لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يوکرېن: پاکستانيان وايي په وتلو کې د مشکلاتو سره مخ دي


په يوکرېن د روس د حملې وروسته په دغه هېواد کې ګڼ شمېر پاکستانياني زدکونکي او نور خلک هم په هغه ښارونو کې ګېر دي چرته چې جګړه روانه ده.

د پاکستان حکومت د زدکونکو په اړه ويلي چې د سفارت سره دې په رابطه کې اوسي او د خارجه چارو وزارت ويلي زدکونکي دې زر تر زره د ټرنوبل ښار ته لاړ شي او هلته د دوي سفارتخانه په مکمله توګه فعاله ده او کولی شي چې د دوي د يوکرېن نه راويستو بندوبست وکړي.

د خېبر پښتونخوا صوابۍ سره تعلق لرونکی ثنا الله د يوکرېن په سومي نومې ښار کې د طب پوهنتون کې د درېم کال زدکونکی دی، په دې پوهنتون کې ورسره 15 نور زدکونکي هم دي او د تېرو دوو ورځو نه دغه ښار د روسي پوځيانو په ولقه کې دی.

ثنا الله وي او اې ډيوه ته د وټس اېپ د لارې ویلي، دوي د تېرې يوې اوونۍ راهسې د پاکستان د سفارتخانې سره رابطې کوي خو د سفارت لخوا ورته وويل کيږي چې ټرنوبل ښار ته لاړ شي.

هغه وويل دوي نه شي کولی چې دغه ښار ته لاړ شي ځکه چې په سومي ښار کې د سورلو ګاډي نشته، رېل ګاډي ولاړ دي، او په ښار کې ټينکونه ګرځي او ډزې کيږي.

"مونږ په سخته يخنۍ کې په بنکرو کې وخت تيروو، زه خپله په ډزو کې ګېر شوی ووم خو بچ وتلم، دغسې مونږ ته نزدې يوه لويه ودانۍ ورانه شوې ده، سفارت ته پکار دي چي زمونږ د ويستلو څه بندوبست وکړي".

د پاکستان سفارتخانې ویلي د پاکستانیانو سره په رابطه کې دي او د را ايستلو هڅې يې کوي.

مهران خان چې يوکرېن کې کاروبار کوي وايي د سرښار کيف نه بيګاه د شپې راوتلی دی، هغه وويل، کيف ښار باندې تېره شپه د روس پوځ بريد کړی خو دوی پکې بچ وتلي دي، او چې کومو يورپي ملکونو خپلې پولې د يوکرېن کډوالو د پاره پرانستې په هغه لور روان دي.

هغه وويل په لاره د ډيرو تکليفونو سره مخ دي، "خپل ګاډي کې روان يو، رېل يا د سورلو کوم بل بندوبست نشته، په لاره ډيره ګڼه ګوڼه ده او په پېټرول پمپونو ډير رش دی".

د پاکستان قامي هوايي شرکت پي ايي اې وياند عبدالله وي او اې ته په لېږلې خبر پاڼه کې ويلي،

پي ايي اې په يوکرېن کې د ګېر شوو پاکستانيانو دپاره فضايي عمليات ترتيب کړي، او سبا د اتوار/ يکشنبې په ورځ د پاکستان نه پولېنډ ته د دوه الوتکو روانولو تيارۍ مکمل کړی شوي دي.

په خبر پاڼه کې ويل شوي چې د يوکرېن په پوله نزدې ښارونو او ځانګړي ډول لبلن کې د ايرپورټ انتظامات پوره نه دي، ځکه په ممکنه توګه الوتکې د پولېنډ پلازمينې وارسا ته تلی شي.

د وياند ترمخه پاکستانۍ سفارتخانه د ټولو خلکو سره په رابطه کې ده او مالومات ورته ورکوي.

نوموړي پرون ويلي وو، په يوکرېن کې د موجودو 2000 پاکستاني زده کوونکو د بيرته راستلو دپاره عمليات تيار دي.

په يوکرېن کې د موجودو پاکستانيانو کره شمېره نه ده مالومه او نه له تر اوسه د پاکستان حکومت څه ويلي چې څومره پاکستاني وګړي په يوکرېن کې موجود دي.

د روس صدر ولاديمیر پيوټن د زیارت په سهار (24 فرورۍ) د يوکرېن په ختيځ کې د پوځي عملياتو پېل کولو اعلان کړی او ويلي يې وو د يوکرېن د دړکو په ځواب کې عمليات کوي، او نورو ملکونو ته یې د مداخلت نه کولو خبرداری ورکړی وو.

د مطبوعاتي راپورونو ترمخه په يوکرېن کې نن په درېمه ورځ هم جګړه روانه ده او ويل کيږي د روس پوځ پلازمينې کيف ته رسېدلی دی.

(په دې خبر کې ځينې مالومات د وي او اې ډیوه خبريال فضل عزيز شريک کړي دي)

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG