"

تېر کال دسمبر کې دتحريک طالبان پاکستان سره د اوربند ختمېدو روسته دپاکستان داطلاعاتو وزير فواد چوهدري وويلي وؤ دتحريک طالبان پاکستان په اړه د رياست دریځ واضحه دی او هغه دا چې څوک د پاکستان آیين او قانون منونکي نه جوړیږي نو په ضد به یې ریاست د پخوا په شان جګړه کوي۔

دغسې د پاکستان د فوځ وياند مېجر جرنل بابر افتحار ويلي پوځ د ټي ټي پي پر ضد په عملياتو بوخت دی۔

تحريک طالبان پاکستان روان کال د جنورۍ مياشت کې 40 نه د زياتو بريدونو ذمه واري پغاړه اخستې چې پکې دچترال، اسلام اباد، کراچۍ، او پېنډۍ پڅیر ښارونه هم شامل دي،

دې بریدونو کې د زیاترو پخلی ځايې چارواکي هم کوي۔

تېر کال ددسمبر مياشت کې پاکستاني طالبانو د 44 بريدونو ذمه واري پغاړه اخستې وه۔

څيړونکی او خبريال حق نواز وایي په افغانستان کې د طالبانو واک کې له راتلو روسته پاکستان کې ګڼل کېده چې د ترهګرۍ بريدونه به کم شي ځکه چې افغان طالبانو د دوحې تړون کي ويلې وؤ چې خپله خاوره به د کوم بل هېواد په ضد نه کارؤل کیدو ته نه پریږدي خو په پاکستان کي دغسې ونشوه، او بريدونه ورځ تربلې زياتيږي۔

دنوموړي په وینا پاکستاني چارواکي وخت په وخت وایي چي پاکستاني طالبان په افغانستان کې مېشت دي او دلته بريدونه پلان کوي.

"افغان طالبان د پاکستاني طالبانو په خلاف سمدستي کوم عمليات هم نه شي کولی ځکه چې يو خو دوئ يو بل سره مسلکي او د عقېدي په بنياد اړيکې لري بل دوئ ځینو وختونو کې په مېدان کې يو ځائ جنګيدلي هم دي، او دا يره هم شته که افغان طالبان د دوئ په ضد سخت ګام پورته کړي نو پاکستاني طالبانو کې ځني بيا داعش ته د تلو امکان هم لري"

د پاکستان انسټېټیوټ اف پېس سټډیز په خپل کلیز رپورټ کې ویلي وؤ په کال 2021م کې په پاکستان کې 207 د ترهګرۍ حملې شوي وې او 335 کسان پکې وژل شوي وؤ.دغو بریدونو کې زیاتره داعش اؤ ټي‌ ټي پي لاس لرلو

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG