پېښور ــــ د لاهور هایکورټ په يو کېس کې پريکړه کړې چې د مورو و پلار خلاف دې د ماشومانو په قضيه کې د اغوا مقدمه نه درج کيږي.
وکيلان وايي دوی دغه فېصلې ته درناوی لري خو وایي په ځینو وختونو کې سړی د ښځې نه ماشوم بچی په زور واخلي او بيا يې عدالت ته هم نه وړاندې کوي چې معنا يې د اغوا جوړيږي.
پاکستاني مطبوعاتو کې ددغه کېس په اړه ليکل شوي چې جج ويلي، پوليسو ته په خانداني چارو کې مداخلت کول نه دي پکار او په خصوصي توګه د ماشومانو په کېس کې چې مور و پلار یې تر منځ وي.
د لاهور په کېس کې ذیلي عدالت د يوې ښځې په خواست امر کړی چې د ماشومې لور د اغوا مقدمه دې د هغې د خاوند په ضد درج کړی شي خو بيا هایکورټ خپله فېصله کې وويل چې دغسې کېسونو کې دې پوليس د اغوا مقدمه نه درج کوي.
د پېښور هایکورټ کې وکيله د ماشومانو په قوانينو باندې پوهه ايډوکېت خوشنود بي بي وايي د لاهور عدالت فېصله په سر سترګو مني خو وایي د ځینو کېسونو نوعيت بدل وي.
خوشنود وایي د دوی وړاندې داسې کېسونه راغلي چې د يوې ښځې نه د اوو مياشتو ماشوم پلار په ولقه کې اخیستی، ښځې په عدالت کې مقدمه کړې او بيا پلار ماشوم عدالت ته نه وړاندې کوي چې له امله يې اکثر مور د خپل بچي د پالنې د حق نه محرومه پاتې شي:
"کله چې دوی ته د ۴۹۱ مادې لاندې سېشن جج عمله وليږي چې ماشوم راولي او عدالت ته يې وړاندي کړي خو اکثر پلار ته پته وي او هغه ماشوم د هغه ځای نه بل ځای ته بوځي، سېشن جج پکې بيا وايي چې ماشوم په خپل ښودل شوي ځای کې ترلاسه نه شي نو بيا فېصله وکړي چې کله ځای معلوم شي دوی بيا درخواست کولی شي".
وکيلان وایي د پاکستان د قانون له مخې د ښځې او خاوند د بېلېدو په صورت کې نارينه اولاد د اوو کالو او ښځينه اولاد د څورلسو کالو پورې د مور سره پاتې کېدی شي او له هغه وروسته بيا پلار ته سپارل کېدی شي.
خو وايي دلته اکثر وختونو کې سړي خپل اولاد د ټاکل شوي عمر نه وړاندې د بېلېدو په وخت د ښځې نه په ولقه کې واخلي، چې بيا عدالت ته ماشوم نه وړاندې کوي او کېس تر ډېره وخته په عدالتونو کې روان وي.
بل خوا د ماشومانو په قوانينو باندې پوهه وکيل سعيد عثمان وي او اې ډيوه ته وويل داسې کېسونه هم مخې ته راغلي چې ښځو د سړیو نه خپل ماشومان بچي بوتلي، سړي بيا عدالت ته راغلي او کېسونه يې جمع کړي خو د ده په نظر د داسې کېسونو هواري د پاره ښه تجويز دا دی چې داسې مسلې دې «فېملي کورټ» ته وړاندې کړل شي:
"په عامه توګه ښځه [په کورنۍ کې] کمزورې وي او سړی ترې ماشوم په زوره راولي خو بيا داسې کېسونه هم راغلي چې ښځو د خپلو خاوندانو نه ماشومان په زور راوستي دي".
سعيد عثمان زياتوي په موجوده وخت کې ړ هرې ضلعې او تحصيل په کچه عدالتونه جوړ شوي دي چې پکې د روزانه په حساب د ګڼو کېسونو اوريدنه کيږي، خو دواړه وکيلان په دې خبره متفق وو چې «فېملي کورټس» کې کېسونه اکثر د ځنډ ښکار کيږي او فېصله د عامو عدالتونو په مقابله کې ډېر وخت غواړي.