په يوکرین د روس دبريد په اړه پاکستان کې هم په سوشل ميډيا تاوده بحثونه روان دي، اؤ په ټویټر د "یوکرین" په نوم هېش ټېګ پاکستان کې ټاپ یا دسر ټرینډ دی.
عبدالباسط نومې يو تن په ټوېټر ليکلي د پاکستان د وزير اعظم عمران خان ماسکو ته دوره په ناسم وخت کې په ناسم ځائ کې دخبرې لویې مثال دی، عمران خان د روس سره دوه اړه خيزه تعلقاتو د نوي پړاو پېل کولو فرصت په يو چېلنج کې بدل کړو.
عائشه اعجاز خالد خان ليکلي د عمران خان روس ته په دې وخت کې تګ ښاېې چي بې پلوه نه دی پاتې او د روس ملګرتيا کوي،
هغې په ټویټر لیکلي اميد لري چې پاکستان به ددې غېر ضروري عمل معاشي اثراتو ته تيار وي۔
وتلي خبريال سيد طلعت حسېن په ټويټر ليکلي د ماسکو دوره په رښتيا هم تاريخي ثابتيږي، دا نه چې یوازې مونږ به يې ياده ساتو، بلکې دپيوټن ترڅنګ به يې ټوله مغربي دنيا دا کله هم هېره نه کړي۔ او مونږ چې کله د دې د هيرولو هڅه کوؤ نو واشنګټن،لندن او پورپ به زمونږ ياداشت بيا په ځائ کوي۔
رضا احمد رومي هم څيړونکې دی په ټويټر د يو ټويټ په جواب کې ليکلي د سوچ خبره ده چي زمونږ دخارجه چارو دفتر او ايجنسو په سمه توګه عمران خان ته بريفنګ نه دی ورکړي يا بيا هغوئ د بېن الاقوامي چارو په اړه زيات معلومات نه لري۔
عبدالباسط بيا ليکلي عمران خان ته ميډيا سره خبرو کولو نه ډډه پکار ده او په شريکه په مختاط انداز کې ليکل شوې يوې مطبوعاتي اعلامیه ورته جاري کول پکار ده.
خبريال کامران خان ليکلي نه پوهيږي چې د دې حماقت اميزه دورې په شا څوک دي، اوس دې د وزيراعظم د کابېنې غړې دا د ذهن نه وباسي چي د پاکستان او روس ترمېنځه تجارتي معاهدې نن لاس ليک کيدې، ځکه چې روس باندې خطرناک نړيوال بنديزونه لګيدلي او نور به پرې لګول کيږي، شمالي او جنوبي ګېس پائپ لائين دې هم هېر کړي او زر دې کور ته راستانه شي۔
خبريال شاه رضا شاه ليکلي "په موجوده وخت کې مونږ د تاريخ په غط اړخ ولاړ يو او د پاکستان تحريک انصاف د غلطو پالسيو نتجه ده، ځکه چې عمران خان په روس کې دی، پيوټن په يوکرېن بريد وکړو او نړيوالو د پيوټن ددغه ګام غندنه کړي ده"
د مسلم ليګ نون پخواني وزير خواجه سعد رفيق په ټوېټر ليکلي د روس په يوکرېن بريد غېر منصفانه او شرمناک دی
هغه وایي ، دا بريد د روس د سوېت يونين د پراخه کولو لور ته يو غېر قانوني ګام دی، او د وزير اعظم د دورې وخت ښايي چې د روس دې ګام ته يې دپردې ترشا ملاتړ ترلاسه دی،
پخواني پوځي کرنل خالد منېر د يو ټويټ په ځواب کې ليکلي دا دوره د وړاندې نه ټاکل شوې وه، د دورې ځنډولو په صورت کې به روس خفه کېدو او د کولو په صورت کې یې يورپ او امريکه، خو اميد لري چې عمران خان ميډيا سره خبرې ونه کړي ځکه چې د کيدونکو سوالو نو د پاره به نه وي تيار،
څيړونکي او خبريال سليم صافي ليکلي ښایي چې د روس صدر په اګاهانه ډول دپاکستان وزير اعظم عمران خان ته په داسي وخت بلنه ورکړې ده، او د هغه استقبال يې په يوکرېن د بريد سره وکړو،
هغه په ټویټر لیکلي چې عمران خان سره موجود وزيران او او مشيران دي وزيراعظم په دې پوهه کړي چې داسي کوم بيان ورنکړي چي د يوکرېن په ضد د روس د عملياتو د ملاتړ تاثر ترې راولاړیدای شي۔
د پاکستان پيپلز پارټۍ سنېټرې شېري رحمان ليکلي عمران خان د روس دوره په ډير غلط وخت کې کړې ده،دا وخت يورپ د دويم جنګ عظيم نه راپديخوا لويه شخړه کې بوخت دی۔
محمد عاصم خان ليکلي الله دې وکړي چي عمران خان د روس صدر ددې مسلې په اثراتو پوهه کولو کې کامياب شي او دا خطه د امن او سلامتيا يو مثال جوړ شي۔
پاکستان کې دمخکې نه څېړونکو ماسکو ته د روان کړکیچ په جریان کې د وزیراعظم عمران خان په سفر نیوکې کولې اؤ دریځ یې لرلو چې روسیې ته دعمران خان د سفر وخت مناسب نه دی.
خو روس ته دپاکستاني پلاوي له سفر وړاندې پاکستاني حکومت پلوه میډیا اؤ سیاسي فعالینو دعمران خان دا سفر تاریخي بللی ؤ.
په عین حال کې دامریکې د بهرنیو چارو محکمې ویلي چې روس ته دپاکستان د وزیراعظم عمران خان د سفر په اړه یې پاکستان دخپل دریځ نه خبر کړی دی.